• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د پاکو اوبو او زېربنايي پروژو په برخه کې پر جاپان د مرستو پراخولو غږ کړی

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر په کابل کې د جاپان له وزیر سره په لېدنه کې غوښتنه کړې، چې د ودانیو، پاکو اوبو او زېربنايي پروژو په برخه کې خپلې مرستې پراخې کړي او د پاتې پروژو د بشپړېدو لپاره دې ملاتړ ته دوام ورکړي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت نن د چارشنبې په ورځ، د لړم ۲۱مه ویلي، چې د یادې ډلې د کور او ښار جوړولو وزیر نجیب الله حیات حقاني په کابل کې د جاپان له سفیر کینیچي ماساموتو سره د کتنې پرمهال د ودانیو، پاکو اوبو او زېربنايي پروژو د بشپړېدو په برخه کې د ملاتړ د دوام غوښتنه کړې ده.

همدارنګه حقاني د جاپان له سفیر څخه غوښتنه کړې، چې د نوي کابل ښارر د لومړي فاز د څښاک اوبو رسولو چارې دې بشپړې کړي او د یادې پروژې په تړاو اساسي معلومات دې د طالبانو له یاد وزارت سره شریک کړل شي.

طالبانو ویلي، چې د جاپان سفیر د ښاري پراختیا په برخه کې د خپلو مرستو دوام او همکارۍ په برخه کې د ملاتړ ژمنه کړې ده.

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

د تحریک انصاف ګوند ایالتي مشر: د پاکستاني طالبانو بیا میشتول د ریاست پالیسي وه

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۷ GMT+۰
د تحریک انصاف ګوند ایالتي مشر: د پاکستاني طالبانو بیا میشتول د ریاست پالیسي وه
100%

د تحریک انصاف ګوند ایالتي مشر جنید اکبر د خیبر پښتونخوا په امن جرګه کې ویلي، چې سیاسي ګوندونو د پاکستاني طالبانو په بېرته راګرځېدو کې لاس نه درلود، بلکې د پوځ او استخباراتو د مشرانو له خوا ورسره همکاري کېده.

جنید اکبر زیاته کړه:« د هغه وخت د پوځ او استخباراتو مشرانو موږ ته ویل، چې باید بېرته طالبان راولو، ځکه د افغانستان حکومت دا وړتیا نه لري چې د دوی خلاف ګامونه واخلي. موږ ته ویل کېدل، چې د دوی کورنیو ته امتیازات ورکوو. هغه وخت ټولو سیاسي ګوندونو په دې اړه نیوکه لرله.»

نوموړي دا څرکندونې پرداسې مهال کړې، چې واک ته د طالبانو د رسېدو پرمهال د پاکستان حکومت د تحریک انصاف ګوند په لاس کې و او هغه مهال کابل ته د پاکستان د ای اېس ای د رییس سفر ډیر غبرګونونه را وپارول.

د امن جرګې دغه ناسته په داسې مهال کې ترسره کېږي، چې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت خورا ترینګلې شوي، د دواړو لوریو ترمنځ مذاکرات ناکام شوي او پاکستان کې بریدونه هم زیات شوي دي.

ملګري ملتونه: له هرو ۱۰ افغان کورنیو څخه ۹ هغه له اقتصادي ستونزو سره مخ دي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۲ GMT+۰
ملګري ملتونه: له هرو ۱۰ افغان کورنیو څخه ۹ هغه له اقتصادي ستونزو سره مخ دي
100%

د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام(یو این ډي پي)په يو تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت د سقوط په درشل کې دی او له هر لسو افغان کورنيو څخه ۹ هغه د بد اقتصادي وضعیت له امله کم خواړه خوري او د ژوند د بقا لپاره خپلې شتمنۍ پلوري او يا هم پوروړي شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د کډوالو د راستنېدو پراخ بهیر د هېواد اوسنی اقتصادي بحران لا پسې ژور کړی دی.

د ملګرو ملتونو د احصایو له مخې، نږدې لس سلنه هغه افغانان چې له هېواده بهر مېشت وو، اړ شوي چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

له ۲۰۲۳کال راوروسته تر اوسه پورې شاوخوا ۴،۵ ميليونه کسان چې ډېری یې په ايران او پاکستان کې کډوال وو، بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي. ددغه شمېر د افغانستان نفوس شاوخوا ۱۰سلنه زيات کړی دی.

راپور زياتوي چې طبيعي پېښو لکه زلزلې، سېلابونو او وچکالۍ هم د خلکو ژوند ته سخت تاوان اړولی، او نږدې اته زره کورونه يې ويجاړ کړي دي، چې له امله یې د عامه خدمتونو (روغتيا، تعليم، سرپناه او مرستو) سيستمونه له خپلې عادي وړتيا څخه تر ډېر فشار لاندې راوستي دي.

