• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا یو فدرالي قاضي د ټرمپ له‌خوا پورټلینډ ته د ملي ګارډ لېږل د قانون خلاف وبلل

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۳۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۰ GMT+۰

د امریکا یوه فدرالي قاضي حکم کړی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي ګارډ ځواکونه د پورټلینډ ښار کې د احتجاجونو د کنټرول لپاره په غیرقانوني توګه نه شي لېږلی. قاضي ویلي چې د ښار وضعیت د پوځ د لېږلو جدي دلیل نه درلود او محدود لاریونونه د سیمه‌ییزو پولیسو تر کنټرول لاندې وو.

قاضي کارین ایمیرګټ ویلي، په ښارونو کې د محدودو احتجاجونو له امله د ټرمپ اقدام د قانون خلاف دی او د ښار وضعیت د پوځ د لېږلو لپاره جدي بحران نه دی.

سپینې ماڼۍ وايي چې ټرمپ خپل قانوني صلاحیت کارولی، څو فدرالي مامورین خوندي وساتي؛ خو د پورټلینډ ښار او اورېګان ایالت چارواکي وايي چې تاوتریخوالی محدود وو او سیمه‌ییزو پولیسو کنټرول کړی و. د ټرمپ اداره تمه لري چې د قاضي حکم وننګوي او قضیه ممکن بالاخره تر سترې محکمې پورې ورسېږي.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۳

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۴

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۵

د پېښور سترې محکمې د «قايداعظم» د شړلو مخه ونیوله

•
•
•

نور کیسې

کوهاټ کې افغان کډوالو شکایت کړی چې ښاروالۍ یې د پڼډغالي سولر سیسټم په خپله ولکه کې اخیستی

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۰ GMT+۰
100%

د خېبر پښتونخوا ایالت کوهاټ ولسوالۍ کې د افغان کډوالو په کمپ کې د برېښنا د برابرولو لپاره د یونسېف لخوا لګول شوي د لمریزې انرژۍ سیسټمونه د ښاروالۍ ځایي چارواکو له خوا په خپله ولکه کې اخیستي. افغان کډوال وایي، دې اقدام د دوی د برېښنا اسانتیاوې اغېزمنې کړي دي.

په کوهاټ کې د ښاروالۍ چارواکو په وینا، دغه چاره یې د افغان کمېشنرۍ په لارښوونه او د کمپ د نظم او مدیریت د ښه والي لپاره ترسره کړې ده. دوی ویلي چې دا اقدام د کمپ د ژوند شرایطو په ښه کولو کې مرسته کوي.

خو افغان کډوالو د دې پرېکړې پر ضد غبرګون ښودلی او ټینګار یې کړی چې سولر سیسټم د ژورو څاه ګانو لپاره حیاتي برېښنا چمتو کوي او د دوی د ورځني ژوند لپاره ډېره مهمه سرچینه ده.

یو شمېر کډوالو ویلي، هیله لري چې د دوی اړتیاوې په پام کې ونیول شي او د ژوند بنسټیزې اسانتیاوې یې خوندي پاتې شي.

راشد خان د «خان فاونډېشن» په نوم بنسټ پرانېست

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۵ GMT+۰
100%

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان د «خان فاونډېشن» په نوم بنسټ پرانېست چې موخه یې د بې‌وزلو افغانانو لپاره د روغتیايي خدمتونو پراختیا او عاجل ملاتړ دی. نوموړی وایي، له دې بنسټه یې موخه د بې وزلو لاسنېوی، روغتیايي فعالیتونه،‌د زده کړو ملاتړ او مرستندویه کارونه دي.

د کرېکټ ستوري راشد خان ددغه د بنسټ پرانېسته په هالنډ کې ترسره کړه چې، د مراسمو پر مهال د ملي لوبډلې تکړه توپوهونکي ابراهیم ځدران تر څنګ په‌کې لوبغاړو او پېژندل شویو څېرو برخه اخیستې وه.

