• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر وايي له مطلق تضمین پرته له پاکستان سره سوداګري نه کوي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۹:۲۸ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د سوداګرو یوې غونډې ته وویل، چې د لارو له پرانېستلو او بشپړ ضمانت پرته افغانستان له پاکستان سره سوداګري نه کوي. هغه وویل افغانستان ګڼې نورې بدیلې لارې لري.

عزیزي زیاته کړه، چې که د لارو د بشپړ پرانېستلو تضمین او برابري او وروري وي، نو سوداګري شته او که دا نه وي، د پاکستان په دې اوسنیو شرایطو نور له پاکستان سره تجارت نه کوي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې « تاسې که قرارداد لرئ، درې میاشتې وروسته نور د پاکستان په شرایطو د تجارت اجازه نشته».

هغه وویل، چې افغانستان له نورو هېوادونو سره ګڼې لارې لري، چې سوداګري ورسره وکړي.

په همدې ناسته کې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر افغان سوداګرو او صنعت‌کارانو ته وویل، چې له پاکستان سره په دریو میاشتو کې خپل قراردادونه او حسابونه تصفیه کړي.

هغه زیات کړه، چې د پاکستان د وارداتو د ټیټ کیفیت له امله باید صادرات او واردات له بدیلو لارو ترسره شي.

ترویج لرونکی

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی
۱

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۲

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۳

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۴

چاودې شونډې، تنکي لاسونه او درانه کارونه؛ فرید د زده‌کړو پرځای د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي

۵

طالبانو په خوست کې دولتي مامورینو ته د ځیرک موبایلونو د ورسپارلو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

ملا برادر: افغان سوداګر دې له پاکستان سره خپل قراردادونه درې میاشتو کې تصفیه کړي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۳۹ GMT+۰
ملا برادر: افغان سوداګر دې له پاکستان سره خپل قراردادونه درې میاشتو کې تصفیه کړي
100%

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر افغان سوداګرو او صنعت‌کارانو ته ویلي، هغه کسان چې د پاکستان سره قراردادونه لري؛ درې میاشتې وخت لري، چې خپل حسابونه تصفیه کړي. هغه ویلي، د پاکستان د وارداتو د ټیټ کیفیت له امله باید صادرات او واردات له بدیلو لارو ترسره شي.

ملا عبدالغني برادر نن د یوې ناستې پرمهال افغان سوداګرو او صنعت‌کارانو ته څرګنده کړه، چې پاکستان په تېرو وختونو کې او په ځانګړي ډول د مېوو په موسم کې د سوداګرۍ لپاره لارې تړلې دي. هغه زیاته کړې، چې د پاکستان وارداتي توکي بیا تر ډېره ټیټ کیفیت لري.

هغه وايي، که دا ځل پاکستان له افغانستان سره د لارو پرانیستل غواړي؛ نو باید تضمینونه ورکړي چې بیا دغه لارې نه تړي.

ملابرادر ټینګار کړی، چې د افغانستان صادرات او واردات باید له بدیلو لارو څخه ترسره شي؛ ترڅو سوداګري خوندي او د هېواد اقتصادي ګټه تضمین شي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په تېرو وروستیو کې اړیکې خورا ترینګلې شوې دي. له تېرې یوې میاشتې راهیسې له افغانستان سره د پاکستان ټولې لارې هم تړلې دي.
د دواړه خواوو سوداګر شکایت کوي، چې د لارو تړل پاتې کېدو له امله یې سخت زیانونه لېدلي دي.

رحمت الله نجیب: پاکستان غوښتل چې طالبان په دغه هېواد کې جګړه ناروا اعلان کړي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۱۴ GMT+۰
رحمت الله نجیب: پاکستان غوښتل چې طالبان په دغه هېواد کې جګړه ناروا اعلان کړي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت‌الله نجيب وايي، چې د ترکیې په ناسته کې پاکستان غوښتل چې طالبان په دغه هېواد کې روانه جګړه «ناروا» اعلان کړي؛ خو دوی څرګنده کړه، چې د فتوا صادرول یوازې د دارالفتوا مسوولیت دی. نوموړي زیاته کړه، له همدې امله خبرې بې‌پایلې پای ته ورسېدې.

هغه د یوې خبري ناستې پرمهال ویلي، د مذاکراتو پر مهال د پاکستان لوري غوښتنه وکړه چې طالبان دې په رسمي توګه فتوا صادره کړي او په پاکستان کې ټولې روانې جنګي کړنې دې ناروا اعلان کړي.

هغه زیاته کړه، چې منځګړو هېوادونو هم د یادې غوښتنې ملاتړ وکړ؛ ځکه هغوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د حساسو مسایلو په اړه بشپړ معلومات نه‌لرل.

نوموړي ویلي: «طالب پلاوي په اصولي ډول موافقه څرګنده کړه، چې فتوا صادرېدای شي؛ خو روښانه شوه چې د فتوا صادرول د دارالفتوا مسوولیت دی او د دې ادارې هر تصمیم به یوازې د اسلامي قانون پر اساس وي، نه د چا د غوښتنو او خوښې پر بنسټ.»

د نجيب په خبره؛ دغه موضوع ښايي د پاکستاني لوري لپاره د منلو وړ نه وه؛ نو د همدغه اختلافانو له امله مذاکرات پرته له کومې پایلې پای ته ورسېدل.

ملګري ملتونه: د کډوالو پراخه ستنېدنه په افغانستان کې بشري ناورین لا پراخوي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۷ GMT+۰
ملګري ملتونه: د کډوالو پراخه ستنېدنه په افغانستان کې بشري ناورین لا پراخوي
100%

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام وایي، په روان ۲۰۲۵کال کې افغانستان ته تر ۲.۳ مېلیونه ډېر کډوال ستانه شوي دي. دغې ادارې خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د کډوالو بېرته ستنېدو په دغه هېواد کې بشري ناورین لا پراخ کړی.

