ملا برادر: افغان سوداګر دې له پاکستان سره خپل قراردادونه درې میاشتو کې تصفیه کړي

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر افغان سوداګرو او صنعتکارانو ته ویلي، هغه کسان چې د پاکستان سره قراردادونه لري؛ درې میاشتې وخت لري، چې خپل حسابونه تصفیه کړي. هغه ویلي، د پاکستان د وارداتو د ټیټ کیفیت له امله باید صادرات او واردات له بدیلو لارو ترسره شي.





