• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

منظور پشتین: د ناامنیو بنسټګر پوځ ته سیاسي او قانوني خوندیتوب ور کول کیږي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۳ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د پاکستان په مشرانو جرګه کې ددغه هېواد د ۲۷ قانوني ترمیم د تصویب په غبرګون کې ویلي، چې یو خوا پښتونخوا تر ټولو ناامنه ده او بل ددې ناامنیو بنسټګر پوځ ته د سیاسي او قانوني خوندیتوب ورکولو هڅې کیږي.

منظور پشتین د دوشنبې په ورځ پر فیسبوک ولیکل، چې د پښتنو په سیمو کې د کورونو، جوماتونو، ښوونځیو، مارکیټونو او مدرسو پر ړنګولو او بې حرمتۍ یو شمېر خبریالانو نه یوازې دا، چې څیړنې نه دي کړې، «بلکې له څیړنو پرته د پوځ له تېریو سره ولاړ دي».

نوموړي ویلي، چې پارلماني ګوندونه په راتلونکي کې د اقتدار خوب ویني او په همدې موخه لوی درستیز ته د ۲۷ قانوني ترمیم له لارې نوي واکونه ور کوي، خو دده په وینا، له دې وړاندې هم ځینو ګوندونو دا ډول کار کړی و او د جنرال باجوه کاري موده یې غځولې وه، خو پایلې یې برعکس وې.

نوموړي د پاکستان د پوځ لوی درستیز پر پښتنو او بلوڅ قومونو تېری کوونکی بللی دی.

منظور پشتین وايي، « د پنجاب سیاستوال هغه د عمر تر پایه لوی درستیز له دې امله جوړول غواړي چې د پښتنو پر وړاندې د رنجیت سنګ تاریخ ژوندی وساتي».

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د تیري او جبر پالیسیو پر وړاندې «محکوم او مظلوم خلک» سر نه ټیټوي.

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

د خیبر پښتونخوا یو شمیر سوداګرو د تورخم لارې د پرانېستلو غوښتنه کړې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۵ GMT+۰
د خیبر پښتونخوا یو شمیر سوداګرو د تورخم لارې د پرانېستلو غوښتنه کړې
100%

د خیبرپښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په په لنډي کوتل کې یو شمیر سوداګرو د یوې غونډې په ترڅ کې د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې تورخم لاره د سوداګرۍ او مساپرو پرمخ پرانیزي. سوداګرو وویل، چې د تورخم لارې د بندېدو له امله سوداګر او مساپر له سختو ستونزو سره مخ دي۔

یو شمیر سوداګرو، د ټرانسپورټ د برخې مسوولانو او د سوداګرۍ اتحادیې غړو نن دوشنبې په ورځ، د لړم ۱۹مه د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل سیمه کې په یوه غونډه کې وویل، چې د تورخم لارې د بندېدو له امله د سیمې خلک بې‌روزګاره شوي او لسګونه پاکستاني مساپر په افغانستان کې بند پاتې دي.

سوداګرو د دواړو هېوادونو له چارواکو وغوښتل، چې د مذاکراتو له لارې دې د تورخم لاره ژر تر ژره په بشپړ ډول پرانیزي.

د غونډې ګډونوالو وویل چې د تورخم سوداګریزې لارې تړل کېدو له امله د دواړو غاړو پښتانه له ستونزو سره مخ دي او د مساپرو ترځنګ سلکونه بار وړونکي موټر په داوړو خواو کې بند پاتې دي.

دوی همدراز خبرداری ورکړ، چې که په درې ورځو کې لاره خلاصه نشي نو په دې اړه به یوه جرګه وکړي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له جګړو وروسته پاکستان له افغانستان سره ټولې سوداګریزې لارې وتړلې خو د تورخم دروازه څو ورځې وړاندې یوازې له پاکستان نه د اېستل کېدونکو افغان کډوالو پر مخ پراخېستل شوې ده.

لاره لا هم له افغانستان نه پاکستان ته د تلونکو کسانو پر مخ بنده ده.

په دواړو خواوو کې سوداګر، محصلان، ناروغان او عام خلک د لارې بندېدو له امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

کوهاټ کې افغان کډوالو شکایت کړی چې ښاروالۍ یې د پڼډغالي سولر سیسټم په خپله ولکه کې اخیستی

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۰ GMT+۰
کوهاټ کې افغان کډوالو شکایت کړی چې ښاروالۍ یې د پڼډغالي سولر سیسټم په خپله ولکه کې اخیستی
100%

د خېبر پښتونخوا ایالت کوهاټ ولسوالۍ کې د افغان کډوالو په کمپ کې د برېښنا د برابرولو لپاره د یونسېف لخوا لګول شوي د لمریزې انرژۍ سیسټمونه د ښاروالۍ ځایي چارواکو له خوا په خپله ولکه کې اخیستي. افغان کډوال وایي، دې اقدام د دوی د برېښنا اسانتیاوې اغېزمنې کړي دي.

