• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سوریې حکومت د ولسمشر احمد الشرع د وژلو دوه توطیې شنډې کړې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۸ GMT+۰

د سوریې دوه لوړپوړو چارواکو ویلي، چې د ولسمشر احمد الشرع د وژلو په تړاو یې د داعـ.ــش دوه توطیې شنډې کړې دي. دغه پېښې داسې مهال دي، چې شرع د متحده ایالاتو په مشرۍ د یادې ډلې پر ضد له نړیوالې ټلوالې سره د یو ځای کېدو پلان لري.

د سوریې یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي رویټرز ته وویل چې یوې توطیې د ولسمشر د یوې اعلان شوې رسمي غونډې پر شاوخوا تمرکز درلود، خو د حساسیت له امله یې نور جزئیات ورنه کړل.

د سوریې د اطلاعاتو وزارت هم په دې اړه تبصره نه ده کړې.

دغه توطیې داسې مهال دي چې شرع د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د سپینې ماڼۍ په تاریخي لیدنه کې برخه اخلي، چې دا به د سوریې د ولسمشر لپاره لومړۍ لیدنه وي.

شرع، چې د تیر کال له ډسمبر راهیسې واکمن دی، هڅه کوي ځان د یوه منځلارې مشر په توګه وښيي او د نړیوال ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره د سوریې د بیا رغونې پروسې پرمخ بوځي.

شرع له تېرو څو لسیزو راهیسې د داعش پر ضد جګړه کړې ده.

د هغه حکومت تېره اونۍ په ټوله سوریه کې د داعش شبکو پر ضد عملیات وکړل او شاوخوا ۷۰ مشکوک کسان یې ونیول.

شرع مخکې د «هیئت تحریر الشام» مشر و، چې پخوا یې له القاعدې سره تړون درلود، خو په ۲۰۱۶ کې یې دغه اړیکې پرې کړې او له داعش سره یې سختې جګړې وکړې.

د هغه حکومت د امریکا له پوځ سره د داعش پر ضد د همکارۍ په حال کې دی، خو په ایتلاف کې ګډون به یې د همکارۍ کچه نوره هم لوړه کړي. دغه ګام د امریکا د قانون جوړوونکو باور ترلاسه کولو لپاره هم مهم ګڼل کېږي، چې د سوریې پر ضد پاتې بندیزونه لرې شي.

داعش هڅه کوي له لویدیځ سره د شرع د اړیکو پراختیا او په حکومت کې د ټولو مذهبي ډلو ګډون د اسلام خلاف وښيي. په دې وروستیو کې د دمشق په یوه کلیسا کې د ځانمرګي برید له امله ۲۵ کسان ووژل شول، چې حکومت یې پړه پر داعش واچوله.

ترویج لرونکی

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی
۱

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۲

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۳

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۴

چاودې شونډې، تنکي لاسونه او درانه کارونه؛ فرید د زده‌کړو پرځای د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي

۵

طالبانو په خوست کې دولتي مامورینو ته د ځیرک موبایلونو د ورسپارلو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

چین د نادرو منرالونو د صادراتو د قوانینو د اسانه کولو هڅه کوي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۰ GMT+۰
چین د نادرو منرالونو د صادراتو د قوانینو د اسانه کولو هڅه کوي
100%

د چین حکومت د نادرو منرالونو د صادراتو د قوانینو د اسانه کولو پر نوي میکانیزم کار پیل کړی، خو د راپورونو له مخې، دغه بدلونونه به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هيلو په کچه پراخ نه وي.

د رويټرز د راپور له‌مخې، د چین د سوداګرۍ وزارت ځینو صادرونکو ته ویلي چې دوی کولای شي په راتلونکې کې د نویو ساده شويو جوازونو لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړي. دغه جوازونه به د یو کال لپاره اعتبار ولري او ښايي د صادراتو حجم زیات کړي.

چین دا مهال د نړۍ له ۹۰ سلنه ډېر نادر منرالونه او مقناطیسي مواد تولیدوي، چې د موټرو، برېښنايي وسایلو او نظامي تجهیزاتو په جوړولو کې حیاتي رول لري. له همدې امله د دې موادو صادرات د بېجینګ لپاره د واشنګټن پر وړاندې د اقتصادي فشار یوه مهمه وسیله بلل کېږي.

دا بدلونونه وروسته له هغه راځي، چې د ولسمشر ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جین پینګ ترمنځ د نادرو منرالونو د صادراتو په اړه موقتي هوکړه وشوه او چین ومنله چې د تېر اکتوبر محدودیتونه د یو کال لپاره وځنډوي.

د اروپايي اتحادیې د شرکتونو له لوري تر اوسه شاوخوا ۲،۰۰۰ غوښتنلیکونه وړاندې شوي، چې یوازې نیمايي یې منل شوي دي.

