• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د چین سره صلیب د سمنګان او بلخ له زلزله‌ځپلو کورنیو سره ۱۰۰ زره نغدي مرسته کړې

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۶ GMT+۰

د چین سره صلیب د افغانستان په شمال کې له زلزله ځپلو سره ۱۰۰زره امریکايي ډالره نغده مرسته، د دغه هېواد د سفارت د مرستیال باو ژو هوي له لارې د طالبانو د سرې میاشتې ټولې مرستیال ته سپارلې ده.

د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې مرستیال حافظ غزیزالرحمن د چین د بشري همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي چې دا مرسته به په بشپړ شفافیت سره مستحقو کورنیو ته ورسول شي.

د دغې مرستې موخه د سمنګان او بلخ ولایتونو هغو کورنیو لاسنیوی ښودل شوی چې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنې شوې دي.

همدارنګه، د چین د سفارت مرستیال باو ژو هوی ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به بشرپاله همکارۍ لا پیاوړې کړي.

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

د ویزې په قضیه کې بری؛ له پاکستان نه ۱۱ تنه نور افغانان جرمني ته ورسېدل

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۶ GMT+۰
د ویزې په قضیه کې بری؛ له پاکستان نه ۱۱ تنه نور افغانان جرمني ته ورسېدل
100%

د جرمني حکومت ویلي، ۱۱ افغان وګړي چې د جرمني د ویزې ترلاسه کولو لپاره یې حقوقي دعوه کړې وه، په خپله قضیه کې بریالي شوي او د سفر ته اجازه ورکړل شوې ده. دغه کسان د چارشنبې په ورځ د هانور هوايي ډګر ته رسېدلي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، دا هغه کسان دي چې د جرمني محاکمو ته یې د ویزو د رد کېدو پر ضد حقوقي دعوه وړاندې کړې او بریالي شوي دي.

اوس مهال شاوخوا ۱۹۰۰ افغانان په پاکستان کې انتظار باسي چې د جرمني حکومت بن ته د هغوی د داخلېدو ژمنه عملي کړي. ډېری یې هغه پخواني سیمه‌ییز کارکوونکي دي چې د جرمني له پوځ یا ادارو سره یې په افغانستان کې کار کړی و، یا هغه کسان دي چې د خپل مدني او سیاسي فعالیت له امله د طالبانو له ګواښ سره مخ دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت ویلي، ټولې دوسیې بیا ارزول کېږي او یوازې هغو کسانو ته به د داخلېدو اجازه ورکړل شي چې د امنیتي څېړنې له پړاوه تېر شوي وي او د قانوني اعتبار وړ پرېکړه ولري.

د وزارت د معلوماتو له مخې، وروستي ۱۱ افغانان ټول د افغانستان لپاره «د کډوالۍ فدرالي پروګرام» له لارې راغلي دي. چارواکو د ښځو او ماشومانو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.

په وروستیو میاشتو کې یو شمېر افغانانو د خپلو ویزو د رد کېدو پرېکړې پر ضد قضیې ګټلې دي.

د سپټمبر په پای کې ۲۸ افغانان له همدې لارې جرمني ته داخل شوي وو، خو ځینې دوسیې لا هم تر کار لاندې دي.

طالبان وايي په تېره یوه میاشت کې یې ایران ته د غیرقانوني تګ په تور ۱۶۰۰ کسان نیولي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۵ GMT+۰
طالبان وايي په تېره یوه میاشت کې یې ایران ته د غیرقانوني تګ په تور ۱۶۰۰ کسان نیولي
100%

د طالبانو د ۲۰۷ قول اردو ویاند ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې یې له افغانستان څخه په غیر قانوني ډول ایران ته د تلو په تور له ۱۶۰۰ ډېر کسان نیولي دي.

د طالبانو د یادې قول اردو ویاند مجیب الله انصار ویلي، چې ایران ته د غیر قانوني سفرونو د مخنیوي په موخه یې په هرات او فراه ولایتونو کې د پولې د امنیت ساتلو په موخه جدي څار پیل کړی دی.

