• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان د ایران په زندانونو کې د افغان بندیانو د معلوماتو راټولولو بهیر پیلوي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د ايران په زندانونو کې د افغان بندیانو د ستونزو د حل په موخه، د هغوی د شمېر او کره معلوماتو د راټولولو بهير پيلوي.

دغه وزارت نن (چهارشنبه) په يوې خپرې کړې اعلاميې کې ويلي، په ایران کې د افغان بنديانو د کورنيو غړي دې اړين معلومات د وزارت له خوا په خپاره شوي ځانګړي فورم کې ثبت او یاد وزارت ته واستوي.

په اعلاميه کې د طالبانو یاد وزارت له افغان کورنيو غوښتي، چې د خپلو بنديانو د پېژندپاڼو، د بند د اسنادو او نورو اړوندو مدارکو نقلونه هم ورسره ضميمه کړي، څو د معلوماتو د تصديق او همغږۍ چارې اسانه شي.

تر اوسه د ايران په زندانونو کې د افغان بنديانو دقيق شمېر روښانه نه دی او نه هم د ايران يا د طالبانو چارواکو په دې اړه رسمي شمېرې خپرې کړې دي.

په تېرو څلور کلونو کې د طالبانو او ايران ترمنځ څو ځله د بنديانو د تبادلې په تړاو خبرې شوې دي.

ايران په دې موده کې سلګونه افغان بنديان طالبانو ته سپارلي، څو د خپلو جزاګانو پاتې موده په افغانستان کې تېره کړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، د احصایيې دا بهير به د هغو افغانانو د ستونزو په هواري کې مرسته وکړي چې په ايران کې بنديان دي، او هڅه کېږي له ايران سره د حقوقي او کنسولي همغږۍ له لارې د هغوی حقونه خوندي شي.

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

د ایران د پوځ لوی قوماندان: له افغانستان سره دیوال د سرحدي ستونزو د حل لپاره جوړیږي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۹:۴۶ GMT+۰
د ایران د پوځ لوی قوماندان: له افغانستان سره دیوال د سرحدي ستونزو د حل لپاره جوړیږي
100%

د ایران د پوځ لوی قوماندان امیر حاتمي د دغه هېواد شمال ختیزو سرحدي سیمو ته په سفر کې وویل، چې له افغانستان سره پر پوله د دیوال جوړولو هدف د سرحدي ستونزو مخنیوی دی.

امیر حاتمي د ایران د پوځ له یوشمېر ټولیو، قرارګاوو، کنډکونو او پر پوله د دیوال جوړېدو له پروژې د لیدنې پرمهال وویل، چې د پوځ اصلي دنده د ایران د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ساتل دي.

نوموړي وویل، چې د پوځ سرتېري شپه او ورځ د دې هدف لپاره هڅې کوي څو د هېواد پولې په خوندي ډول وڅاري.

هغه د سرحدي دیوال جوړول د ایران د ختیزو سیمو د امنیت د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله او ویې ویل: « که څه هم په تېرو کلونو کې د خاورینو خنډونو او کانالونو په څېر اقدامات شوي، خو د کانکریټي دیوال جوړول یو بنسټیز اقدام دی چې کولای شي له ګاونډي افغانستان سره د ځینو سرحدي ستونزو د حل لاره برابره کړي».

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر وايي له مطلق تضمین پرته له پاکستان سره سوداګري نه کوي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۹:۲۸ GMT+۰
د طالبانو د سوداګرۍ وزیر وايي له مطلق تضمین پرته له پاکستان سره سوداګري نه کوي
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د سوداګرو یوې غونډې ته وویل، چې د لارو له پرانېستلو او بشپړ ضمانت پرته افغانستان له پاکستان سره سوداګري نه کوي. هغه وویل افغانستان ګڼې نورې بدیلې لارې لري.

عزیزي زیاته کړه، چې که د لارو د بشپړ پرانېستلو تضمین او برابري او وروري وي، نو سوداګري شته او که دا نه وي، د پاکستان په دې اوسنیو شرایطو نور له پاکستان سره تجارت نه کوي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې « تاسې که قرارداد لرئ، درې میاشتې وروسته نور د پاکستان په شرایطو د تجارت اجازه نشته».

هغه وویل، چې افغانستان له نورو هېوادونو سره ګڼې لارې لري، چې سوداګري ورسره وکړي.

په همدې ناسته کې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر افغان سوداګرو او صنعت‌کارانو ته وویل، چې له پاکستان سره په دریو میاشتو کې خپل قراردادونه او حسابونه تصفیه کړي.

هغه زیات کړه، چې د پاکستان د وارداتو د ټیټ کیفیت له امله باید صادرات او واردات له بدیلو لارو ترسره شي.

