• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهباز شریف په دوه ورځني سفر اذربایجان ته ولاړ

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۰ GMT+۰

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د جمعې په ورځ د اذربایجان د ولسمشر په بلنه په دوه ورځني رسمي سفر یاد هېواد ته ولاړ. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نوموړی به د دغه سفر په ترڅ کې له ارمنستان څخه د اذربایجان د ځینو سیمو د ازادۍ په پنځمه کلیزه کې ګډون وکړي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې هغه به له اذري چارواکو سره د سوداګرۍ او پانګونې په تړاو هم خبرې وکړي.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۳

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۴

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۵
ستاسو روایت

یو طالب جنګیالی: د جګړې د ډګر جنګیالي اوس یا اوزګار دي او یا هم په کمو پیسو عسکري‌ کوي

•
•
•

نور کیسې

د استانبول خبرې؛ پاکستان ټینګار کړی چې د طالبانو پر وړاندې له خپلو غوښتنو نه په شا کېږي

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۶ GMT+۰
100%

د طالبانو او پاکستان تر منځ د درېیم پړاو خبرو اترو لړۍ د پنجشنبې په ورځ د (لړم ۱۵مه) په استانبول کې پيل شوه؛ خو له دې سره هم‌مهاله يو لوړپوړی پاکستانی چارواکی وايي، د اسلام‌اباد غوښتنې «نه‌بدلېدونکې» دي او هېواد به یې له خپل دریځه شاتګ ونه‌کړي.

له اسلام‌اباد نه خپرېدونکې ډان ورځپاڼې د نوم نه ښودو پرته د دغه چارواکي په حواله لیکلي، چې پاکستانی پلاوی د روښانه لارښوونو سره استانبول ته رسېدلی او د دوی بنسټیزه موخه دا ده چې ډاډ ترلاسه کړي، هغه ژمنې چې طالبانو مخکې کړې وې، د عملي کېدو ضمانت یې باید ورکړل شي. د دغه تضمین اصلي موخه د افغانستان له خاورې د «ټي‌ټي‌پي» د وسله‌والو فعالیتونو مخنېوی دی.

هغه زياته کړه: «د پاکستان دريځ څرګند او پر ميداني حقايقو او کره استخباراتي معلوماتو ولاړ دی. موږ د يو اغېزمن څار او باوري مېکانيزم غوښتونکي يو؛ څو ډاډ ترلاسه کړو چې د طالبانو استازو خپلې ژمنې عملي کړې دي. دا هم په‌کې شامل دي، چې د تحریک طالبان پاکستان غړي چې په افغانستان کې پټ دي بايد اسلام‌اباد ته وسپارل شي.»

دغه پاکستاني چارواکي دا هم وويل، اسلام‌اباد وړانديز کړی چې افغانستان کې د ترهګرو ډلو د وضعيت څېړنې لپاره دې بې‌طرفه نړۍوال څارونکي هم ګډون ولري. هغه ټينګار وکړ: «موږ کره شواهد لرو، چې ښيي د طالبانو حکومت د تحريک طالبان پاکستان جنګيالي په ښاري سيمو کې ځای پر ځای کوي؛ څو که پاکستان پر هغوی عمليات وکړي، دغه بریدونه د ملکي وګړو پر وړاندې تبليغ شي.»‌

راپور کې راغلي، د طالبانو پلاوی د خپل مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په مستقيم حکم دې خبرو ته تللی دی. ورځپاڼه زیاتوي، اخندزاده خپلو مذاکره‌کوونکو ته سپارښتنه کړې، چې يوازې هغه ژمنې ومني چې عملي کېدل يې ممکن وي او د اسلام‌اباد تر فشار لاندې رانه‌شي.

د اسلام‌اباد او کابل د خبرو درېيم پړاو د ترکيې او قطر په منځګړتوب د استانبول په «کنراد» هوټل کې روان دی، چې موخه يې د پخوانيو هوکړو د پلي کېدو د څار چوکاټ وروستی کول دي.

دغه خبرې په داسې حال کې روانې دي، چې د دواړه لورو تر منځ د بې‌باورۍ فضا لا هم درنه ده. تېره ورځ سپین بولدک کې یو ځل بیا د ډزو تبادلې د دواړو لوریو ترمنځ د اوربند نازک وضعیت لا پېچلی کړی دی. له دې سره، سره دواړه لوریو ویلي، چې خبرو ته دوام ورکوي؛ څو د روان کړکېچ لپاره یو ګډه حل لاره ومومي.

د طالبانو د پلاوي مشري د دغه ډلې د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د پاکستاني پلاوي مشري بیا د «ای‌اېس‌ای» مشر جنرال مالک عاصم کوي.

