• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متقي وايي چې له ګاونډیانو سره د نه مداخلې او متقابل درناوي پر بنسټ اړیکي ساتي

۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۷ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر یرمیک کوشربایف سره د ټیلیفوني اړیکې پر مهال ټینګار کړی، چې دغه ډله غواړي له خپلو ګاونډیانو او سیمه‌ییزو شریکانو سره د نه مداخلې، متقابل درناوي او رغنده تعامل پر بنسټ اړیکې وساتي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن سې شنبه، د لړم ۲۰مه، وویل، چې ددې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر یرمیک کوشربایف سره د ټیلیفوني اړیکې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو د پراختیا او د سیمې د وروستیو حالاتو په اړه خبرې وکړې.

د وزارت په وینا، امیر خان متقي څرګنده کړې چې دغه ډله د سیمې په چارو کې ډیپلوماسي، تفاهم اومتقابل احترام ته ځانګړی ارزښت ورکوي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې د قزاقستان په څېر د سیمې له هېوادونو سره مثبت تعامل د طالبانو د ثبات، اقتصادي پرمختګ او سیمه‌ییز تفاهم د ملاتړ څرګندونه کوي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له «رغنده دریځونو» او د سیمې د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې له روانو هڅو درناوی کړی.

په اعلامیه کې د هغه له خولې لیکل شوي، چې نوموړي د طالبانو دریځ وستایه او ټینګار یې وکړ چې د سیمې ثبات او سوکالي د ټولو هېوادونو ګډ مسوولیت دی، چې باید د متقابل اعتماد، اقتصادي همکارۍ او دوامدار تفاهم له لارې ترلاسه شي.

ترویج لرونکی

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی
۱

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۲

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۳

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۴

چاودې شونډې، تنکي لاسونه او درانه کارونه؛ فرید د زده‌کړو پرځای د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي

۵

طالبانو په خوست کې دولتي مامورینو ته د ځیرک موبایلونو د ورسپارلو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو کورنیو چارو وزارت: په هرات کې د وسله‌والو غلو ۱۴ کسیزه ډله نیول شوې

۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۴ GMT+۰
د طالبانو کورنیو چارو وزارت: په هرات کې د وسله‌والو غلو ۱۴ کسیزه ډله نیول شوې
100%

د طالبانو د کورنیو چازو وزارت خبر ورکړی، د هرات ولایت نهمې امنیتي حوزې اړوند یې د یو لړ عملیاتو پرمهال د غلو یوه ۱۴ کسیزه ډله نیولې چې د ښار په بېلابېلو برخو کې یې له خلکو مبایلونه، موټرونه او دوکانونه لوټلي وو.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه ډله یې د غلاوو په څو پېښو کې د لاس لرلو په تور نیولې، چې اوس ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي. خبرپاڼه کاږي، نیول شویو کسانو د لومړنیو څېړنو پرمهال منلې چې په هرات ښار کې یې د کورونو، پلورنځیو او موټرونو د غلا په پېښو کې لاس لاره.

خبرپاڼه زیاتوي، له دغو کسانو څخه اووه ډوله بېلابېلې وسلې، درې موټرسایکلونه او ګڼ شمېر موبایلونه ترلاسه شوي. د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې د بې‌کارۍ، اقتصادي ستونزو او د عایداتي سرچینو د نشتوالي له امله د غلاوو پېښې زیاتې شوې دي.

د لویو ښارونو اوسېدونکي وایي، نږدې هره ورځ د موبایلونو، موټرونو او پلورنځیو د غلا خبرونه اوري چې د امنیتي اندېښنو ترڅنګ یې د خلکو پر ورځني ژوند هم ناوړه اغېز کړی دی.