یاده اداره خبرداری ورکوي چې که د افغانستان د اقتصاد ملاتړ ونه‌شي او د بې‌ځايه شويو او راستنېدونکو کسانو لپاره د کار او عايد فرصتونه برابر نه‌شي، نو په دغه هېواد کې به د لوږې او بې‌وزلۍ کچه نوره هم لوړه شي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر: په پاکستان کې د افغان سوداګرو ۱۲ زره کانټینرونه بند پاتې دي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۵ GMT+۰
د طالبانو د سوداګرۍ وزیر: په پاکستان کې د افغان سوداګرو ۱۲ زره کانټینرونه بند پاتې دي
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي، چې د افغان سوداګرو ۱۲زره کانټینره توکي په پاکستان کې بند پاتې دي او طالبان یې افغانستان ته د انتقالولو هڅه کوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي نن د چارشنبې په ورځ، د لړم ۲۱مه د یوې خبرې ناستې پرمهال وویل، چې د افغان سوداګر ۱۲زره کانټینرونه په پاکستان کې بند پاتې دي.

د نوموړي په وینا، طالبان هڅه کوي، یاد توکې له هرې ممکنه لارې افغانستان ته انتقال کړي.

نورالدین عزیزي وویل:«د خصوصي سکتور ۱۲زره کانټینرونه چې د‌پاکستان په څو سیمو کې بند پاتې دي، موږ په هر حالت کې چې وي، خپله هڅه کوو، په هر ډول چې وي کوښښ کوو د پاکستان له منګولو یې را خوشې کړو.»

نوموړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارو بندښت او سوداګرۍ بندیدو ته په اشاره وویل، چې تمه یې نه لرله پاکستان دې د افغانستان سوداګرۍ ته دغه ډول زیان واړوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته د سوداګرۍ او هر ډول تګ راتګ پر مخ ټولې لارې تړل شوې دي.

د راپورونو له مخې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو بندیدو له امله د دواړو هېوادونو سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی دی.

طالبان د ایران په زندانونو کې د افغان بندیانو د معلوماتو راټولولو بهیر پیلوي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۷ GMT+۰
طالبان د ایران په زندانونو کې د افغان بندیانو د معلوماتو راټولولو بهیر پیلوي
100%

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د ايران په زندانونو کې د افغان بندیانو د ستونزو د حل په موخه، د هغوی د شمېر او کره معلوماتو د راټولولو بهير پيلوي.

دغه وزارت نن (چهارشنبه) په يوې خپرې کړې اعلاميې کې ويلي، په ایران کې د افغان بنديانو د کورنيو غړي دې اړين معلومات د وزارت له خوا په خپاره شوي ځانګړي فورم کې ثبت او یاد وزارت ته واستوي.

په اعلاميه کې د طالبانو یاد وزارت له افغان کورنيو غوښتي، چې د خپلو بنديانو د پېژندپاڼو، د بند د اسنادو او نورو اړوندو مدارکو نقلونه هم ورسره ضميمه کړي، څو د معلوماتو د تصديق او همغږۍ چارې اسانه شي.

تر اوسه د ايران په زندانونو کې د افغان بنديانو دقيق شمېر روښانه نه دی او نه هم د ايران يا د طالبانو چارواکو په دې اړه رسمي شمېرې خپرې کړې دي.

په تېرو څلور کلونو کې د طالبانو او ايران ترمنځ څو ځله د بنديانو د تبادلې په تړاو خبرې شوې دي.

ايران په دې موده کې سلګونه افغان بنديان طالبانو ته سپارلي، څو د خپلو جزاګانو پاتې موده په افغانستان کې تېره کړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، د احصایيې دا بهير به د هغو افغانانو د ستونزو په هواري کې مرسته وکړي چې په ايران کې بنديان دي، او هڅه کېږي له ايران سره د حقوقي او کنسولي همغږۍ له لارې د هغوی حقونه خوندي شي.

د ایران د پوځ لوی قوماندان: له افغانستان سره دیوال د سرحدي ستونزو د حل لپاره جوړیږي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۹:۴۶ GMT+۰
د ایران د پوځ لوی قوماندان: له افغانستان سره دیوال د سرحدي ستونزو د حل لپاره جوړیږي
100%

د ایران د پوځ لوی قوماندان امیر حاتمي د دغه هېواد شمال ختیزو سرحدي سیمو ته په سفر کې وویل، چې له افغانستان سره پر پوله د دیوال جوړولو هدف د سرحدي ستونزو مخنیوی دی.

امیر حاتمي د ایران د پوځ له یوشمېر ټولیو، قرارګاوو، کنډکونو او پر پوله د دیوال جوړېدو له پروژې د لیدنې پرمهال وویل، چې د پوځ اصلي دنده د ایران د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ساتل دي.

نوموړي وویل، چې د پوځ سرتېري شپه او ورځ د دې هدف لپاره هڅې کوي څو د هېواد پولې په خوندي ډول وڅاري.

هغه د سرحدي دیوال جوړول د ایران د ختیزو سیمو د امنیت د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله او ویې ویل: « که څه هم په تېرو کلونو کې د خاورینو خنډونو او کانالونو په څېر اقدامات شوي، خو د کانکریټي دیوال جوړول یو بنسټیز اقدام دی چې کولای شي له ګاونډي افغانستان سره د ځینو سرحدي ستونزو د حل لاره برابره کړي».