د نوموړي په وینا، په لویدیزو ولایتونو کې د انساني قاچاقبرو د مخنیوي په موخه یې فعالیت ګړندۍ کړی دی او په تېره یوه میاشت کې یې له ۱۶۰۰ څخه ډېر هغه کسان نیولي، چې غوښتل یې په غیر قانوني او قاچاقي لارو ایران ته سفر وکړي.

سره له دې چې د طالبانو مشر د انساني قاچاقبرو د شبکو د له منځلو وړلو امر کړی، خو بیا هم ډیر افغان ځوانان د کار په لټه کې پر خطرناکو لارو بهرنیو هېوادونو ته سفر کوي.

واشنګټن پوست: سي اې ای په افغانستان کې د کوکنارو د له منځه وړو لپاره پټه پروژه درلوده

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۶ GMT+۰
واشنګټن پوست: سي اې ای په افغانستان کې د کوکنارو د له منځه وړو لپاره پټه پروژه درلوده
100%

واشنګټن پوسټ د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې(سي اې ای)د يو پټ، لس کلن عملياتي ماموريت په اړه راپور کې ویلي چې دغې ادارې په افغانستان کې لس کاله یوه پټه پروژه چلوله چې موخه يې په دغه هېواد کې د کوکنارو د کر کمول او د هېرويين توليد کمزوري کول وو.

د راپور له مخې، دغه پټه طرحه د ۲۰۰۴کال په منی کې پيل شوې وه او شاوخوا يوه لسيزه يې دوام وکړ، تر هغه چې نږدې په ۲۰۱۵کال کې ودرول شوه.

د دغه ماموريت پر مهال، دسي اې ای الوتکو د شپې له خوا د افغانستان د هلمند او ننګرهار ولایتونو د کوکنار پر پراخو کروندو میلیاردونه ځانګړې اصلاح شوې د کوکنارو دانې(خشخاش) شیندلې وې.

واشنګټن پوسټ لیکي، دا په افغانستان کې د امریکا د جګړې له هغو پټو څپرکو دی چې تر اوسه یې عامو خلکو ته معلومات نه وو رسېدلي.

د دغې پروژې موخه دا وه چې د اصلاح شويو کوکنارو دانو له لارې داسې نباتات وکري چې د هېرويين جوړوونکو کیمیاوي موادو اندازه پکې ډېره کمه وي. تمه کېده چې دغه دانې به د طبیعي کوکنارو له نباتاتو سره ګډې شي او د وخت په تېرېدو د کم‌زهرجنو نباتاتو نسل پیاوړی او کوکنار له منځه یوسي.

د راپور له مخې، دغو تخمونو جینیټیکي بدلونونه نه لرل (لکه د عصري ژن‌اډیټنګ ټکنالوژۍ له لارې)، بلکې د اوږدې مودې د کرنې او ګذار پروسې په لړ کې منځته راغلي وو.

100%

د جګړې تر سیوري لاندې “پټ تخمونه”

د دغې پروژې لپاره په لومړیو کې د انګلستان د پوځ له (سي – ۱۳۰) الوتکو څخه کار اخیستل کېده، څو د شپې له خوا، له خلکو او د طالبانو له سترګو پټ، دا اصلاح شوې دانې وغورځوي.

واشنګټن پوسټ وایي چې د دغه ماموريت د مالي بودجې، د پروازونو شمېر او د پایلو د ارزونې جزییات لا هم محرم پاتې دي. ان د امريکا د دفاع وزارت (پينتاګون) او د بهرنيو چارو وزارت ځینې لوړپوړي چارواکي هم وايي چې له دې ماموريت څخه بې‌خبر پاتې شوي وو او يا هم يوازې اوازې يې اورېدلې وې.

په دې راپور کې واشنګټن پوسټ د امریکا د پخوانيو چارواکو له قوله ویلي، چې ولسمشر جورج بوش په رسمي ډول سي اې ای ته د دې عملياتو د ترسره کولو اجازه ورکړې وه.

دا اجازه د «پټې کړنلارې موندنه»په نوم يو قانوني سند و، چې د استخباراتي ادارې پټ ماموريتونه قانوني کوي.