ترکيه هڅه کوي چې د غزې په تونلونو کې بند پاتې ۲۰۰ ملکي وګړو ته د خوندي تګ لار برابره کړي

۱۸ لړم ۱۴۰۴ - ۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۸ GMT+۰
ترکيه هڅه کوي چې د غزې په تونلونو کې بند پاتې ۲۰۰ ملکي وګړو ته د خوندي تګ لار برابره کړي
100%

يوه لوړپوړي ترکي چارواکي د يکشنبې په ماښام وويل، چې ترکيه هڅه کوي د غزې په تونلونو کې بند پاتې نږدې ۲۰۰ملکي وګړي خوندي وباسي. دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د یوه اسراییلي سرتېري جسد له یوې لسیزې وروسته اسراییل ته سپارل شوی دی.

حماس تر دې وړاندې ويلي وو، چې د اسرایيل تر کنټرول لاندې د رفح سيمه کې جنګيالي به اسراییل ته تسليم نه شي او له منځګړو هېوادونو يې غوښتنه وکړه، چې د هغه کړکېچ لپاره حل ومومي چې د يو مياشتني اوربند دوام ګواښي.

اسراییل د یکشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې وویل، چې د ۲۰۱۴ کال د اسرایيل–حماس جګړې پر مهال په يوه کمين کې یې د وژل شوي پوځي افسر حدر ګولډين جسد د سره صلیب له لارې ترلاسه کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ترکیې لوړپوړي چارواکي بیا ویلي: «ترکيې د حدر ګولډين جسد له ۱۱ کلونو وروسته د سختو هڅو په پایله کې اسرایيل ته بېرته وسپاره، کوم چې د حماس د اوربند پر ژمنتيا څرګند انعکاس کوي.»

هغه زياته کړه: «په عين وخت کې موږ هڅه کوو چې د غزې نږدې ۲۰۰ملکي وګړو ته چې دا مهال په تونلونو کې بند پاتې دي، د خوندي تګ لار برابره کړو.»

د یادولو ده، چې ترکيه د اسراییل او حماس ترمنځ د تېرې مياشتې د اوربند د موافقې لاسليک‌کوونکې وه، هغه چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ ترسره شو. دغه هېواد له حماس ډلې سره نږدې اړيکې لري او په غزه کې یې د اسراییل پر پوځي عملياتو سختې نيوکې کړې دي.

په سلواکیا کې د دوو رېل‌ګاډو د ټکر له امله لسګونه کسان ټپیان شوي دي

۱۸ لړم ۱۴۰۴ - ۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۷ GMT+۰
په سلواکیا کې د دوو رېل‌ګاډو د ټکر له امله لسګونه کسان ټپیان شوي دي
100%

د سلواکیا په پلازمېنه براتیسلاوا ته نږدې د دوو رېل‌ګاډو د ټکر له امله لسګونه کسان ټپیان شوي دي. دا پېښه د یکشنبې په ورځ (د لړم په ۱۸مه) د براتیسلاوا او پزینوک ښار ترمنځ د رېل په مسیر کې رامنځته شوې ده.

د چارواکو په وینا، د ټپیانو حالت د اندېښې وړ نه دی، خو لږ تر لږه ۱۱ کسان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي. د سلواکیا د کورنیو چارو وزیر ماتوش سوتای استوک ویلي، چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې یو رېل د بل رېل له شا څخه ورسره ټکر وکړ.

نوموړي په یوې خبري ناسته کې څرګنده کړه، چې په پېښه کې څوک نه دي مړه شوي.

له سیمې څخه یوه مساپر رسنیو ته ویلي، چې د ټکر غږ «یوې سترې چاودنې» ته ورته و.

پولیسو د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ ویلي، هېڅ یو له رېلونو څخه له پټلۍ نه دی وتلی. دا د تېرې یوې میاشتې په موده کې په سلواکیا کې د رېلونو دویم ټکر دی. د تلې په وروستیو کې هم د سلواکیا په ختېځ کې د دوو رېلونو د ټکر له امله له ۹۰ زیات کسان ټپیان شوي وو.

د ټرمپ د مستند فلم د اېډیټ پر سر د نیوکو له امله د بي‌بي‌سي مشر استعفا وکړه

۱۸ لړم ۱۴۰۴ - ۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۲ GMT+۰
د ټرمپ د مستند فلم د اېډیټ پر سر د نیوکو له امله د بي‌بي‌سي مشر استعفا وکړه
100%

د بي‌بي‌سي لوی مشر او د خبرونو مسوولې د یکشنبې په ورځ له دندې استعفا وکړه. دغه پرېکړه له هغې وروسته وشوه، چې پر دې برېتانوي رسنۍ د دریځ نیولو او د ټرمپ د مستند فلم د اېډیټ کولو په تړاو نیوکې زیاتې شوې.

