د خیبر پښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ مشر بابر سلیم سواتي د پنجشنبې په ورځ د (لړم ۱۵مه) په پېښور کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند له یوشمېر سیمهییزو مشرانو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې په دغه ایالت کې به هېڅ ډول نویو پوځي عملیاتو ته اجازه ورنه کړل شي.
سواتي زیاته کړه، اسمبلۍ په تېرو دوو میاشتو کې د قانون او نظم پر وضعیت مفصل بحثونه کړي او دې پایلې ته رسېدلې، چې هر نوی جګړهییز اقدام به د خلکو کړاوونه نور هم زیات کړي.
هغه وویل: « که څه هم امنیتي وضعیت اندېښمنوونکی دی؛ خو هره پرېکړه باید زموږ په سلا او موافقه وشي.» د نوموړي په خبره؛ ټول سیاسي ګوندونه په دې سلا شوي، چې یوه پارلماني امنیتي کمېټه دې جوړه شي او د سولې یوه پراخه جرګه دې راوبلل شي چې پهکې ټول ګوندونه برخه ولري.
د سواتي په وینا: «موږ پرېکړه کړې، چې د جرګې له پای ته رسېدو وروسته به له اړوندو چارواکو سره وګورو؛ څو ډاډ ترلاسه کړو چې د خلکو اندېښنې واورېدل شي.» هغه ټینګار وکړ، چې باید هېڅ سیاسي غږ چوپ نهشي او د دوی موخه دا ده چې د خلکو او ادارو ترمنځ د باور وړ اړیکې رامنځته کړي.
هغه وایي، د ټولو سیاسي ګوندونو استازي، د مدني ټولنې غړي، وکیلان او خبریالان دغې جرګې ته ور بلل کېږي. د خېبر پښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ مشر زیاته کړه: «زموږ خلک په هرو پوځي عملیاتو کې ځورېدلي دي؛ دا ځل باید د هغوی غږ د راتلونکي لوری وټاکي.»
د یاد ایالت اطلاعاتو ځانګړي سلاکار شفیع جان وویل، چې د سولې ټینګښت دوی د ایالتي حکومت تر ټولو ستره ننګونه ده. هغه تایید کړه، چې د ایالت والي او ټول سیاسي مشران به د نومبر پر ۱۲مه د سولې جرګې ته ور وبلل شي. د هغه په خبره: «د پارلماني امنیتي کمېټې د کار چوکاټ به د ټولو ګوندونو د وړاندیزونو پر بنسټ جوړېږي.»
د تحریک انصاف ګوند ایالتي مشر علي اصغر وایي، دغه جرګه له پخوانیو غونډو سره بنسټیز توپیر لري؛ ځکه «دا ځل یې د اسمبلۍ مشر مشري کوي؛ څو د ټولو ګوندونو ګډون یقیني شي.»
هغه وویل: «موږ ټولو ګوندونو ته بلنې استولې دي؛ ځکه امنیتي اندېښنې د ټول ایالت د اوسېدونکو ګډه ستونزه ده. پوځي عملیات یوازې بېکورهتوب او د خلکو کړاوونه زیاتوي.»
په همدې حال کې د مرکزي حکومت د قبایلي او ایالتي چارو وزیر امیر مقام په اسلاماباد کې اعلان وکړ، چې د پاکستان مرکزي حکومت د تحریک انصاف بلنه منلې او په جرګه کې به برخه واخلي. نوموړي دا خبره د تحریک انصاف ګوند له یوه مشر اسد قیصر سره په ګډه خبري ناسته کې وکړه.
اسد قیصر په غونډه کې وویل: «موږ خپلې غوښتنې له مرکزي حکومت سره شریکې کړې دي او له دوی منندوی یو، چې زموږ بلنه یې ومنله.» هغه غوښتنه وکړه، چې دایمي ثبات لپاره باید د یوې واحدې تګلارې چوکاټ جوړ شي.
دغه جرګه داسې مهال جوړېږي، چې په خېبر پښتونخوا کې ورځ تر بلې نا امنۍ زور اخیستی او هره ورځ د «ټيټيپي» جنګیالي له پاکستاني پوځیانو سره په بېلابېلو سیمو کې په نښتو اخته وي. د پاکستان مرکزي حکومت او پوځ په خېبر پښتونخوا کې له تېرې یوې لسیزې راهیسې پر واکمن ګوند تحریک انصاف تور پورې کوي، چې په لوی لاس یې د «ټيټيپي» وسلهوالو ته په دغه ایالت کې د نا امنۍ زمینه برابره کړې؛ خو د یاد ګوند مشران بیا دا پړه پر پورځ او مرکزي حکومت اچوي. د تحریک انصاف مشران وایي، د پاکستان د پوځ او مرکزي حکومت د ناسمو تګلارو له کبله پښتونخوا د نا امنۍ په اور کې سوځي.