• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

راشد خان د «خان فاونډېشن» په نوم بنسټ پرانېست

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۵ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان د «خان فاونډېشن» په نوم بنسټ پرانېست چې موخه یې د بې‌وزلو افغانانو لپاره د روغتیايي خدمتونو پراختیا او عاجل ملاتړ دی. نوموړی وایي، له دې بنسټه یې موخه د بې وزلو لاسنېوی، روغتیايي فعالیتونه،‌د زده کړو ملاتړ او مرستندویه کارونه دي.

د کرېکټ ستوري راشد خان ددغه د بنسټ پرانېسته په هالنډ کې ترسره کړه چې، د مراسمو پر مهال د ملي لوبډلې تکړه توپوهونکي ابراهیم ځدران تر څنګ په‌کې لوبغاړو او پېژندل شویو څېرو برخه اخیستې وه.

راشد خان د مراسمو پر مهال وویل: «زه ډېر خوشبخته یم چې الله داسې مقام راکړی چې د خپلو خلکو خدمت وکړم.»

نوموړي په خپلو خبرو کې د خپلې مور د نارغۍ کیسه وکړه او زیاته یې کړه: «زما اوس هم یاد شي مور مې کرونا ناروغۍ ونیوله غوښتل مې مور سره روعتون ته لاړشم؛ خو د روغتون حالت سخت خراب و، هغه وخت مې ځان سره وعده وکړه چې د ننګرهار او افغانستان صحي سیسټم به جوړوم.»

خان زیاته کړه، موخه یې دا ده چې د روغتیا په برخه کې نیمګړتیاوې له منځه یوسي، په ځانګړي ډول په لرې پرتو سیمو کې، چې ډېرې کورنۍ له بنسټیزو روغتیايي خدمتونو محرومې دي.

په دغه مراسیمو کې د افغانستان د ملي لوبډلې پېلیز توپوهونکي ابراهیم ځدران هم خبرې وکړې وکړې او دا اقدام یې وستایه.

نوموړي زیاته کړه: «زما هم اراده وه چې د خلکو لپاره یوه مرسته کوونکې اداره جوړه کړم، خو د راشد خان د بنسټ له پرانستې وروسته مې پرېکړه وکړه چې د ولس لپاره له دې بنسټ سره عملي مرسته وکړم، زه به د دې بنسټ ملاتړ دوامداره ساتم.»

د خان فاونډېشن لومړیتوب د روغتیا، تعلیم او بېړنیو مرستو پر وړاندې کولو دی، خو راشد خان ټینګار کړی چې روغتیايي برخې ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

امرالله صالح: افغان طالبان د اسلام‌اباد لپاره د دروغجنې پانګې په څېر دي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۲ GMT+۰
امرالله صالح: افغان طالبان د اسلام‌اباد لپاره د دروغجنې پانګې په څېر دي
100%

د جمهور نظام پر مهال د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، په ترکیه کې د پاکستان او طالبانو مذاکرات ناکام شوي. هغه وايي، د پخوانۍ کوټې شورا استازي د خبرو د بن‌بست پړه پر پاکستان اچوي، خو اسلام‌اباد طالبان «ناشکره» بولي او د خپلې پخوانۍ انډیوالۍ له مخې یې په خیانت تورنوي.

صالح شنبه د (لړم ۱۷مه) پر اېکس لیکلي، «ددغه خبرو له ماتېدو سره د پخوانۍ کوټې شورا پلاوی اسلام‌اباد پړ بولي، خو پاکستاني چارواکي بیا ادعا کوي چې همدا طالبان هغه لاسه چيچي چې ۳۰ کاله یې روزنه او ملاتړ ورسره کړی دی.»

نوموړي د طالبانو او پاکستان اړیکې د دروغجنې پانګې یا د فریب ورکوونکې لاسته راوړنې سره پرتله کړې ده.

صالح زیاتوي: «د اسلام‌اباد لپاره افغان طالبان د جعلي سرو زرو یا د کریپټو کرنسۍ د سقوط مثال لري؛ داسې لکه څوک چې له قاچاقبره د پیسو تمه ولري، خو وروسته معلومه شي چې دا پیسې جعلي دي.»

د ده په وینا، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د متقابل تورونو دا لړۍ ښيي چې دواړه نور د یو بل په نیت باوري نه دي.

صالح ویلي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ ژور اختلافونه د دې ښکارندويي کوي چې د دې اړیکې بنسټ له لومړیو راهیسې پر فریب، مصلحت او دوه‌مخۍ ولاړ و.

