• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند د بهرنیو چارو وزارت: موږ په کابل کې د خپل سفارت د فعالیت پیاوړتیا غواړو

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۴ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جېسوال ویلي، چې نوې ډیلي په کابل کې د خپل سفارت د دندو، مسوولیتونو او د کارکوونکو د شمېر د زیاتولو څرنګوالی ارزوي او په وروستۍ پرېکړه کې به جزیات شریک کړي. هغه د دې پوښتنې په اړه چې ایا هند به طالبان په رسمیت وپېژني، ځواب ورنه کړ.

جېسوال د جمعې په ورځ (د لړم ۱۶مه) د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له سفر وروسته هند او طالبان د پرمختیایي همکاریو په برخه کې څو ځلې تبادلې او خبرې کړي دي.

هغه همداراز وویل، چې په دې موده کې د هند او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ ټلیفوني اړیکې هم شوې دي.

په کنفرانس کې د «بېزنس انډیا» یو خبریال وپوښتل: «ایا طالبان به خپل ډیپلوماټ د سفیر په کچه هند ته ولېږي؟ او ایا د افغانستان ملي بیرغ به د طالبانو بیرغ سره بدل شي؟»

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې پوښتنې له ځواب څخه ډډه وکړه، خو ویې ویل چې د هند ماموریت په افغانستان کې د سفارتخانې کچې ته لوړ شوی او په دې اړه کار روان دی.

د یادولو ده، چې په وروستیو میاشتو کې د هند او طالبانو اړیکې پراخې شوې دي.

تر دې مخکې د طالبانو د کرنې وزارت مرستیال هند ته سفر کړی و او هند هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر کوربه و.

د دواړو لوریو اړیکې په داسې وخت کې زیاتېږي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د تلې په میاشت کې اعلان کړی و، چې په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارتخانې کچې ته لوړوي او دا پرېکړه به ژر عملي شي.

هند دا کار «د نوي ډیلي د قوي ارادې» نښه بللې چې غواړي د طالبانو له حکومت سره دوه اړخیز تعامل پراخ کړي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

•
•
•

نور کیسې

اسراییلي مېشت شويو کسانو د لوېدیځې غاړې د زیتونو د حاصلاتو پر مهال پر خبریالانو برید کړی

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۹ GMT+۰
اسراییلي مېشت شويو کسانو د لوېدیځې غاړې د زیتونو د حاصلاتو پر مهال پر خبریالانو برید کړی
100%

د عیني شاهدانو په وینا، د شنبې په ورځ مېشتو اسرایيلي کسانو د فلسطیني کلیوالو، فعالانو او خبریالانو پر یوې ډلې برید کړی دی. هغوی زیاتوي، چې دغو کسانو د لوېدیځې غاړې په اشغال شوې سیمه کې یوه مېشت‌ځای ته نږدې د زیتونو د راټولولو هڅه کوله.

د رویټرز یوه خبریاله او یو امنیتي سلاکارهم د برید پر مهال ټپیان شوي دي. برید کوونکو لرګي او غټې تېږې کارولې. دا پېښه د “بیتا” کلي ته نږدې شوې، چې د نابلس ښار سوېل لور کې موقعیت لري.

یاده سیمه په تېرو کلونو کې د مېشت شويو کسانو د بریدونو ځای پاتې شوی او دا ډول بریدونه له هغه راهیسې زیات شوي، چې د غزې جګړه دوه کاله وړاندې پیل شوه. سږکال د زیتونو د راټولولو د موسم له پیل راهیسې هم دغه بریدونه لا زیات شوي دي.

لکه څنګه چې دا ډول بریدونه ډېر شوي، اسرایيلي او بهرني فعالان ډېری وخت د فلسطینیانو ترڅنګ ولاړ وي، څو د دوی د زیتونو د حاصلاتو حق وساتي او د هر ډول تاوتریخوالي مستندونه ثبت کړي. فعالان یا محلي فلسطینیان خبریالانو ته د راټولولو د پلانونو خبر ورکوي، څو هغوی حاضر وي او راپور ورکړي په ځانګړي ډول د هغو سیمو په اړه چې ګواښمن ګڼل کېږي.

د مېشت شويو کسانو مېشت‌ځای معمولاً د کانتینرونو یا کوچنیو ودانیو ټولګه وي، خو د اسراییلي چارواکو رسمي تصویب نه لري. فلسطینیان او ډېری هېوادونه دا ډول مېشت‌ځایونه د نړۍوالو قوانینو له مخې غېرقانوني ګڼي، خو اسراییل له دې نظر سره مخالف دی.

د اسراییل دفاعي ځواک ویلي، چې هغوی د پېښې د راپور تر ترلاسه کولو وروسته سرتېري سیمې ته لېږلي، خو عیني شاهدان وايي، هلته یې هېڅ سرتېري نه دي لیدلي.

