تېره ورځ پاکستان او ایران تر ۱۲زره ډېر افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ له پاکستان او ایران نه ۱۲۶۶۶ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. یاد کمېسیون ویلي، چې دغه کډوالو ته په بېلابېلو برخو کې خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