امریکایي چارواکی: د ایران له‌خوا په مکسیکو کې د اسراییل سفیرې د وژلو پلان شنډ شوی دی

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۰ GMT+۰
امریکایي چارواکی: د ایران له‌خوا په مکسیکو کې د اسراییل سفیرې د وژلو پلان شنډ شوی دی
100%

یوه امریکایي چارواکي د جمعې په ورځ (د لړم ۱۶مه) ویلي، د ایران سپاه پاسداران تېر کال هڅه کړې وه، چې په مکسیکو کې د اسراییل سفیره عینات کرانز نایګر ووژني، خو دا پلان شنډ شوی او اوس داسې ګواښ نه‌شته.

وروسته بیا د مکسیکو حکومت اعلان وکړ چې د اسراییل د سفیرې پر وړاندې د احتمالي برید په اړه یې معلومات نه‌لرل.

دغه امریکایي چارواکی، چې نه‌ یې غوښتل نوم یې څرګند شي، ویلي د یادې دسیسې فعالیت د روان کال تر لومړۍ نیمایي پورې روان و.

هغه رویټرز ته ویلي: «دا پلان مهار شوی او اوس هېڅ فعال ګواښ نه‌شته.»

ایران لاتر اوسه د دغې ادعا په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

اصف درانی: داسې ښکاري چې طالبان غواړي له پاکستان سره تقابل ته دوام ورکړي

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۰ GMT+۰
اصف درانی: داسې ښکاري چې طالبان غواړي له پاکستان سره تقابل ته دوام ورکړي
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني د استانبول د خبرو د بندېدو په تړاو ویلي: «داسې ښکاري طالبانو پرېکړه کړې چې له اسلام‌اباد سره مقابلې ته دوام ورکړي. ویل کیږي، چې د پاکستان پلاوي تېر ماښام (جمعه د لړم ۱۶مه) د مذاکراتو ځای پرېښی دی.

دراني د جمعې په ورځ (د لړم ۱۶مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دې وضعیت دوام کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیورنډ کرښه تړلې پاته کړي، سوداګري او د خلکو تګ راتګ بند کړي او په پایله کې یې «عادي خلک زیانمن شي.»

هغه زیاته کړې، چې د استانبول د خبرو اترو بندېدل په دې مانا دي، چې افغان طالبان نه غواړي د ټي‌ټي‌پي موضوع په جدي ډول مطرح کړي.

د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې ویل کېږي په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د پلاوو ترمنځ دا پړاو خبرې تر اوسه ناکامه دي.

دغه خبرې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب پیل شوي او موخه یې د ګډو میکانیزمونو جوړول دي څو پر ډیورنډ کرښه بریدونه او د سخت دریځو ډلو فعالیتونه کنټرول شي.

په همدې حال کې یوه پاکستاني خبریال راپور ورکړی، چې د دې هېواد پلاوي د خبرو له ناکامېدو وروسته د مذاکراتو ځای پرېښی دی.

دا دویم ځل دی، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د استانبول خبرې بې‌ پایلې پای ته رسېږي.

راشد خان: افغان نوی نسل که هر څومره بې‌وسه شي، اول باید پر تعلیم فکر وکړي

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۳۰ GMT+۰
راشد خان: افغان نوی نسل که هر څومره بې‌وسه شي، اول باید پر تعلیم فکر وکړي
100%

د افغان کرېکټ د شل اوریزو ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان په هالنډ کې د جمعې په ماښام (د لړم ۱۶مه) د «خان فاونډېشن» په پرانیست غونډه کې وویل،له نړۍ سره د سیال کېدو یوازنۍ لاره زده کړې دي او زياته کړه، د همدې فاونډېشن له لارې به د هېواد په بېلابېلو برخو کې ښوونیز مرکزونه هم جوړ کړي.

راشد خان په دې غونډه په ډاګه وویل، «افغان نوی نسل که هر څومره بې‌وسه شي؛ اول باید د تعلیم فکر ولري.»

هغه زیاته کړه، چې د ده د فاونډېشن له لوري په جوړېدونکو ښوونیزو مرکزونو کې به د بې‌وزلو کورنیو ماشومانو ته د زده‌کړو چارې وړیا وي.

نوموړي د «خان فاونډېشن» له جوړولو موخه، په هېواد کې په لویو پيښو او حالاتونو کې د افغانانو لاسنیوی یاد کړ او زیاته یې کړه، هڅې به وکړي چېد هېواد په بېلابېلو سیمو کې روغتيايي، تعلیمي او مرستندویه مرکزونه جوړ کړي.

راشد خان په افغانستان کې ناسم روغتیايي وضعيت ته په اشارې سره ویلي، چې له ډېره وخته یې په هېواد کې د یوه مجهز روغتیايي بنسټ د جوړېدو پلان درلود.