ملا برادر: افغان سوداګر دې له پاکستان سره خپل قراردادونه درې میاشتو کې تصفیه کړي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۳۹ GMT+۰
ملا برادر: افغان سوداګر دې له پاکستان سره خپل قراردادونه درې میاشتو کې تصفیه کړي
100%

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر افغان سوداګرو او صنعت‌کارانو ته ویلي، هغه کسان چې د پاکستان سره قراردادونه لري؛ درې میاشتې وخت لري، چې خپل حسابونه تصفیه کړي. هغه ویلي، د پاکستان د وارداتو د ټیټ کیفیت له امله باید صادرات او واردات له بدیلو لارو ترسره شي.

ملا عبدالغني برادر نن د یوې ناستې پرمهال افغان سوداګرو او صنعت‌کارانو ته څرګنده کړه، چې پاکستان په تېرو وختونو کې او په ځانګړي ډول د مېوو په موسم کې د سوداګرۍ لپاره لارې تړلې دي. هغه زیاته کړې، چې د پاکستان وارداتي توکي بیا تر ډېره ټیټ کیفیت لري.

هغه وايي، که دا ځل پاکستان له افغانستان سره د لارو پرانیستل غواړي؛ نو باید تضمینونه ورکړي چې بیا دغه لارې نه تړي.

ملابرادر ټینګار کړی، چې د افغانستان صادرات او واردات باید له بدیلو لارو څخه ترسره شي؛ ترڅو سوداګري خوندي او د هېواد اقتصادي ګټه تضمین شي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په تېرو وروستیو کې اړیکې خورا ترینګلې شوې دي. له تېرې یوې میاشتې راهیسې له افغانستان سره د پاکستان ټولې لارې هم تړلې دي.
د دواړه خواوو سوداګر شکایت کوي، چې د لارو تړل پاتې کېدو له امله یې سخت زیانونه لېدلي دي.

رحمت الله نجیب: پاکستان غوښتل چې طالبان په دغه هېواد کې جګړه ناروا اعلان کړي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۱۴ GMT+۰
رحمت الله نجیب: پاکستان غوښتل چې طالبان په دغه هېواد کې جګړه ناروا اعلان کړي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت‌الله نجيب وايي، چې د ترکیې په ناسته کې پاکستان غوښتل چې طالبان په دغه هېواد کې روانه جګړه «ناروا» اعلان کړي؛ خو دوی څرګنده کړه، چې د فتوا صادرول یوازې د دارالفتوا مسوولیت دی. نوموړي زیاته کړه، له همدې امله خبرې بې‌پایلې پای ته ورسېدې.

هغه د یوې خبري ناستې پرمهال ویلي، د مذاکراتو پر مهال د پاکستان لوري غوښتنه وکړه چې طالبان دې په رسمي توګه فتوا صادره کړي او په پاکستان کې ټولې روانې جنګي کړنې دې ناروا اعلان کړي.

هغه زیاته کړه، چې منځګړو هېوادونو هم د یادې غوښتنې ملاتړ وکړ؛ ځکه هغوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د حساسو مسایلو په اړه بشپړ معلومات نه‌لرل.

نوموړي ویلي: «طالب پلاوي په اصولي ډول موافقه څرګنده کړه، چې فتوا صادرېدای شي؛ خو روښانه شوه چې د فتوا صادرول د دارالفتوا مسوولیت دی او د دې ادارې هر تصمیم به یوازې د اسلامي قانون پر اساس وي، نه د چا د غوښتنو او خوښې پر بنسټ.»

د نجيب په خبره؛ دغه موضوع ښايي د پاکستاني لوري لپاره د منلو وړ نه وه؛ نو د همدغه اختلافانو له امله مذاکرات پرته له کومې پایلې پای ته ورسېدل.

ملګري ملتونه: د کډوالو پراخه ستنېدنه په افغانستان کې بشري ناورین لا پراخوي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۷ GMT+۰
ملګري ملتونه: د کډوالو پراخه ستنېدنه په افغانستان کې بشري ناورین لا پراخوي
100%

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام وایي، په روان ۲۰۲۵کال کې افغانستان ته تر ۲.۳ مېلیونه ډېر کډوال ستانه شوي دي. دغې ادارې خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د کډوالو بېرته ستنېدو په دغه هېواد کې بشري ناورین لا پراخ کړی.

د دغه ادارې له‌خوا په تازه خپور شوي راپور کې راغلي، چې زلزلو، سېلابونو او وچکالۍ د افغانانو دغه وضعیت لا کړکېچن کړی او د طالبانو له‌خوا لګېدلو بندیزونو افغان ښځې او نجونې له لویو ننګونو سره مخ کړې دي. راپور زیاتوي، چې د دغه بندیزونو له امله افغان مېرمنې بنسټیزو حقونو ته له لاسرسي بې‌برخې کړې دي. دوی پر طالبانو غږ کړی، چې پر افغان مېرمنو لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

راپور وړاندې کاږي، چې ګڼ راستنېدونکي د بې‌روزګارۍ، د سرپناوو نشتوالي، د څښاک پاکو اوبو او نورو بنسټیزو خدمتونو ته له لاسرسي بې‌برخې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند وایي چې په تېرو ۱۹ ورځو کې له پاکستان، ایران او ترکیې نه د بندیانو په ګډون ۲ لکه او ۱۸۳۴ افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي.