• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په ننګرهار کې د یوې ښځې په ګډون ۱۴ کسان په دُرو وهلي دي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۵ GMT+۰

طالبانو د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې «له کور څخه د تېښتې، شراب خرڅولو، لواطت او غلا» په تور د يوې ښځې په ګډون ۱۴ کسان په دُرو وهلي دي. د طالبانو سترې محکمې د چهاشنبې په ورځ (د لړم ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد کسان له ۳۰ تر ۳۹ دُرو وهل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په بېلابېلو سیمو کې صحرایي محکمې دوام لري.
د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندنو له‌مخې، طالبانو په تېرو درېیو (اګسټ، سپټمبر او اکټوبر) میاشتو کې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې ۳۳۱ کسان د بېلابېلو تورونو له امله په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. ډېری دغه کسان په کابل او سرپل ولایتونو کې په دُرو وهل شوي دي. په دغو کسانو کې ښځې هم شاملې دي، خو کره شمېر یې معلوم نه‌دی.
د بشري حقونو فعالان د طالبانو له‌خوا د سزاګانو دا ډول تطبیق د بشري حقونو له اصولو او د انساني کرامت خلاف کړنه ګڼي. دوی وایي، چې په افغانستان کې دا مهال مشروع عدلي او قضایي نظام شتون نه لري او د طالبانو دغه ډول کړنې د «صحرایي محاکمو» او ناقانونه سزاګانو څرګند مثال دی.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۳

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۴

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۵

د پېښور سترې محکمې د «قايداعظم» د شړلو مخه ونیوله

•
•
•

نور کیسې

اېمل ولي خان: طالبان د افغانانو او ټي‌ټي‌پي او پي‌ټي‌ای د پښتونخوا د خلکو استازي نه دي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۸ GMT+۰
100%

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وايي، دا د منلو نه ده چې افغان طالبان دې د افغانستان د ولس اصلي استازیتوب وکړي او نه هم ټي‌ټي‌پي او پي‌ټي‌ای د پښتونخوا د خلکو نمایندګي کوي. نوموړی زیاتوي، چې دغه ډلې او تحریکونه د لوېدیځ جوړې شوې پروژې دي.

اېمل ولي خان د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۱مه) پر اېکس پاڼې لیکلي، چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو کې پراته ملتونه له یو بل سره توپير لري.

هغه زیاته کړې، چې لوېدیځ هڅه کوي دا ټوله سیمه په یوه «ژوندي دوزخ بدل کړي.»

نوموړي زیاته کړې: «د کرښې دواړو غاړو ته پراته ملتونه له یو بل‌ څخه ډېر توپير لري، دا یو حقیقت دی که یې څوک مني او که نه، دا ټول د لوېديځ پروژې دي تر څو دا ټوله سیمه په یوه ژوندي دوزخ بدل کړي.»

د چین سره صلیب د سمنګان او بلخ له زلزله‌ځپلو کورنیو سره ۱۰۰ زره نغدي مرسته کړې

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۱ GMT+۰
100%

د چین سره صلیب د افغانستان په شمال کې له زلزله ځپلو سره ۱۰۰زره امریکايي ډالره نغده مرسته، د دغه هېواد د سفارت د مرستیال باو ژو هوي له لارې د طالبانو د سرې میاشتې ټولې مرستیال ته سپارلې ده.

د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې مرستیال حافظ غزیزالرحمن د چین د بشري همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي چې دا مرسته به په بشپړ شفافیت سره مستحقو کورنیو ته ورسول شي.

د دغې مرستې موخه د سمنګان او بلخ ولایتونو هغو کورنیو لاسنیوی ښودل شوی چې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنې شوې دي.

همدارنګه، د چین د سفارت مرستیال باو ژو هوی ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به بشرپاله همکارۍ لا پیاوړې کړي.