شهباز شریف: که طالبان د ترهګرو ډلو پر ضد اقدام وکړي، پاکستان د همکارۍ لپاره چمتو دی

۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۲ GMT+۰
شهباز شریف: که طالبان د ترهګرو ډلو پر ضد اقدام وکړي، پاکستان د همکارۍ لپاره چمتو دی
100%

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، که طالبان د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او نورو ترهګرو ډلو پر ضد اغېزمن اقدام وکړي؛ نو اسلام‌اباد به د همکارۍ لپاره چمتو وي. نوموړي دغه څرګندونې په اسلام‌اباد کې د هغې ناستې پرمهال کړې، چې د سولې او پرمختګ د پیاوړتیا لپاره جوړه شوې وه.

شهباز شریف د دغه دوه‌ ورځنۍ ناستې د پرانیستې پر مهال وویل، چې «امن او ثبات د تلپاتې پرمختګ بنسټ دی.» هغه زیاته کړه، چې پرمختګ یوازې په هغه ټولنه کې شونی دی؛ چېرې چې امنیت او ثبات وي.

نوموړي دارنګه ویلي، «طالبان باید درک کړي، چې د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ د سولې لاره نه‌ده. که افغان طالبان د ټي‌ټي‌پي او نورو ترهګرو ډلو پر ضد عملي اقدام وکړي، پاکستان به د هر ډول همکارۍ لپاره چمتو وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د پاکستان دايمي استازي عاصم افتخار ویلي، چې د افغانستان دننه د پرمختللو وسلو او مهماتو شته‌والی د اندېښنې وړ دی. نوموړي څرګنده کړې، چې اسناد ښيي ترهګر په ښکاره له افغانستان نه بریدونه کوي او هڅه کوي دغه وسلې د ترهګریزو موخو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کړي.

خو دا هغه څرګندونې دي، چې طالبانو په وار، وار رد کړې دي.

د تورخم تړلې لاره؛ د افغانستان-پاکستان سوداګرۍ ته ۴.۵ میلیارد ډالره زیان اوښتی

۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۵ GMT+۰
د تورخم تړلې لاره؛ د افغانستان-پاکستان سوداګرۍ ته ۴.۵ میلیارد ډالره زیان اوښتی
100%

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم دروازې د یوې میاشتې تړل کېدو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته نږدې ۴.۵ میلیارد ډالره زیان رسېدلی دی. دغه وضعیت د خیبر پښتونخوا په تولیدي سکټور هم منفي اغېز کړی او په پنجاب او سند کې د ورځنیو صادراتو تولید ته یې زیان رسولی دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د رسمي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د طالبانو د بیا واکمنۍ له پیل راهیسې د امنیتي ستونزو او د پاکستان له‌خوا د سوداګرۍ پر وړاندې د سختو تګلارو له امله پاکستان د افغانستان د بازار شاوخوا ۶۵ سلنه برخه له لاسه ورکړې، چې ځای یې ایران، د منځنۍ اسیا ځينو هېوادونو، ترکیې او هندوستان نیولی دی.

راپور کې راغلي، چې په پاکستان کې د ډېورنډ کرښې تړل پاتې کېدو له امله د کچالو او کیلې صادرات کم شوي او که سملاسي ګامونه ونه اخیستل شي؛ نو د مالټو صادرات به هم ټکني شي.

یو پاکستاني سوداګر نظیم ګل «ډان» ورځپاڼې ته ویلي، چې پر ډیورنډ کرښه د کړکېچ له پیل څخه وړاندې هم د کابل او جلال‌اباد بازارونه د ایران، ترکیې او منځنۍ اسیا هېوادونو له محصولاتو ډک وو. هغه وویل، چې افغان سوداګر له پاکستان سره د سوداګرۍ پرتله د ایران سره سوداګري کول غوره ګڼي؛ ځکه ایران د ویزو او ګمرکي محصولاتو په برخه کې ورته اسانتیاوې برابروي.

د تورخم د ګمرکونو د تصفیې ټولنې مشر مجیب الله شینواري وویل، «موږ له اوږدې مودې راهیسې له حکومت څخه غوښتنه کوو، چې د افغانستان سره دوه اړخیزه سوداګري له امنیتي او سیاسي مسایلو جلا وساتي.»