د پوځ ویاند رویټرز ته وویل: «دفاعي ځواک هر ډول تاوتریخوالی غندي او د امنیت او نظم د ساتنې لپاره به خپل فعالیت ته دوام ورکړي.»

هغه زیاته کړه، چې پولیس به د پېښې لا نور جزیات وڅېړي.

عیني شاهدان وايي، شاوخوا ۳۰کلیوال او فعالان او نږدې ۱۰خبریالان د زیتونو د راټولولو لپاره راټول شوي وو، چې ناڅاپه له غونډۍ څخه راښکته شوي ګڼ شمېر نقاب‌پوشه مېشت شويو کسانو پرې برید وکړ. هغوی د لرګیو سره خلک ووهل او د رویټرز انځور اخیستونکې «رنین سوافته» یې پرله‌پسې ووهله، په داسې حال کې چې هغې هڅه کوله ځان وساتي.

عیني شاهدان زیاتوي چې نږدې ۵۰ نقاب پوښه کسان و چې پر سوافته یې بې‌رحمانه برید وکړ، هغه یې ووهله او پرځمکه یې راوغورځوله بیایې پرې تېږي وار کړې او هر هغه کس چې د هغې مرستې ته وردانګل هغه یې هم وهلو.

هغه زیاته کړه چې مېشت شويو کسانو په عبراني ژبه چیغې وهلې «له دې ځایه ولاړ شئ.»

سوافته د رویټرز له امنیتي سلاکار “ګرېنټ باوډن” سره وه، چې هغه هم د هغې د ساتنې پر مهال ووهل شو. د هغې د کمرې وسایل مات کړل شول. دواړو خبریالانو خولۍ او د «پرس»نښې لرونکي جاکټونه اغوستي وو. امبولانس دواړه د نابلس ښار یو روغتون ته د درملنې لپاره یووړل.

په پېښه کې یو شمېر نور کسان هم ټپیان شوي دي.

رویټرز په یوه اعلامیه کې وویل: «موږ له اسراییلي چارواکو غوښتنه کوو چې دا پېښه وڅېړي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري او ډاډ ورکړي چې خبریالان کولې شي په ازاده توګه او له زیان پرته کار وکړي.»

د ملګرو ملتونو د جمعې د راپور له مخې، اسراییلي مېشت شويو کسانو یوازې د اکتوبر په میاشت کې لږ تر لږه ۲۶۴بریدونه د لویدیځې غاړې پر فلسطینیانو کړي، چې دا د ۲۰۰۶راهیسې د ملګرو ملتونو د ثبت له پیل راهیسې تر ټولو لوړه میاشتني شمېره ده.

طالبانو په پنجشېر کې د نشه‌یي توکو او وسلو د نیولو خبر ورکړی دی

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۵ GMT+۰
طالبانو په پنجشېر کې د نشه‌یي توکو او وسلو د نیولو خبر ورکړی دی
100%

په پنجشېر کې د طالبانو امنیه قومندانۍ په دوو جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې په پریان ولسوالۍ کې یې ۱۴۷ کیلوګرامه تاریاک کشف او ضبط کړي دي. طالبانو زیاته کړې، چې په خنج ولسوالۍ کې د تالاشي پر مهال یې درې میله کلاشنیکوف او مهمات له یوه کس سره نیولي دي.

په پنجشېر کې د طالبانو امنیه قومندانۍ د شنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) ویلي، چې په پریان ولسوالۍ کې یې د پټو معلوماتو پر اساس یو سراچه ډوله موټر نیولی، چې ۱۴۷ کیلو ګرامه تاریاک په کې ځای پر ځای شوي وه.

طالبانو ویلي، چې په دې تړاو یې هغه دوه کسان هم نیولي دي چې غوښتل یې دغه مواد له پنجشېر څخه کابل ته انتقال کړي.

د دې ولایت د طالبانو امنیتي مسوولینو په یوې جلا خبرپاڼه کې ویلي، چې د خنج ولسوالۍ د دواب په سیمه کې یې د تالاشي پر مهال له یوه کس سره درې میله کلاشنیکوف، څلور عدده شاجور مرمی، یو دوربین او یوه مخابره نیولي دي.

طالبانو ویلي، چې دغه کس غوښتل وسلې د خنج ولسوالۍ څخه دره ولسوالۍ ته ولېږدوي.

طالبانو په خبرپاڼه کې ویلي، چې نیول شوي کسان یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.

سراج الحق: د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو ناکامي په سیمه کې نوي ناورین ته لار هواروي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۵ GMT+۰
سراج الحق: د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو ناکامي په سیمه کې نوي ناورین ته لار هواروي
100%

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر سراج الحق ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو ناکامي د سیمې د سولې او ثبات لپاره خطرناک پرمختګ دی او کولی شي نوی ناورین وزېږوي.

