د دغه ماموريت پر مهال، دسي اې ای الوتکو د شپې له خوا د افغانستان د هلمند او ننګرهار ولایتونو د کوکنار پر پراخو کروندو میلیاردونه ځانګړې اصلاح شوې د کوکنارو دانې(خشخاش) شیندلې وې.
واشنګټن پوسټ لیکي، دا په افغانستان کې د امریکا د جګړې له هغو پټو څپرکو دی چې تر اوسه یې عامو خلکو ته معلومات نه وو رسېدلي.
د دغې پروژې موخه دا وه چې د اصلاح شويو کوکنارو دانو له لارې داسې نباتات وکري چې د هېرويين جوړوونکو کیمیاوي موادو اندازه پکې ډېره کمه وي. تمه کېده چې دغه دانې به د طبیعي کوکنارو له نباتاتو سره ګډې شي او د وخت په تېرېدو د کمزهرجنو نباتاتو نسل پیاوړی او کوکنار له منځه یوسي.
د راپور له مخې، دغو تخمونو جینیټیکي بدلونونه نه لرل (لکه د عصري ژناډیټنګ ټکنالوژۍ له لارې)، بلکې د اوږدې مودې د کرنې او ګذار پروسې په لړ کې منځته راغلي وو.
د جګړې تر سیوري لاندې “پټ تخمونه”
د دغې پروژې لپاره په لومړیو کې د انګلستان د پوځ له (سي – ۱۳۰) الوتکو څخه کار اخیستل کېده، څو د شپې له خوا، له خلکو او د طالبانو له سترګو پټ، دا اصلاح شوې دانې وغورځوي.
واشنګټن پوسټ وایي چې د دغه ماموريت د مالي بودجې، د پروازونو شمېر او د پایلو د ارزونې جزییات لا هم محرم پاتې دي. ان د امريکا د دفاع وزارت (پينتاګون) او د بهرنيو چارو وزارت ځینې لوړپوړي چارواکي هم وايي چې له دې ماموريت څخه بېخبر پاتې شوي وو او يا هم يوازې اوازې يې اورېدلې وې.
په دې راپور کې واشنګټن پوسټ د امریکا د پخوانيو چارواکو له قوله ویلي، چې ولسمشر جورج بوش په رسمي ډول سي اې ای ته د دې عملياتو د ترسره کولو اجازه ورکړې وه.
په راپور کې راغلي چې د هغه وخت افغان حکومت، چې مشري یې حامد کرزی کوله، هم د سي ای اې له دې پلان څخه خبر نه و، او لا معلومه نه ده چې وروسته یې خبر ترلاسه کړی و او که نه، خو دا پټه پروژه داسې مهال روانه وه چې امریکا د طالبانو پر ضد جګړه او د نشهيي توکوپر ضد نړیواله مبارزه پر مخ وړله.
واشنګټن پوسټ لیکي چې د دې عملیاتو د بریالیتوب، اغېزو او پایلو په اړه کره شمېرې نشته او همدارنګه سي ای اې او د بوش او اوباما د حکومت پخوانیو ویاندویانو له تبصرې ډډه کړې ده.
جنید اکبر زیاته کړه:« د هغه وخت د پوځ او استخباراتو مشرانو موږ ته ویل، چې باید بېرته طالبان راولو، ځکه د افغانستان حکومت دا وړتیا نه لري چې د دوی خلاف ګامونه واخلي. موږ ته ویل کېدل، چې د دوی کورنیو ته امتیازات ورکوو. هغه وخت ټولو سیاسي ګوندونو په دې اړه نیوکه لرله.»
نوموړي دا څرکندونې پرداسې مهال کړې، چې واک ته د طالبانو د رسېدو پرمهال د پاکستان حکومت د تحریک انصاف ګوند په لاس کې و او هغه مهال کابل ته د پاکستان د ای اېس ای د رییس سفر ډیر غبرګونونه را وپارول.
د امن جرګې دغه ناسته په داسې مهال کې ترسره کېږي، چې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت خورا ترینګلې شوي، د دواړو لوریو ترمنځ مذاکرات ناکام شوي او پاکستان کې بریدونه هم زیات شوي دي.
د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام(یو این ډي پي)په يو تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت د سقوط په درشل کې دی او له هر لسو افغان کورنيو څخه ۹ هغه د بد اقتصادي وضعیت له امله کم خواړه خوري او د ژوند د بقا لپاره خپلې شتمنۍ پلوري او يا هم پوروړي شوي دي.
له ۲۰۲۳کال راوروسته تر اوسه پورې شاوخوا ۴،۵ ميليونه کسان چې ډېری یې په ايران او پاکستان کې کډوال وو، بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي. ددغه شمېر د افغانستان نفوس شاوخوا ۱۰سلنه زيات کړی دی.
راپور زياتوي چې طبيعي پېښو لکه زلزلې، سېلابونو او وچکالۍ هم د خلکو ژوند ته سخت تاوان اړولی، او نږدې اته زره کورونه يې ويجاړ کړي دي، چې له امله یې د عامه خدمتونو (روغتيا، تعليم، سرپناه او مرستو) سيستمونه له خپلې عادي وړتيا څخه تر ډېر فشار لاندې راوستي دي.
یاده اداره خبرداری ورکوي چې که د افغانستان د اقتصاد ملاتړ ونهشي او د بېځايه شويو او راستنېدونکو کسانو لپاره د کار او عايد فرصتونه برابر نهشي، نو په دغه هېواد کې به د لوږې او بېوزلۍ کچه نوره هم لوړه شي.
نورالدین عزیزي وویل:«د خصوصي سکتور ۱۲زره کانټینرونه چې دپاکستان په څو سیمو کې بند پاتې دي، موږ په هر حالت کې چې وي، خپله هڅه کوو، په هر ډول چې وي کوښښ کوو د پاکستان له منګولو یې را خوشې کړو.»
نوموړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارو بندښت او سوداګرۍ بندیدو ته په اشاره وویل، چې تمه یې نه لرله پاکستان دې د افغانستان سوداګرۍ ته دغه ډول زیان واړوي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته د سوداګرۍ او هر ډول تګ راتګ پر مخ ټولې لارې تړل شوې دي.
د راپورونو له مخې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو بندیدو له امله د دواړو هېوادونو سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی دی.