نوموړي زياته کړې: «صحي برخه کې به خدمت کوو، د کرونا پر مهال مې مور کووېډ۱۹ ناروغۍ ونیوله غوښتل مې مور سره روغتون ته لاړشم، خو وضعیت د شفاخانې سخت خراب و، هغه وخت مې له ځان سره وعده وکړه چې د ننګرهار او افغانستان صحي سیستم به جوړوم.»

نوموړي ټينګار کړی، چې د «خان فانډېشن» د موخو د پوره کېدو لپاره به پر ټولو افغانانو وګرځي.

راشد خان په داسې حال کې د افغانانو پر زده‌کړو ټينګار لري، چې طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کوونکې د زده کړو له دوامه منع کړې دي.

د ښځو حقونو یوه غورځنګ په هرات کې د برقع د جبري کېدو په غبرګون کې برقع ته اور اچولی دی

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۵ GMT+۰
د ښځو حقونو یوه غورځنګ په هرات کې د برقع د جبري کېدو په غبرګون کې برقع ته اور اچولی دی
100%

د افغانستان د ښځو تاریخ د تحول په نوم د ښځو د حقونو مدافع غورځنګ د طالبانو له لوري په هرات کې د ښځو لپاره د برقع د اجباري کولو پرېکړه په سختو ټکو غندلې او دا یې «غیرانساني او د ښځو ضد اقدام» بللی دی. یو شمېر ښځو په هرات کې د برقع د جبري کېدو په غبرګون کې برقع ته اور هم اچولی دی.

دغه غورځنګ د جمعې په ورځ (د لړم ۱۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې طالبان د ښځو پر وړاندې د خپلې ظالمانه تګلارېپه دوام ښځې د زور، ګواښ، سپکاوي او له بنسټیزو خدمتونو په تېره روغتیايي خدماتو د محرومولو له لارې تر فشار لاندې راولي.

دغه غورځنګ دا کړنه د بشري حقونو، انساني کرامت او ټولو اسلامي او نړۍوالو ارزښتونو ښکاره سرغړونه بللې او زیاته کړې یې ده، چې طالباندا نه‌شي توجیه کولای چې پر ښځو جبر او تاوتریخوالی روا وګڼي.

غورځنګ له نړۍوالو بنسټونو په ځانګړي ډول له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له شورا او د عدالت او برابرۍ له ملاتړو هېوادونو غوښتي، چېد طالبانو دا پرېکړه په رسمي او علني توګه وغندي،پر طالبانو اغېزناک سیاسي، ډېپلوماټیک او حقوقي فشارونه وارد کړي او همداراز له هغو زړورو افغان ښځو سره بېړنۍ او عملي مرستې وکړي، چې هره ورځ د طالبانو د ظلمونو پر وړاندې مقاومت کوي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې افغان ښځې باید د سیاست او د تعصب قرباني نه‌شي.

دغه غورځنګ ویلي:«موږ د ظلم پر وړاندې، د انساني کرامت د دفاع په موخه د افغانستان د ښځو تر څنګ ولاړ یوو.»

دغه غورځنګ افغانستان انټرنشنل ته یوه ویډیو هم رالېږلې او په دې ویډیو کې ښکاري چې څو مېرمنې یو ځای برقع ته اور اچوي.

تر دې مخکې په هرات کې سرچینوویلي و، چې د دغه ولایت لپاره د طالبانو والي د روغتیايي خدماتو د ترلاسه کولو او سوداګریزو مرکزونو ته د ننوتلو لپاره د ښځو لپاره د برقع اغوستل لازمي کړي دي.

د نور احمد اسلام جار د نوې لارښوونو له‌مخې، ښځې به نور د برقع له اغوستلو پرته دولتي دفترونو، هټیو، روغتونونو او ادارو ته د ننوتلو اجازه ونه لري.

سرچینو د تېرې چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو والي د سې‌شنبې په ورځ ټولو سیمه‌ییزو ادارو ته امر کړی، چې په ادارو، بازارونو او مارکېټونو کې له برقع پرته د ښځو د داخلېدو مخه ونیسي.

طالبانو د تېرې چهارشنبې په ورځ د هرات په سیمه‌ییز روغتون کې د هغو ښځو په ګډون د ډاکټرانو د ننوتلو مخه ونیوله چې برقع یې نه‌وه اغوستې.

راپورونه ښيي، چې د طالبانو ځینو سرتېرو یو شمېر ښځې د حجاب د نه‌اغوستلو له امله وهلې هم دي.