د مېلیونونه ډالرو زیان؛ کابو میاشت وشوه چې پر تورخم سوداګریزه راکړه ورکړه بنده ده

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۰ GMT+۰
100%

د طالبانو او‌ پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ د نښتو له امله کابو میاشت وشوه، چې د تورخم په ګډون پر یاده کرښه یو شمېر نورې لارې هم د سوداګریرې راکړې ورکړې پر مخ تړلې دي. دواړه غاړې زرګونه بار وړونکي موټرونه د خلاصون په تمه ولاړ دي او سوداګرو ته مېلیونونه ډالر زیانونه هم اوښتي دي.

له اسلام‌اباد نه خپرېدونکې اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې په تورخم کې د پاکستاني ګمرک د چارواکو په حواله لیکي، چې د دروازې د اوږدمهاله بندېدو له کبله د بار وړونکو موټرو اوږدې لیکې جوړې شوې او د وارداتو تر څنګ صادراتي او ټرانزیټي مالونه بند پاتې دي.

چارواکي زیاتوي، چې په عادي حالاتو کې پاکستان افغانستان ته سمنټ، درمل، د نساجۍ توکي، تازه مېوې او سبزیجات صادروي او په بدل کې یې له افغانستان نه د ډبرو سکاره، صابون‌ډبره، وچه مېوه، تازه مېوه او نور توکي واردوي.

یاده ورځپاڼه لیکي، پر تورخم لاره هره ورځ ۸۵۰مېلیونه پاکستانۍ کلدارې سوداګریزه راکړه ورکړه کېږي چې له دې ډلې ۵۸۰مېلیونه کلدارې د پاکستان صادرات او ۲۴۰مېلیونه بیا دغه هېواد ته د افغانستان واردات دي. د پاکستان حکومت د ګمرکي محصولاتو له لارې هره ورځ شاوخوا ۵۰مېلیونه کلدارې عاید ترلاسه کوي.

د تورخم دروازه څو ورځې وړاندې یوازې له پاکستان نه د اېستل کېدونکو افغان کډوالو پر مخ خلاصه شوې؛ خو له افغانستان نه بیا پاکستان ته د تلونکو کسانو پر مخ لا هم بنده ده. په دې موده کې زرګونه افغان کډوال له دې لارې هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

چارواکي خبرداری ورکوي، که د سوداګرۍ دغه بندښت دوام وکړي؛ نو دواړه هېوادونو ته به درانه زیانونه ورسوي او د بنسټیزو توکو او په ځانګړې توګه د خرابېدونکو مالونو بیې به ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې لا لوړې شي. افغان او‌ پاکستاني سوداګرو په وار، وار نیوکې کړې چې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د سیاسي ناندریو له کبله ډېر کله دوی ته درانه زیانونه اوښتي دي.

دواړو غاړو سوداګرو په بیا بیا ځل له خپلو چارواکو غوښتي، چې سوداګري دې نه سیاسي کوي او اجازه دې ورکړي چې له هر ډول سیاسي کشمکشونو سره، سره سوداګري روانه پاتې شي. د تورخم او نورو سوداګریزو لارو د بندښت له کبله په افغانستان او پاکستان کې د توکو بیې هم لوړې شوې دي.

امریکا د سوریې او اسراییل ترمنځ د امنیتي تړون د اسانتیا لپاره دمشق کې دپوځي حضورغوښتنه کړې

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۳ GMT+۰
100%

رویټرز امریکا او سپینې ماڼۍ ته د سوریې د لنډ مهاله مشر احمد شرع د سفر په درشل کې راپور ورکړی، چې امریکا د سوریې او اسراییل ترمنځ د امنیتي تړون د پلي کولو لپاره د دمشق په یوې هوايي اډه کې د سرتیرو د ځای پر ځای کولو لپاره چمتووالی نیسي.

د اورشلیم پوسټ ورځپاڼې لیکلي، چې د دمشق یا په شاوخوا سیمو کې یې د امریکايي ځواکونو ځای پر ځای کېدل، د سوریې د اوسني وضعیت لپاره حیاتي اهمیت لري. ورځپاڼې زیاته کړې، چې دا پرمختګ د اسراییل لپاره هم ځانګړی ارزښت لري.

تل ابیب تل د بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال په سوریه کې د ایران د نفوذ مخالفت کړی و، ځکه چې تهران د پوځي اډو له لارې حزب الله ته وسلې لیږدولې.

د بشارالاسد د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته په دغه هېواد کې د ایران حضور هم پایته ورسېد او شنونکي وایي، د اسراییل «د جګړو ترمنځ جګړه» یعنې د ایراني ځواکونو د ځای پر ځای کېدو پر وړاندې موخه‌ییز هوایي عملیات پایته ورسېدل.

اورشلیم پوسټ زیاتوي:«د سوریې د مرکزي حکومت کمزوري بیا د اسراییل لپاره یو نوی ګواښ جوړولی شي.»

دغې ورځپاڼې په وروستي تحلیل کې لیکلي:«اسراییل غوره ګڼي چې د سوریې سویل ثبات ولري، څو د بهرنیو ځواکونو د رقابت ‌ډګر نه‌شي.»

