• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په نوي ډیلي کې د امریکا سفارت له خپلو وګړو غوښتي چې د ګڼې ګوڼې له سیمو لرې واوسي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۶ GMT+۰

د هند په پلازمېنې نوي ډيلي کې سرې کلا سیاحتي سیمې ته نږدې تر یوې چاودنې وروسته امریکا سفارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې د ګڼې ګوڼي له سیمو، سرې کلا او چاندنې چوک څخه لرې واوسي. سفارت غوښتې، چې په په سیاحتي سیمو کې د ګرځېدو پرمهال خپل شاوخوا وڅاري.

د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې سرې کلا سیاحتي سیمې ته نږدې تر یوې چاودنې وروسته امریکا سفارت د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) خپلو وګړو ته په یوې خبرتیا کې له هغوی څخه غوښتي، چې «د سرې کلا، چاندنې سیمو ته مه نږدې کېږئ، له ګڼې ګوڼې لرې اوسئ، د ګرځېدو پر مهال خپل چاپېریال ته متوجه اوسئ.»

سفارت خپلو وګړو ته ویلي، په هغو ځایونو کې دې ډېر هوښیار واوسي چې سیلانیان ډېر وي.

دغې ادادرې امریکايي وګړو ته په سپارښتنو کې زیاته کړې، چې د تازه معلوماتو لپاره سیمه ییزې رسنۍ وڅارئ.

‏د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند پلازمېنه نوي ډیلي کې د نن ماښام چاودنې له امله د لومړنیو معلوماتو له مخې تر ۲۰ زیاتو کسانو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې.

‏هندي چارواکو تر دې دمه د دغې چاودنې د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو د دغه هېواد په څو ایالتونو کې سخت امنیتي تدابیر اعلان شوي دي.

ترویج لرونکی

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی
۱

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۲

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۳

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۴

چاودې شونډې، تنکي لاسونه او درانه کارونه؛ فرید د زده‌کړو پرځای د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي

۵

طالبانو په خوست کې دولتي مامورینو ته د ځیرک موبایلونو د ورسپارلو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

د هند په نوي ډیلي لال قلعې ته څېرمه چاودنې اته تنه ووژل

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۳ GMT+۰
د هند په نوي ډیلي لال قلعې ته څېرمه چاودنې اته تنه ووژل
100%

د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې چاودنې لږ تر لږه اته کسان وژلي دی. چاودنه سرې کلا سیاحتي سیمې ته نږدې په یوه موټر کې شوې، خو کره لامل یې لا څرګند نه دی. ټلویزیوني چینلونو راپور ورکړ چې لږ تر لږه ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.

په محلي رسنیو کې د سړک په اوږدو کې له څو موټرو پورته کېدونکی لوګی او اور لیدل کیږي او ښيي چې دا سیمه د میټرو تمځای ته نږدې ده.

د نوي ډيلي د اور وژنې مرستیال مشر وویل چې لږ تر لږه شپږ موټر او درې رکشې سوځېدلي، خو د اور وژنې ټیمونو اور مړ کړی دی.

ریډ فورټ، چې په هند کې یې د سرې کلا په نوم یادوي، د ۱۷ مې پېړۍ مغلي دورې کلا ده او ګڼ سیلانیان ورځي.

د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولا سارکوزي له زندان نه خوشې کیږي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۷ GMT+۰
د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولا سارکوزي له زندان نه خوشې کیږي
100%

د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولا سارکوزي له درې اونیز بند وروسته له زندان نه خوشې کېږي. ۷۰ کلن سارکوزي به د استیناف تر محکمې پورې تر سختو قضایي محدودیتونو لاندې وي او له فرانسې د وتلو اجازه نه لري.

پر سارکوزي د ۲۰۰۷کال ټاکنو د کمپاین د تمویل په تړاو د لیبيا له پخواني مشر معمر قذافي څخه د پیسو اخیستو په یوه دوسیه کې د ښکیلتیا تور لګېدلی و.

هغه ته د پنځو کلونو د بند سزا ورکړل شوې وه.

سارکوزي د پاریس له محکمې سره د ویډیو له لارې خبرې وکړې او خپل بند یې سخت او له ویرې ډکه تجربه وبلله، خو ویې ویل چې هېڅکله یې له قذافي څخه د پیسو غوښتلو «لیونی فکر» نه درلود.

د ده د خوشې کېدو غوښتنه د دولتي څارنوال له خوا ومنل شوه، خو امر ورته شوی چې د لیبيا دوسیې له شاهدانو سره اړیکه ونه نیسي.

سارکوزي، چې له ۲۰۰۷ کال نه تر ۲۰۱۲ پورې د فرانسې ولسمشر و، له دندې تر استعفا وروسته په پرله‌پسې توګه د فساد او د کمپاین د ناقانونه تمویل په قضیو کې تر پلټنو لاندې دی.

هغه له دویمې نړیوالې جګړې وروسته لومړنی فرانسوی پخوانی ولسمشر دی چې زنداني شوی.

تايلنډ د ماین چاودنې له امله له کمبوډيا سره د سولې تړون وځنډاوه

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۳ GMT+۰
تايلنډ د ماین چاودنې له امله له کمبوډيا سره د سولې تړون وځنډاوه
100%

د تايلنډ حکومت د سرحدي ګزمې پرمهال د ماین په چاودنه کې د خپلو دوو سرتېرو له ټپي کېدو وروسته له کمبوډیا سره د سولې تړون چارې ځنډولې دي. دغه تړون د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړتوب شوی دی.