په راپور کې راغلي چې د هغه وخت افغان حکومت، چې مشري یې حامد کرزی کوله، هم د سي ای اې له دې پلان څخه خبر نه و، او لا معلومه نه ده چې وروسته یې خبر ترلاسه کړی و او که نه، خو دا پټه پروژه داسې مهال روانه وه چې امریکا د طالبانو پر ضد جګړه او د نشه‌يي توکوپر ضد نړیواله مبارزه پر مخ وړله.

د ۲۰۰۰مو کلونو په لومړیو کې د افغانستان د کوکنارو کاروبار د طالبانو د تمویل یوه لویه سرچینه وه او د حامد کرزي د حکومت په دننه کې یې فساد پیاوړی کړی و.

100%

واشنګټن پوسټ لیکي چې د دې عملیاتو د بریالیتوب، اغېزو او پایلو په اړه کره شمېرې نشته او همدارنګه سي ای اې او د بوش او اوباما د حکومت پخوانیو ویاندویانو له تبصرې ډډه کړې ده.

طالبانو د پاکو اوبو او زېربنايي پروژو په برخه کې پر جاپان د مرستو پراخولو غږ کړی

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۳ GMT+۰
طالبانو د پاکو اوبو او زېربنايي پروژو په برخه کې پر جاپان د مرستو پراخولو غږ کړی
100%

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر په کابل کې د جاپان له وزیر سره په لېدنه کې غوښتنه کړې، چې د ودانیو، پاکو اوبو او زېربنايي پروژو په برخه کې خپلې مرستې پراخې کړي او د پاتې پروژو د بشپړېدو لپاره دې ملاتړ ته دوام ورکړي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت نن د چارشنبې په ورځ، د لړم ۲۱مه ویلي، چې د یادې ډلې د کور او ښار جوړولو وزیر نجیب الله حیات حقاني په کابل کې د جاپان له سفیر کینیچي ماساموتو سره د کتنې پرمهال د ودانیو، پاکو اوبو او زېربنايي پروژو د بشپړېدو په برخه کې د ملاتړ د دوام غوښتنه کړې ده.

همدارنګه حقاني د جاپان له سفیر څخه غوښتنه کړې، چې د نوي کابل ښارر د لومړي فاز د څښاک اوبو رسولو چارې دې بشپړې کړي او د یادې پروژې په تړاو اساسي معلومات دې د طالبانو له یاد وزارت سره شریک کړل شي.

طالبانو ویلي، چې د جاپان سفیر د ښاري پراختیا په برخه کې د خپلو مرستو دوام او همکارۍ په برخه کې د ملاتړ ژمنه کړې ده.

د تحریک انصاف ګوند ایالتي مشر: د پاکستاني طالبانو بیا میشتول د ریاست پالیسي وه

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۷ GMT+۰
د تحریک انصاف ګوند ایالتي مشر: د پاکستاني طالبانو بیا میشتول د ریاست پالیسي وه
100%

د تحریک انصاف ګوند ایالتي مشر جنید اکبر د خیبر پښتونخوا په امن جرګه کې ویلي، چې سیاسي ګوندونو د پاکستاني طالبانو په بېرته راګرځېدو کې لاس نه درلود، بلکې د پوځ او استخباراتو د مشرانو له خوا ورسره همکاري کېده.

جنید اکبر زیاته کړه:« د هغه وخت د پوځ او استخباراتو مشرانو موږ ته ویل، چې باید بېرته طالبان راولو، ځکه د افغانستان حکومت دا وړتیا نه لري چې د دوی خلاف ګامونه واخلي. موږ ته ویل کېدل، چې د دوی کورنیو ته امتیازات ورکوو. هغه وخت ټولو سیاسي ګوندونو په دې اړه نیوکه لرله.»

نوموړي دا څرکندونې پرداسې مهال کړې، چې واک ته د طالبانو د رسېدو پرمهال د پاکستان حکومت د تحریک انصاف ګوند په لاس کې و او هغه مهال کابل ته د پاکستان د ای اېس ای د رییس سفر ډیر غبرګونونه را وپارول.

د امن جرګې دغه ناسته په داسې مهال کې ترسره کېږي، چې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت خورا ترینګلې شوي، د دواړو لوریو ترمنځ مذاکرات ناکام شوي او پاکستان کې بریدونه هم زیات شوي دي.