هغه زیاته کړه، چې له افغانستان سره د پاکستان د سوداګري کچه د ۲۰۱۲-۲۰۱۶ کلونو پرتله له ۲،۵ مېلیارد ډالرو څخه اوس یوازې ۸۰۰-۹۰۰ مېلیون ډالره ته راټیټه شوې ده. شینواري د دغه ستونزې د حل لپاره وړاندیز وکړ، چې د قبایلي مشرانو، سیاست‌والو او سوداګرو یوه ځواکمنه جرګه جوړه شي؛ څو د دواړو هېوادونو سره د لارو د پرانیستلو لپاره یو ګډه حل لاره ومومي او د سوداګرو مالي تاوانونه راکم کړي.

له بلې خوا د ځايي ځوانانو سازمان مشر اسرار شینواري د تورخم دروازې د سمدستي پرانیستلو غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې که د دوی مشروع غوښتنې ونه منل شي؛ نو پراخ لاریونونه به وکړي.

تېره ورځ تر ۱۰زره ډېر افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي

۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۱۵ GMT+۰
تېره ورځ تر ۱۰زره ډېر افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي
100%

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د دوشنبې په ورځ له ایران او پاکستان نه تر ۱۰زرو ډېر افغان کډوال له بېلابېلو لارو افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.

د یاد کمېسیون په راپور کې راغلي، له دې ډلې د کندهار د سپین بولدک له لارې ۵۲۸۶، د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۳۲۲، د هلمند د بهرامچې له لارې ۸۴۳، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۲۲۴ او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۲۲۲ افغانان افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د راپور له مخې؛، د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ترانسپورت او نورو لومړنیو اړتیاوو په برخه کې ټولې مرستې ۲۳.۶ مېلیونه افغانیو ته رسېدلې دي.

یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان په ټولو ښارونو کې د پولیسو له لوري د افغانانو د نیولو او جبري اېستنې لړۍ چټکه شوې. که څه هم نړۍوالو ادارو او ملګرو ملتونو د پاکستان د حکومت دغه اقدام د نړۍوالو قوانینو او انسانیت خلاف عمل بللی او له دوی یې غوښتي، چې دغه لړۍ ودروي؛ خو د پاکستان حکومت د نړۍوالو دغه غوښتنې ته مثبت ځواب نه‌دی ورکړی.

د ایران د پوهنې وزارت: د کډوالو زده‌کوونکو نوم‌لیکنه په پنځو ولایتونو کې پیل شوې ده

۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۲ GMT+۰
د ایران د پوهنې وزارت: د کډوالو زده‌کوونکو نوم‌لیکنه په پنځو ولایتونو کې پیل شوې ده
100%

د ایران د پوهنې وزارت خبر ورکړی، هغه کډوال زده‌کوونکي چې په تېرو کلونو کې ښوونځي ته نه‌دي تللي؛ اوس د دغه هېواد پنځو ولایتونو خراسان رضوي، خراسان شمالي، خراسان جنوبي، خوزستان او د زنجان په ښوونځیو کې نوم‌لیکنه کولای شي.

د ایران د پوهنې وزارت له‌خوا په نوې لارښوونه کې ویل شوي، هغه کډوال زده‌کوونکي چې په ۱۴۰۵-۱۴۰۴ کلونو کې ښوونځي ته نه‌دي تللي؛ اوس کولای شي د یادو پنځو ولایتونو په ښوونځیو کې نوم لیکنه وکړي.

دغه ګام د ایران د ماشومانو او ځوانانو د ملاتړ قانون پر بنسټ د ټولو کډوالو زده‌کوونکو د زده‌کړو د پرېښودو کچې د کمولو لپاره اخیستل شوی دی. د نوم لیکنې شرایط د هغو کډوالو زده‌کوونکو لپاره اسانه دي، چې یا په تېرو کلونو کې ښوونځي ته تللي وي او یا د دوی د کورنۍ کوم غړي په روان کال کې ښوونځي ته نوم لیکنه کړي وي.

همداراز هغه زده‌کوونکي چې د سرشمېرنې پاڼه لري او د لنډمهالي اقامت اسناد یې ترلاسه کړي وي؛ کولای شي نوم لیکنه وکړي.