د تایلنډ لومړي وزیر انوتین چارنویرکول وویل، « تر هغه چې وضعیت واضح نه شي، هر څه به، چې تر اوسه مو کړي دي، ودرول شي. هغه څه چې پېښ شول ښيي چې دښمني لا هم کمه شوې نه ده، نو موږ له دې ځایه مخکې نه شو تلای.»

د دواړو هیوادونو ترمنځ سرحدي شخړو په دې وروستیو کې د پراخې جګړې خطر پیدا کړ، خو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اوربند منځګړیتوب وکړ چې له جولای میاشتې راهیسې په پراخه کچه رعایت شوی دی.

د تايلنډ حکومت ویاند سریپونګ انګکاساکولکیت وویل، چې د ګډې اعلامیې چارې به وځنډول شي.

د اوربند راتلونکی ګام د تايلنډ له لوري د ۱۸ کمبوديايي سرتیرو خوشې کول دي. انګکاساکولکیت وویل چې اوس د دوی خوشې کول هم وځنډول شول.

د تايلنډ د دفاع وزیر نټافون نارکفانیت وویل، پوځ لا تر اوسه دا نه ده معلومه کړې چې چاودنه شوې، ماین تازه ایښودل شوی او که دا له پخوا پاتې شوی و.

تايلنډ او کمبوډيا له یوې پېړۍ راهیسې سرحدي شخړې لري.

له اوربند راهیسې، دواړو خواوو د ماینونو او وسلو د لرې کولو کار پیل کړی، خو تايلنډ لا هم کمبوډيا په ماین پاکولو کې په خنډ رامنځته کولو تورنوي.

روسیه وايي هند ته د پوتین د سفر لپاره چټک چمتووالی روان دی

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۴ GMT+۰
روسیه وايي هند ته د پوتین د سفر لپاره چټک چمتووالی روان دی
100%

کرملین د دوشنبې په ورځ وویل چې هند ته د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سفر لپاره «فعال چمتووالی» روان دی او دوی ددغه سفر مهمو پایلو ته هیله من دي. مسکو د دغه سفر په ترڅ کې د ممکنه توافقنامو په اړه جزئیات نه دي ور کړي.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ددوشنبې په ورځ په مسکو کې خبریالانو ته وویل، چې پوتین به د کال تر پایه هند ته سفر وکړي.

هغه وروستی ځل د۲۰۲۱ کال د ډسمبر په میاشت کې هند ته تللی و.

پسکوف وویل، « موږ اوس مهال د پوتین د هند د سفر لپاره په فعاله توګه چمتووالی نیسو».

نوموړي د دغه سفر په ترڅ کې د ممکنه توافقنامو په اړه نور جزئیات ورنه کړل.

د رویټرز د رپوټ له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي غوښتنه کړې چې د روسیې د نفتو پېرل ودروي.

هند د روسیې د نفتو په سترو پېرونکو کې شمېرل کیږي.

د سوریې حکومت د ولسمشر احمد الشرع د وژلو دوه توطیې شنډې کړې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۸ GMT+۰
د سوریې حکومت د ولسمشر احمد الشرع د وژلو دوه توطیې شنډې کړې
100%

د سوریې دوه لوړپوړو چارواکو ویلي، چې د ولسمشر احمد الشرع د وژلو په تړاو یې د داعـ.ــش دوه توطیې شنډې کړې دي. دغه پېښې داسې مهال دي، چې شرع د متحده ایالاتو په مشرۍ د یادې ډلې پر ضد له نړیوالې ټلوالې سره د یو ځای کېدو پلان لري.

د سوریې یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي رویټرز ته وویل چې یوې توطیې د ولسمشر د یوې اعلان شوې رسمي غونډې پر شاوخوا تمرکز درلود، خو د حساسیت له امله یې نور جزئیات ورنه کړل.

د سوریې د اطلاعاتو وزارت هم په دې اړه تبصره نه ده کړې.

دغه توطیې داسې مهال دي چې شرع د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د سپینې ماڼۍ په تاریخي لیدنه کې برخه اخلي، چې دا به د سوریې د ولسمشر لپاره لومړۍ لیدنه وي.

شرع، چې د تیر کال له ډسمبر راهیسې واکمن دی، هڅه کوي ځان د یوه منځلارې مشر په توګه وښيي او د نړیوال ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره د سوریې د بیا رغونې پروسې پرمخ بوځي.

شرع له تېرو څو لسیزو راهیسې د داعش پر ضد جګړه کړې ده.

د هغه حکومت تېره اونۍ په ټوله سوریه کې د داعش شبکو پر ضد عملیات وکړل او شاوخوا ۷۰ مشکوک کسان یې ونیول.

شرع مخکې د «هیئت تحریر الشام» مشر و، چې پخوا یې له القاعدې سره تړون درلود، خو په ۲۰۱۶ کې یې دغه اړیکې پرې کړې او له داعش سره یې سختې جګړې وکړې.

د هغه حکومت د امریکا له پوځ سره د داعش پر ضد د همکارۍ په حال کې دی، خو په ایتلاف کې ګډون به یې د همکارۍ کچه نوره هم لوړه کړي. دغه ګام د امریکا د قانون جوړوونکو باور ترلاسه کولو لپاره هم مهم ګڼل کېږي، چې د سوریې پر ضد پاتې بندیزونه لرې شي.

داعش هڅه کوي له لویدیځ سره د شرع د اړیکو پراختیا او په حکومت کې د ټولو مذهبي ډلو ګډون د اسلام خلاف وښيي. په دې وروستیو کې د دمشق په یوه کلیسا کې د ځانمرګي برید له امله ۲۵ کسان ووژل شول، چې حکومت یې پړه پر داعش واچوله.