نوموړي د شنبې په ورځ په اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د سرحدي تاوتریخوالو، د کډوالو د ستونزو او د متقابل باور د کمښت دوام د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پسې خرابولی شي او د سیمې امنیت له جدي ګواښ سره مخ کولی شي.

سراج الحق ټینګار وکړ، چې اسلام‌اباد او طالبان باید د متقابل درناوي، ډیپلوماتیکو اړیکو او د ولسي ګټو پر بنسټ د اختلافونو د حل لارې ولټوي، ځکه د تاوتریخوالي دوام به د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره ستر زیانونه ولري.

د نوموړي څرګندونې په داسې حال کې دي، چې طالبان وايي، په استانبول کې د پاکستاني پلاوي له لوري د همکارۍ د نشتوالي او «غېرمسولانه چلند» له امله د نومبر د ۶مې او ۷مې ناستې پایله ور نه‌کړه.

دوی له ترکیې او قطر څخه د منځګړیتوب لپاره مننه کړې او بیا یې ټینګار کړی، چې افغان خاوره هېڅوک د بل هېواد پر ضد نه‌شي کارولی.

امریکایي ځواکونو د اسراییل له دولت سره په ګډه د غزې د مرستو په برخه کې کار پیل کړی دی

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۷ GMT+۰
امریکایي ځواکونو د اسراییل له دولت سره په ګډه د غزې د مرستو په برخه کې کار پیل کړی دی
100%

د اسراییل یو امنیتي چارواکی وایي، چې امریکایي ځواکونه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوربند د پلان له مخې د غزې سیمې ته د مرستو د انتقال څارنه او همغږي په ګډه له اسراییل سره ترسره کوي.

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا په مشرۍ جوړ شوی د ملکي او پوځي همغږۍ مرکز به د غزې د مرستو د څارنې دنده له اسراییل څخه واخلي. د راپور له مخې، اسراییل به د دې بهیر برخه وي، خو وروستۍ پرېکړه به د ملکي او پوځي همغږۍ مرکز کوي چې کومې مرستې غزې ته داخلېږي او څنګه وېشل کېږي.

امنیتي چارواکي زیاته کړې، چې د اسراییل امنیتي ادارې لا هم د پالیسۍ، څارنې او ارزونې برخه دي او پرېکړې په ګډه کېږي او دا همغږي د ملکي او پوځي همغږۍ مرکزله خوا لا دمخه پیل شوې ده.

د امریکا د سفارت ویاند په بیت‌المقدس کې رویټرز ته ویلي، چې متحده ایالات د اسراییل او سیمه‌ییزو شریکانو سره په ګډه د ولسمشر د "تاریخي سوله‌ييز پلان" د عملي کولو په راتلونکو پړاوونو کار کوي. دا کار د بېړنیو بشري مرستو د وېش همغږي او د نورو جزییاتو تنظیم هم رانغاړي.

ویاند زیاته کړه، چې د امریکا د ملکي او پوځي همغږۍ مرکز د نورو مرسته‌کوونکو هېوادونو او ګډون‌کوونکو د ونډې له زیاتېدو خوښه ده، څو د غزې خلکو ته بشري مرسته ورسېږي.

ملګري ملتونه: په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول زیات شوي دي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۴ GMT+۰
ملګري ملتونه: په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول زیات شوي دي
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان په یوه ګډ راپور کې ویلي، چې د لړم له څلورمې تر لسمې پورې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو شمېر زیات شوی دی. د راپور له مخې، په دې موده کې ۷۷۶۴ افغان کډوال نیول شوي او بندیان شوي دي.

د دې سازمانونو راپور ښيي، چې په نیول شویو کسانو کې ۷۷ سلنه د افغانستان د تابعیت کارټ لرونکي یا بې‌اسناده کډوال دي او پاتې ۲۳ سلنه د نوم‌لیکنې سندونه لري.

په راپور کې راغلي، چې د نیول شویو کسانو ۸۶ سلنه په بلوچستان ایالت کې نیول شوي دي.

همداراز ویل شوي، چې د روان کال له پیل راهیسې تر ټولو ډېرې نیونې د بلوچستان په چاغي او کوټې ښارونو کې او همداراز د پنجاب په اټک کې ثبت شوې دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د اکټوبر میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې د افغانانو رضاکارانه ستنېدنه هم زیاته شوې او په دې موده کې له ۱۸ زرو ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

له نړۍوالو غبرګونونو سره سره، له هېواد څخه د افغان کډوالو اېستل دوام لري او د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه د روان کال د نومبر تر لومړۍ نیټې پورې له ۱.۶ میلیون څخه ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، چې په تېرو دوو کلونو کې د ۹۳ سلنه کډوالو د ستنېدو اصلي لامل د نیول کېدو وېره وه.