په کوهاټ کې د ښاروالۍ چارواکو په وینا، دغه چاره یې د افغان کمېشنرۍ په لارښوونه او د کمپ د نظم او مدیریت د ښه والي لپاره ترسره کړې ده. دوی ویلي چې دا اقدام د کمپ د ژوند شرایطو په ښه کولو کې مرسته کوي.

خو افغان کډوالو د دې پرېکړې پر ضد غبرګون ښودلی او ټینګار یې کړی چې سولر سیسټم د ژورو څاه ګانو لپاره حیاتي برېښنا چمتو کوي او د دوی د ورځني ژوند لپاره ډېره مهمه سرچینه ده.

یو شمېر کډوالو ویلي، هیله لري چې د دوی اړتیاوې په پام کې ونیول شي او د ژوند بنسټیزې اسانتیاوې یې خوندي پاتې شي.

د پښتونخوا اعلی وزیر: قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو په نوم ناسمې پالیسۍ راته د منلو وړ ندي

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۲ GMT+۰
د پښتونخوا اعلی وزیر: قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو په نوم ناسمې پالیسۍ راته د منلو وړ ندي
100%

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدی وایي، چې په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو د کړاوونو په اړه له نورو دير ښه پوهیږي او د پوځي عملیاتو په نوم ناسمي پالیسۍ ورته د منلو وړ نه دي.

سهیل اپریدي په یوه بیان کې د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو په اړه سختې نیوکې کړې او وايي، هغه تګلارې کې چې د یاد ایالت د اوسیدونکو په ګټه نه وي، نه يي مخکې منلي او نه به یې اوس ومني.

نوموړي د خپلو خبرو پرمهال زیاته کړې:«امنیتي ځواکونو زموږ په جوماتونو کې سپي تړل. کله چې به موږ ورتللو او‌ ویل به مو چې دا د جومات سپکاوی دی، نو هغوی به ویل، چې د سپیانو او ستاسو حیثیت یو دی.»

نوموړي دا څرکندونې پر داسې مهال کړې، چې څو ورځې وړاندې د خیبر پښتونخوا د تیرا سلګونو اوسیدونکو د یوې غونډې پر مهال په یاده سیمه کې له پوځي عملیاتو سره مخالفت ښودلی و او‌پرېکړه یې کړې وه، چې له خپلې سیمې به کډه نشي.

د پوځي عملیاتو خلاف؛ خېبر پښتونخوا کې ایالتي حکومت راتلونکې اونۍ قومي جرګه رابللې

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۱۷ GMT+۰
د پوځي عملیاتو خلاف؛ خېبر پښتونخوا کې ایالتي حکومت راتلونکې اونۍ قومي جرګه رابللې
100%

د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت اعلان کړی، چې د نومبر پر ۱۲مه نېټه به د دغه ایالت د خرابېدونکي امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره د سولې جرګه راوبولي. د دغه جرګې موخه په یاد ایالت کې د پوځي عملیاتو مخالفت بلل شوی او مرکزي حکومت هم په‌کې د ګډون بلنه منلې.

د خیبر پښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ مشر بابر سلیم سواتي د پنجشنبې په ورځ د (لړم ۱۵مه) په پېښور کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند له یوشمېر سیمه‌ییزو مشرانو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې په دغه ایالت کې به هېڅ ډول نویو پوځي عملیاتو ته اجازه ورنه کړل شي.

سواتي زیاته کړه، اسمبلۍ په تېرو دوو میاشتو کې د قانون او نظم پر وضعیت مفصل بحثونه کړي او دې پایلې ته رسېدلې، چې هر نوی جګړه‌ییز اقدام به د خلکو کړاوونه نور هم زیات کړي.

هغه وویل: « که څه هم امنیتي وضعیت اندېښمنوونکی دی؛ خو هره پرېکړه باید زموږ په سلا او موافقه وشي.» د نوموړي په خبره؛ ټول سیاسي ګوندونه په دې سلا شوي، چې یوه پارلماني امنیتي کمېټه دې جوړه شي او د سولې یوه پراخه جرګه دې راوبلل شي چې په‌کې ټول ګوندونه برخه ولري.

د سواتي په وینا: «موږ پرېکړه کړې، چې د جرګې له پای ته رسېدو وروسته به له اړوندو چارواکو سره وګورو؛ څو ډاډ ترلاسه کړو چې د خلکو اندېښنې واورېدل شي.» هغه ټینګار وکړ، چې باید هېڅ سیاسي غږ چوپ نه‌شي او د دوی موخه دا ده چې د خلکو او ادارو ترمنځ د باور وړ اړیکې رامنځته کړي.

هغه وایي، د ټولو سیاسي ګوندونو استازي، د مدني ټولنې غړي، وکیلان او خبریالان دغې جرګې ته ور بلل کېږي. د خېبر پښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ مشر زیاته کړه: «زموږ خلک په هرو پوځي عملیاتو کې ځورېدلي دي؛ دا ځل باید د هغوی غږ د راتلونکي لوری وټاکي.»