طالبانو د ترکیې د الوتکې د لوېدو په پېښه کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه

۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۵ GMT+۰
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې د جورجیا او اذربایجان پولې ته نېږدې د ترکیې د پوځي الوتکې د لوېدو پېښه غندلې او په دې اړه یې خواشیني څرګنده کړې ده. طالبانو د پېښې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت هم ویلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) په یوې خبرپاڼه کې د ترکیې د پوځ اړوند د یوې الوتکې د لوېدو پېښه غندلې او لیکلي یې دي: «د دې دردناکې پېښې له امله د ترکیې ورور دولت، ملت او د قربانیانو کورنیو ته د زړه له کومې د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو او شهیدانو ته د فردوس جنت دعا کوو.»

د ترکیې د پوځ یوه C-130 بار وړونکې الوتکه د سې شنبې په ورځ له اذربایجان څخه د الوتنې وروسته په جورجیا کې ولوېده. د راپورونو له مخې، په دې الوتکه کې ۲۰ تنه سپاره ول.

د پېښې له اعلان وروسته، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د «شهیدانو» د روح لپاره دعا وکړه او د ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته ولاړې.

تر اوسه د الوتکې د سقوط لامل او د مرګ‌ژوبلې کره شمېر لا نه دی څرګند شوی، خو ځایي رسنیو خبر ورکړی چې په الوتکه کې د ترکیې او اذربایجان سرتېري سپاره وو.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا ویلي، چې له جورجیايي سیال سره یې ټلیفوني خبرې کړي او د جورجیا وزیر د پېښې ځای ته د تګ په حال کې دی.

د اسلامي همکاریو سازمان د کونړ له زلزله‌ځپلو سره د ۱۰۰ زره ډالرو نغدي مرسته وکړه

۲۰ لړم ۱۴۰۴ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۸ GMT+۰
100%

د طالبانو د افغان سرې میاشتې ادارې ویلي، چې د اسلامي همکاریو صندوق د کونړ له زلزله‌ځپلو سره د ۱۰۰زره ډالرو نغدي مرسته دوی ته سپارلې ده. طالبانو د دغه سازمان مسوولینو ته ډاډ ورکړی، چې مرسته به په شفاف ډول اغېزمنو کورنیو ته وسپاري.

د طالبانو د افغان سرې میاشتې ادارې د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا مرسته د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د دفتر مشر ډاکټر محمد سعید العیاش او د دغه سازمان ځانګړي استازي ډاکټر طارق علي بخیت له خوا شهاب‌الدین دلاور ته وسپارل شوه.

د افغان سرې میاشتې د دفتر مشر شهاب‌الدین دلاور د ورته نورو مرستو او همکاریو د دوام هیله څرګنده کړې ده.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان د افغان اغېزمنو او بې‌وزله کورنیو سره مرسته کول د ټولو مسلمانانو ګډ شرعي او انساني مسوولیت بللی او د ورته مرستو د دوام ژمنه یې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې سره صلیب مخکې خبرداری ورکړی و چې افغان ټولنې له دوو میاشتو په کم وخت کې د دوو ویجاړونکو زلزلو وروسته پراخ زیان او کړاوونه لیدلي، چې د دې اقتصادي ستونزو او وچکالۍ ځپلي هېواد بشري ناورین یې لا پسې ژور کړی دی.

سوداګرو له طالبانو وغوښتل چې پاکستان کې بند پاتې سوداګریزو توکو ازادولو ته حل لاره ومومي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۱ GMT+۰
100%

یو شمېر افغان سوداګرو د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره په کتنه کې له هغه وغوښتل، چې په پاکستان کې د دوی د بند پاتې سوداګریزو توکو د ازادولو لپاره حل لاره ومومي.

یو شمېر افغان سوداګرو او په ځانګړې توګه د کندهار او ختیځو ولایتونو سوداګرو د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سره په کتنه کې له هغه وغوښتل، چې په پاکستان کې د دوی د بند پاتې سوداګریزو توکو د ازادولو مسله وڅاري.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له‌مخې، نورالدین عزیزي ژمنه وکړه چې دغه موضوع به په جدي توګه وڅاري.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له جګړو وروسته پاکستان له افغانستان سره ټولې سوداګریزې لارې وتړلې، خو د تورخم دروازه څو ورځې وړاندې یوازې له پاکستان څخه د اېستل کېدونکو افغان کډوالو پر مخ پرانېستل شوې ده.