کرېکټ بورډ: افغانستان د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د ویست انډیز کوربه توب کوي

د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی، چې د راتلونکي ۲۰۲۶ کال په جنوري میاشت کې د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لپاره د ویسټ انډیز کرېکټ ملي لوبډلې کوربه توب کوي. دغه سیالۍ به د جنوري میاشتې د ۱۹ نیټې تر ۲۲مې پورې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
افغان کرېکت بورډ ویلي، چې دغه لوبلړۍ به د دواړو لوبډلو لپاره له ستر ارزښت برخمنه وي او د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام سیالیو لپاره د غوره چمتووالي په برخه کې به غوره او موثر رول ولوبوي.