د یاد ایالت اطلاعاتو ځانګړي سلاکار شفیع جان وویل، چې د سولې ټینګښت دوی د ایالتي حکومت تر ټولو ستره ننګونه ده. هغه تایید کړه، چې د ایالت والي او ټول سیاسي مشران به د نومبر پر ۱۲مه د سولې جرګې ته ور وبلل شي. د هغه په خبره: «د پارلماني امنیتي کمېټې د کار چوکاټ به د ټولو ګوندونو د وړاندیزونو پر بنسټ جوړېږي.»

د تحریک انصاف ګوند ایالتي مشر علي اصغر وایي، دغه جرګه له پخوانیو غونډو سره بنسټیز توپیر لري؛ ځکه «دا ځل یې د اسمبلۍ مشر مشري کوي؛ څو د ټولو ګوندونو ګډون یقیني شي.»

هغه وویل: «موږ ټولو ګوندونو ته بلنې استولې دي؛ ځکه امنیتي اندېښنې د ټول ایالت د اوسېدونکو ګډه ستونزه ده. پوځي عملیات یوازې بې‌کوره‌توب او د خلکو کړاوونه زیاتوي.»

په همدې حال کې د مرکزي حکومت د قبایلي او ایالتي چارو وزیر امیر مقام په اسلام‌اباد کې اعلان وکړ، چې د پاکستان مرکزي حکومت د تحریک انصاف بلنه منلې او په جرګه کې به برخه واخلي. نوموړي دا خبره د تحریک انصاف ګوند له یوه مشر اسد قیصر سره په ګډه خبري ناسته کې وکړه.

اسد قیصر په غونډه کې وویل: «موږ خپلې غوښتنې له مرکزي حکومت سره شریکې کړې دي او له دوی منندوی یو، چې زموږ بلنه یې ومنله.» هغه غوښتنه وکړه، چې دایمي ثبات لپاره باید د یوې واحدې تګلارې چوکاټ جوړ شي.

دغه جرګه داسې مهال جوړېږي، چې په خېبر پښتونخوا کې ورځ تر بلې نا امنۍ زور اخیستی او هره ورځ د «ټي‌ټي‌پي» جنګیالي له پاکستاني پوځیانو سره په بېلابېلو سیمو کې په نښتو اخته وي. د پاکستان مرکزي حکومت او پوځ په خېبر پښتونخوا کې له تېرې یوې لسیزې راهیسې پر واکمن ګوند تحریک انصاف تور پورې کوي، چې په لوی لاس یې د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والو ته په دغه ایالت کې د نا امنۍ زمینه برابره کړې؛ خو د یاد ګوند مشران بیا دا پړه پر پورځ او مرکزي حکومت اچوي. د تحریک انصاف مشران وایي، د پاکستان د پوځ او مرکزي حکومت د ناسمو تګلارو له کبله پښتونخوا د نا امنۍ په اور کې سوځي.

د پښتونخوا امن جرګه؛ تحریک انصاف ګوند د پاکستان فدرالي حکومت ته د ګډون بلنه ورکړه

۱۶ لړم ۱۴۰۴ - ۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۲ GMT+۰
د پښتونخوا امن جرګه؛ تحریک انصاف ګوند د پاکستان فدرالي حکومت ته د ګډون بلنه ورکړه
100%

تحریک انصاف ګوند د پښتونخوا په امن جرګې کې د ګډون لپاره فدرالي حکومت ته بلنه ورکړه. د پاکستان د سرحدونو او قبایلو چارو فدرالي وزیر امیر مقام ویلي، چې «ټول باید سره کېني او د سولې لپاره کار وکړي. تر دې وړاندې هم موږ خپل اختلافات هېر کړي وو او د سولې په جرګه کې مو ګډون کړی و.»

له بل پلوه د تحریک انصاف ګوند یو مخکښ غړي جنید اکبر ویلي:« موږ د سولې جرګه رابلو او غواړو، چې ټول په ګډه پرېکړه وکړي. موږ غواړو، چې په پښتونخوا کې ټول ښکېل اړخونه په ګډه کار وکړي.»

هاخوا د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مرکزي غړي او د ملي اسمبلۍ پخواني مشر اسد قیصر ویلي، چې پر ډیورنډ کرښه د ناامنۍ کنټرول د هیڅ یوې ډلې مسله نه‌ده؛ بلکې دغه موضوع له سیاست ور هاخوا ده. هغه غواړي، چې ټول ښکېل اړخونه په ګډه پرېکړه وکړي او د ستونزې د حل لپاره سره راټول شي.
تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا حکومت اعلان کړی و، د روانې نومبر میاشتې په ۱۲مه به د سولې یوه پراخه جرګه راوغواړي چې په‌کې به د سیاسي ګوندونو مشران، ایالتي پخواني سر وزیران، مدني فعالان او وکیلان د امنیتي وضعیت او دایمي سولې د تګلارو پر سر سلامشورې وکړي.

د سولې جرګې د جوړېدو پرېکړه د ایالتي مجلس له لوري د روانې میاشتې په پیل کې د جوړې شوې ځانګړې پارلماني کمېټې په لومړۍ ناسته کې وشوه. دغه کمېټه د سولې او د ترهګرۍ ضد هڅو د همغږۍ لپاره رامنځته شوې ده.