د دغه ادارې له‌خوا په تازه خپور شوي راپور کې راغلي، چې زلزلو، سېلابونو او وچکالۍ د افغانانو دغه وضعیت لا کړکېچن کړی او د طالبانو له‌خوا لګېدلو بندیزونو افغان ښځې او نجونې له لویو ننګونو سره مخ کړې دي. راپور زیاتوي، چې د دغه بندیزونو له امله افغان مېرمنې بنسټیزو حقونو ته له لاسرسي بې‌برخې کړې دي. دوی پر طالبانو غږ کړی، چې پر افغان مېرمنو لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

راپور وړاندې کاږي، چې ګڼ راستنېدونکي د بې‌روزګارۍ، د سرپناوو نشتوالي، د څښاک پاکو اوبو او نورو بنسټیزو خدمتونو ته له لاسرسي بې‌برخې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند وایي چې په تېرو ۱۹ ورځو کې له پاکستان، ایران او ترکیې نه د بندیانو په ګډون ۲ لکه او ۱۸۳۴ افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې پولیسو لس افغانان نیولي دي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۰ GMT+۰
د پاکستان په کراچۍ ښار کې پولیسو لس افغانان نیولي دي
100%

د پاکستان په کراچۍ ښار کې پولیسو په یو لړ عملیاتو کې لس هغه افغانان نیولي، چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه‌لاره. د کراچۍ پولیس وایي، چې نیول شوي افغانان د څېړنو لپاره د پولیسو حوزې ته استول شوي.

د کراچۍ سچل سیمې پولیسو تېره شپه د ابوالحسن اصفهاني سړک په یوه ودانۍ کې عملیات کړي، چې په‌کې لس افغان وګړي نیول شوي دي. د پولیسو په وینا، نیول شوي افغانان د پوښتنو ګروېږنو لپاره د پولیسو مرکزونو ته انتقال شوي؛ څو دا روښانه شي، چې دغه کسان خو به په کومو جرمونو کې ښکېل نه‌ وي.

پولیسو ویلي، دغه عملیات د بې‌اسناده افغانانو د نیولو لپاره ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان په پلازمینه اسلام‌اباد کې د سې‌شنبې په ورځ تر ځانمرګي برید وروسته پولیسو د افغان کډوالو د نیولو او چاپو کمپاین چټک کړی، چې ګڼې کورنۍ له وېرې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.

د اسلام‌اباد په E-11 سیمه کې نن چهارشنبه سهار وختي پولیسو د افغان کډوالو د نیولو لپاره ځانګړي عملیات پیل کړي. په یاده سیمه کې مېشت افغانان وایي، د پولیسو د چاپو له وېرې ګڼ افغانان اړ شوي چې له خپلو کورونو ووځي.

اسلام‌اباد کې تر ځانمرګي برید وروسته؛ د افغان کډوالو په کورونو چاپې زیاتې شوې دي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۴۲ GMT+۰
اسلام‌اباد کې تر ځانمرګي برید وروسته؛ د افغان کډوالو په کورونو چاپې زیاتې شوې دي
100%

د پاکستان په پلازمینه اسلام‌اباد کې د سې‌شنبې په ورځ تر ځانمرګي برید وروسته پولیسو د افغان کډوالو د نیولو او چاپو کمپاین چټک کړی، چې ګڼې کورنۍ یې له وېرې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.

د اسلام‌اباد په E-11 سیمه کې نن چهارشنبه سهار وختي پولیسو د افغان کډوالو د نیولو لپاره ځانګړي عملیات پیل کړي. په یاده سیمه کې مېشت افغانان وایي، د پولیسو د چاپو له وېرې ګڼ افغانان اړ شوي چې له خپلو کورونو ووځي.

په E-11 سیمه کې تر ډېره هغه افغانان مېشت دي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډه شوي دي. تېره ورځ د اسلام‌اباد په بي۱۷ ښارګوټي کې هم پولیسو د افغانانو د نیولو عملیات ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې ګڼ افغانان د پولیسو له لوري ونیول شول؛ خو د نیول شویو کسانو کره شمېر لاتر اوسه نه‌دی په ډاګه شوی.

له تېر یو کال راهیسې د پاکستان په ټولو ښارنو کې د افغان کډوالو په کورنو د پولیسو چاپې زیاتې شوې، په زرګونه افغانان نیول شوي او په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د دغه افغانانو له ډلې ګڼ یې هغه کېس لرونکي کسان وو، چې په افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخ وو او د اړوندو سفارتونو له‌خوا ورته د پولیسو لپاره اسناد هم ورکړل شوي وو؛ خو د یادو اسنادو سره، سره له پاکستان نه اېستل شوي دي.

تازه په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو په یوه لیک کې د دغه هېواد له لومړي وزیر شهباز شریف څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ وځنډوي او یا یې هم لغوه کړي.

د دغه لیک لاسلیکوونکو ویلي، چې افغانستان ته په ستنېدو یې ژوند له ګواښ سره مخ دی.

په دغه لیک کې لیکل شوي: «له بده مرغه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زموږ ژوند، ازادي او کورنۍ له جدي ګواښونو سره مخامخ شوې. له همدې امله موږ د امریکا د بیا مېشتېدو پروګرام (SIV، P-1، P-2) لاندې د خپلو قضیو د پروسس لپاره پاکستان ته راغلي یو.»
له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند وایي، چې په تېرو ۱۹ ورځو کې له پاکستان، ایران او ترکیې نه د بندیانو په ګډون ۲ لکه او ۱۸۳۴ افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.