راشد خان د مراسمو پر مهال وویل: «زه ډېر خوشبخته یم چې الله داسې مقام راکړی چې د خپلو خلکو خدمت وکړم.»

نوموړي په خپلو خبرو کې د خپلې مور د نارغۍ کیسه وکړه او زیاته یې کړه: «زما اوس هم یاد شي مور مې کرونا ناروغۍ ونیوله غوښتل مې مور سره روعتون ته لاړشم؛ خو د روغتون حالت سخت خراب و، هغه وخت مې ځان سره وعده وکړه چې د ننګرهار او افغانستان صحي سیسټم به جوړوم.»

خان زیاته کړه، موخه یې دا ده چې د روغتیا په برخه کې نیمګړتیاوې له منځه یوسي، په ځانګړي ډول په لرې پرتو سیمو کې، چې ډېرې کورنۍ له بنسټیزو روغتیايي خدمتونو محرومې دي.

په دغه مراسیمو کې د افغانستان د ملي لوبډلې پېلیز توپوهونکي ابراهیم ځدران هم خبرې وکړې وکړې او دا اقدام یې وستایه.

نوموړي زیاته کړه: «زما هم اراده وه چې د خلکو لپاره یوه مرسته کوونکې اداره جوړه کړم، خو د راشد خان د بنسټ له پرانستې وروسته مې پرېکړه وکړه چې د ولس لپاره له دې بنسټ سره عملي مرسته وکړم، زه به د دې بنسټ ملاتړ دوامداره ساتم.»

د خان فاونډېشن لومړیتوب د روغتیا، تعلیم او بېړنیو مرستو پر وړاندې کولو دی، خو راشد خان ټینګار کړی چې روغتیايي برخې ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

امرالله صالح: افغان طالبان د اسلام‌اباد لپاره د دروغجنې پانګې په څېر دي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۲ GMT+۰
100%

د جمهور نظام پر مهال د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، په ترکیه کې د پاکستان او طالبانو مذاکرات ناکام شوي. هغه وايي، د پخوانۍ کوټې شورا استازي د خبرو د بن‌بست پړه پر پاکستان اچوي، خو اسلام‌اباد طالبان «ناشکره» بولي او د خپلې پخوانۍ انډیوالۍ له مخې یې په خیانت تورنوي.

صالح شنبه د (لړم ۱۷مه) پر اېکس لیکلي، «ددغه خبرو له ماتېدو سره د پخوانۍ کوټې شورا پلاوی اسلام‌اباد پړ بولي، خو پاکستاني چارواکي بیا ادعا کوي چې همدا طالبان هغه لاسه چيچي چې ۳۰ کاله یې روزنه او ملاتړ ورسره کړی دی.»

نوموړي د طالبانو او پاکستان اړیکې د دروغجنې پانګې یا د فریب ورکوونکې لاسته راوړنې سره پرتله کړې ده.

صالح زیاتوي: «د اسلام‌اباد لپاره افغان طالبان د جعلي سرو زرو یا د کریپټو کرنسۍ د سقوط مثال لري؛ داسې لکه څوک چې له قاچاقبره د پیسو تمه ولري، خو وروسته معلومه شي چې دا پیسې جعلي دي.»

د ده په وینا، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د متقابل تورونو دا لړۍ ښيي چې دواړه نور د یو بل په نیت باوري نه دي.

صالح ویلي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ ژور اختلافونه د دې ښکارندويي کوي چې د دې اړیکې بنسټ له لومړیو راهیسې پر فریب، مصلحت او دوه‌مخۍ ولاړ و.