د امریکا سنا هغه طرحه رد کړه چې پر وېنزوېلا یې د ټرمپ ادارې د نظامي اقدام مخه نیوله

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۴ GMT+۰
100%

د امریکا د سنا مجلس په ۵۱ موافقو او ۴۹ مخالفو رایو هغه طرح رد کړه، چې د ټرمپ حکومت به یې له وېنزویلا سره د جګړې له پیلولو منع کاوه.

که چیرې دا لایحه تصویب شوې وای، نو د ټرمپ اداره به یې اړه کړې وه، چې «د وېنزویلا په دننه یا پر وړاندې په دښمنیو کې د امریکا د وسله والو ځواکونو کارولو» څخه ډډه وکړي.

یوازې دوه جمهوري‌ پال سناتوران، چې د ټرمپ د ګوند غړي دي له ډيموکراټانو سره یو ځای له دې طرح ملاتړ وکړ.

دا پرېکړه د جمهوري‌ پال ګوند د لېوالیتا تازه نښه بلل کېږي چې غواړي په سویلي کارابین سمندرګي کې د امریکا د پوځ حضور وساتي.

د ټرمپ ادارې په وینا، د سپټمبر له پیل راهیسې امریکايي ځواکونو په ارام سمندر او سویلي کارابین کې پر نشه يي توکو قاچاق کونکو کښتیو لږ تر لږه ۱۶ بریدونه کړي او له امله یې څه باندې ۶۵ کسان وژل شوي دي.

په داسې حال کې، چې د امریکا پوځي حضور د کارابین په سیمه کې زیات شوی، ټرمپ د یکشنبې په ماښام (د لړم ۱۱مه) له سي‌‌بي‌‌اېس ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، چې د وینزویلا د ولسمشر د نیکولاس مادورو ورځې «شمېرل شوې دي».

کله چې له ټرمپ څخه پوښتنه وشوه، چې ایا امریکا غواړي له وېنزویلا سره جګړه پیل کړي هغه وویل: «زما له انده، دا به ناشونې وي. زه داسې فکر نه کوم.»

د امریکا د استازو جرګې لومړنۍ ښځینه مشرې نانسي پلوسي له سیاست سره مخه ښه وکړه

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۵ GMT+۰
100%

نانسي پلوسي یوازنۍ ښځه ده، چې د امریکا د استازو جرګې د ځواکمنې مشرې په توګه یې دنده ترسره کړې ده. هغې د سیاست په ډګر کې له څلور لسیزو فعالیت وروسته خپله تقاعدي اعلان کړه. د کالیفورنیا ۸۵ کلنې استازې په یوه پیغام کې ویلي، هغه به راتلونکی کال د کانګرس په ټاکنو کې برخه وا نه‌خلي.

پلوسي د امریکا د استازو په مجلس کې لومړۍ ښځه وه، چې له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۲۳ پورې یې په دې څوکۍ کې دنده ترسره کړه او د ډيموکراټ ګوند مشري یې وکړه.

هغې په خپل ویډيويي پیغام کې وویل:«زموږ کار د تاریخ برخه ګرځېدلی او موږ پرمختګ کړی دی. اوس باید دا لاره د ولسواکۍ په بشپړ ګډون او د هغو امریکایي ارزښتونو په دفاع سره، چې موږ ته ارزښتمن دي، دوام ورکړو.»

پلوسي په ۱۹۸۷ کال کې د ۴۷ کلنۍ په عمر د لومړي ځل لپاره کانګرس ته بریالۍ شوه او ډېر ژر یې د سیاسي پرمختګ پړاوونه ووهل. هغې د ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۱ او له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۳ پورې د استازو مجلس د مشرې په توګه دوې دورې خدمتونه وکړل.

د امریکا د استازو د مجلس مشري په امریکا کې د ولسمشر له مرستیال وروسته دوهم لوړ مقام دی، یعنې که ولسمشر او مرستیال یې دواړه نه وي، د ولسمشرۍ واک په لنډمهالي توګه مجلس رییس ته لېږدول کېږي.

پلوسي د ډیموکراټ ګوند له اغېزناکو څېرو څخه وه.هغه د هغو کلیدي سیاستوالو له ډلې وه، چې جو بایډن یې قانع کړ څو د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د کاملا هرېس په ګټه له نوماندۍ تېر شي.

هغې په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۱ کلونو کې د ډونالډ ټرمپ د استیضاح په دوو جرګو کې هم رول ولوباوه.

پلوسي د استازو د مجلس د رییسې په توګه په ۲۰۲۰ کال کې د ټرمپ د «د هېواد د وضعیت» له وینا وروسته د ټرمپ د وینا متن د ټولو په مخ کې د کېمرې پر وړاندې څېري کړ، چې دغه سمبولیک اقدام د ډېرو پام ځان ته راواړاوه.

ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د پلوسي د استعفا له اعلان وروسته پر هغې سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، هغه «بدخویه ښځه» او «د هېواد لپاره یو لوی زیان» ده.نور جمهوري‌ پال چارواکي بیا د پلوسي د تقاعدۍ په اړه چوپ پاتې شول.