اڅکزی وايي چې اوسني پاکستاني چارواکي له افغانستان نه د انګرېزانو په څېر غوښتنې کوي

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی وايي، د پاکستان اوسني چارواکي د انګریزانو پر پله روان دي او له افغانستان نه د ډیورنډ کرښې منل او د اسلام اباد تر اغیز لاندې د افغان بهرنۍ پالیسۍ راوستل غواړي. هغه پاکستاني چارواکو ته د « جاهل» خطاب کړی، چې د دوستۍ په هنر نه پوهیږي.

اڅکزی وايي، د اسلام اباد درېیمه غوښتنه داده، چې په کابل کې مرکزي حکومت د اسلام اباد تر حکمونو لاندې عمل وکړي.