د ایران د پوځ لوی قوماندان: له افغانستان سره دیوال د سرحدي ستونزو د حل لپاره جوړیږي

د ایران د پوځ لوی قوماندان امیر حاتمي د دغه هېواد شمال ختیزو سرحدي سیمو ته په سفر کې وویل، چې له افغانستان سره پر پوله د دیوال جوړولو هدف د سرحدي ستونزو مخنیوی دی.

د ایران د پوځ لوی قوماندان امیر حاتمي د دغه هېواد شمال ختیزو سرحدي سیمو ته په سفر کې وویل، چې له افغانستان سره پر پوله د دیوال جوړولو هدف د سرحدي ستونزو مخنیوی دی.
امیر حاتمي د ایران د پوځ له یوشمېر ټولیو، قرارګاوو، کنډکونو او پر پوله د دیوال جوړېدو له پروژې د لیدنې پرمهال وویل، چې د پوځ اصلي دنده د ایران د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ساتل دي.
نوموړي وویل، چې د پوځ سرتېري شپه او ورځ د دې هدف لپاره هڅې کوي څو د هېواد پولې په خوندي ډول وڅاري.
هغه د سرحدي دیوال جوړول د ایران د ختیزو سیمو د امنیت د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله او ویې ویل: « که څه هم په تېرو کلونو کې د خاورینو خنډونو او کانالونو په څېر اقدامات شوي، خو د کانکریټي دیوال جوړول یو بنسټیز اقدام دی چې کولای شي له ګاونډي افغانستان سره د ځینو سرحدي ستونزو د حل لاره برابره کړي».