امریکایي چارواکی: د ایران له‌خوا په مکسیکو کې د اسراییل سفیرې د وژلو پلان شنډ شوی دی

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۰ GMT+۰
100%

یوه امریکایي چارواکي د جمعې په ورځ (د لړم ۱۶مه) ویلي، د ایران سپاه پاسداران تېر کال هڅه کړې وه، چې په مکسیکو کې د اسراییل سفیره عینات کرانز نایګر ووژني، خو دا پلان شنډ شوی او اوس داسې ګواښ نه‌شته.

وروسته بیا د مکسیکو حکومت اعلان وکړ چې د اسراییل د سفیرې پر وړاندې د احتمالي برید په اړه یې معلومات نه‌لرل.

دغه امریکایي چارواکی، چې نه‌ یې غوښتل نوم یې څرګند شي، ویلي د یادې دسیسې فعالیت د روان کال تر لومړۍ نیمایي پورې روان و.

هغه رویټرز ته ویلي: «دا پلان مهار شوی او اوس هېڅ فعال ګواښ نه‌شته.»

ایران لاتر اوسه د دغې ادعا په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

ډونالډ ټرمپ وایي، د سویلي افریقا جي‌۲۰ غونډه کې به هېڅ امریکایي چارواکی ګډون ونه‌کړي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۹ GMT+۰
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې د امریکا هېڅ حکومتي چارواکی به د شلو سترو صنعتي هېوادونو (جي‌۲۰) سرمشریزې غونډې ته، چې د روانې میاشتې په وروستیو کې سویلي افریقا کې جوړېږي، ګډون ونه کړي. ترمپ د دغې پرېکړې دلیل په دغه هېواد کې د بشري حقونو روانې سرغړونې یادې کړي دي.

ټرمپ د جمعې په ورځ (د لړم ۱۶مه) پر «ټروت» لیکلي: «شرم دی چې د جي‌۲۰ سرمشریزه غونډه په سویلي افریقا کې ترسره کیږي. افریکنر قوم وژل کیږي، ذبح کیږي او د دوی ځمکې او فارمونه په غیرقانوني توګه نیول کېږي.»

ټرمپ ادعا کوي، چې افریکنر قوم د تور پوستو اکثریت هېواد کې د خپل نژاد له امله له ځورونې سره مخ دی، خو سویلي‌ افریقا بیا دغه ادعا رد کړې ده.

ټرمپ زیاته کړه: «تر هغو چې د بشري حقونو دغه سرغړونې پایته نه وي رسېدلي، د سویلي افریقا جي‌۲۰ غونډه کې به هېڅ امریکایي چارواکی ګډون ونه‌کړي. زه په۲۰۲۶کال کې د جي‌۲۰ کوربه‌توب ته په میامي او فلوریډا کې سترګې په لاره یم.»

ټرمپ تېره میاشت د امریکا د کډوالو د منلو کچه تر ټولو ټېټې اندازې ته راکمه کړه او ویې ویل، چې د منل کېدونکو کسانو تمرکز به تر ډېره پر سپین‌پوستو افریکنرانو وي.

د راپورونو له مخې، تمه وه چې د ټرمپ مرستیالد نومبر په ۲۲ او ۲۳مه د جوهانسبرګ غونډې ته ولاړ شي، خو اوس نه ځي.

ټرمپ له اوږدې مودې راهیسې د سویلي افریقا له کورنیو او بهرنیو پالیسیو سره مخالفت ښودلی او سویلي افریقا بیا د غزې جګړه کې اسراییل پر نسل وژنې تورن کړی دی.

سویلي افریقا د ۲۰۲۴کال له ډسمبر راهیسې د ۲۰۲۵ کال تر نومبر پورې د جي‌۲۰ سرمشریزې مشري په غاړه لري او له هغې وروسته به دغه مشري امریکا ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې افریکنران هغه سپین پوستي هالنډي کډوال دي چې په ۱۷مه پېړۍ کې سویلي افریقا ته تللي دي. دوی خپله ژبه لري چې افریکانس نومېږي او ډېری یې لا هم په سویلي افریقا او نامیبیا کې اوسېږي.