بي‌بي‌سي له هغه وروسته تر سختو نیوکو لاندې راغله، چې د اخلاقي او مسلکي معیارونو پخواني سلاکار ډیلي تېلګراف ورځپاڼې ته یو راپور لیک کړ. په دغه راپور کې ویل شوي وو، چې بي‌بي‌سي د اسراییل – حماس جګړې، د ټرانسجندر مسایلو او د ټرمپ د وینا په پوښښ کې د بې‌طرفۍ له معیارونو سرغړونه کړې ده.

سپینې ماڼۍ بي‌بي‌سي ته وروسته له هغه “د تبلیغاتو ماشین” وویل، چې څرګنده شوه د دې شبکې «Panorama» پروګرام د ټرمپ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ د ۶مې وینا دوه جلا برخې سره نښلولې وې، څو داسې ښکاره شي چې هغه د کانګرس پر لور د تاوتریخوالي هڅونه کوي.

د بي‌بي‌سي مشر ټیم ډېوي چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې یې د یادې ادارې مشري کوله، ویلي دي چې دغه پرېکړه یې “له ډېر فکر” وروسته وکړه.
نوموړي زیاته کړه، چې پر هغه شخصي او مسلکي فشارونه په «دې تودو او د شخړو ډکو حالاتو» کې ډېر زیات شوي وو.

له دې سره هم مهاله د بي‌بي‌سي د خبرونو اجراییه مشرې هم استعفا وکړه.

بي‌بي‌سي چې د نړۍ یو له تر ټولو پخوانۍ او با‌اعتباره رسنۍ څخه ده، په وروستیو کلونو کې د بې‌پلوۍ په اړه له پراخو پوښتنو سره مخ ده.
یو لیک شوی داخلي راپور ښيي، چې د بي‌بي‌سي العربیه د غزې جګړې په پوښښ کې د اسراییل پر ضد تعصب ښودلی و.

اتریش یو ځل بیا یو افغان پناه غوښتونکی کابل ته استولی

۱۸ لړم ۱۴۰۴ - ۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۹ GMT+۰
اتریش یو ځل بیا یو افغان پناه غوښتونکی کابل ته استولی
100%

اتریش د کډوالۍ په برخه کې خپله سخته تګلاره دوامداره ساتلې او یو ځل بیا یې یو افغان وګړی افغانستان ته اخراج کړی دی. نوموړي په ویانا کې د نشه‌یي توکو د پلورنې هڅه کړې وه، خو پولیسو نیولی و او په مارچ میاشت کې محکوم شوی و.

دا د طالبانو د واکمنۍ له بیا ټینګېدو وروسته دویم ځل دی چې اتریش کابل ته افغانان استوي.

د اتریش د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کس چې په۱۹۹۲ کال کې زېږېدلی دی، د یکشنبې پر سهار له استانبول څخه کابل ته ولېږدول شو. نوموړي په ویانا کې د نشه‌یي توکو د پلورنې هڅه کړې وه، خو پولیسو نیولی و او په مارچ میاشت کې محکوم شوی و.

وزارت ویلي، دا پرېکړه د اتریش د بهرنیانو او پناه غوښتنې فدرالي ادارې (BFA) او د طالبانو له چارواکو سره په نږدې همغږۍ، شوې ده.

کرونن څایتونګ ویلي، دا دویم ځل دی چې اتریش له ۲۰۲۱ کال وروسته یو څوک افغانستان ته بېرته لېږي.

لومړۍ پېښه د اکتوبر په پای کې وه او یو افغان، چې د جنسي تېري او فزیکي برید په جرم محکوم شوی و، له څلور کلن بند وروسته افغانستان ته واستول شو.

اتریش سږکال په ټولیز ډول خپلې د اخراج کړنلارې سختې کړې دي. له شلو کلونو وروسته یې یو سومالیايي وګړی هم شړلی دی او څو سوریایان یې هم بېرته خپل هېواد ته استولي دي.

د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګېرهارد کارنر ویلي، د افغانستان او سوریې په اړه نورې ورته پرېکړې هم چمتو کېږي.

افغانستان ته د شړلو موضوع له سیاسي او حقوقي پلوه ډېره لانجمنه ده، ځکه کابل اوس د طالبانو تر واک لاندې دی.

سره له دې، یوازې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې په اتریش کې د نږدې ۴۰۰۰ افغانانو د پناه غوښتنې منل شوې دي چې د منلو کچه یې ۷۶ سلنه ګڼل کیږي. په ځانګړي ډول ښځې چې مخکې یې فرعي خوندیتوب درلود، اوس د اروپايي قوانینو له مخې زیاتره کولای شي بشپړه سیاسي پناه ترلاسه کړي.

د اتریش صدراعظم کریستیان شتوکر د لومړۍ شړنې پر مهال ویلي و، «موږ د اتریش د خلکو ساتنه کوو، نه د بهرنیو مجرمانو».

د اتریش د کورنیو چارو وزیر هم ټینګار کړی چې دا یوازې پیل دی او نور ګامونه به هم اخیستل کېږي.