• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

راحله دوستم: د لوحې په لرې کولو ازبکي ژبه له افغانستان نه څوک نه شي محو کولای

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۰ GMT+۰

پخوانۍ سناتورې او د عبدالرشید دوستم لور راحله دوستم، د طالبانو له خوا د جوزجان پوهنتون له لوحې څخه د ازبکي ژبې پر حذف کیدو غبرګون ښودلی او دا یې د ترک‌ توکمه افغانانو پر هویت د هدفمند فشار برخه بللې ده.

نوموړې پر خپل فیسبوک لیکلي، چې « د جوزجان پوهنتون د پخوانۍ لوحې لرې کول او د ازبکي ژبې حذف کول یوازې ظاهري بدلون نه دی، بلکې د ترک‌ توکمه افغانانو هویت په رسمي ډول د حذفولو یوه هدفمنده تګلاره ده.»

هغې ټینګار کړی چې ترک‌ توکمه افغانان به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې د دوی ژبه او کلتور د تبعیض په سیوري کې له منځه ولاړ شي، او دا اقدام یې د خلکو د حرمت او درناوي ماتولو په توګه بللی.

راحله دوستم دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د جوزجان پوهنتون له لوحې څخه اوزبکي ژبه حذف کړې او پر ځای یې یوه نوې لوحه نصب کړې چې یوازې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو لیکل شوې ده.

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو سفیر ګل حسن او د مسکو هوایي ډګر مشر د الوتنو د بیا پیلېدو په اړه خبرې کړي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۴ GMT+۰
د طالبانو سفیر ګل حسن او د مسکو هوایي ډګر مشر د الوتنو د بیا پیلېدو په اړه خبرې کړي
100%

په مسکو کې د طالبانو سفارت وایي چې طالب سفیر مولوي ګل حسن حسن د مسکو د نړیوال هوایي ډګر (دومودیدوو) له مشر اندرې ایوانوف سره کتلي او له افغانستان څخه مسکو ته د اوونیزو الوتنو د پیل په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

مولوي ګل حسن هیله څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ منظمې الوتنې به د سوداګریزو، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لامل شي.

د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي ایوانوف د یادو پروازونو د پیل لپاره د اړوندو هڅو ترڅنګ په تخنیکي او اداري برخو کې د طالب لوري سره ګډې همکارۍ ته هم چمتوالی وښود.

ویل کېږي چې دواړو لوریو د کام اېر هوایي شرکت له لوري مسکو ته د اوونیزو الوتنو د پیل په اړه هم خبرې اترې کړي دي.

دغه پرمختګ د افغانستان او روسیې ترمنځ د ترانسپورت او سوداګرۍ په برخو کې د اړیکو د پراختیا یو مهم ګام ګڼل کېږي.

اصف درانی: ملا برادر سوداګري ناقانونه بولي خو د ټي ټي پي تاوتریخوالی غیرقانوني نه اعلانوي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۰ GMT+۰
اصف درانی: ملا برادر سوداګري ناقانونه بولي خو د ټي ټي پي تاوتریخوالی غیرقانوني نه اعلانوي
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني د طالبانو پر دریځ نیوکه کړې او ویلي یې دي چې داعجیبه ده چې ملا برادر له پاکستان سره سوداګري «ناقانونه» بولي، خو د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) تاوتریخوالی غیر قانوني نه اعلانوي.

هغه پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي:« ایا دا ټوکه نه ده چې ملا برادر له پاکستان سره سوداګري ناقانونه بولي، خو د ټي ټي پي وحشت ته د ناقانونه عمل نوم نه ورکوي؟»

د هغه دا څرګندونې وروسته له هغې راځي چې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن افغان سوداګرو او صنعت‌کارانو ته په یو غونډه کې وویل، هغه کسان چې له پاکستان سره قراردادونه لري، درې میاشتې وخت لري، چې خپل حسابونه تصفیه کړي.

هغه ویلي، د پاکستان د وارداتو د ټیټ کیفیت له امله باید صادرات او واردات له بدیلو لارو ترسره شي.

تر اوسه د طالبانو چارواکود دراني د څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د پېښور له امن جرګې سره پرېکون کړی

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۶ GMT+۰
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د پېښور له امن جرګې سره پرېکون کړی
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو په پېښور کې د خیبرپښتونخوا له امن جرګې سره پرېکون کړی او وايي، چې دا جرګه دولتي او د ریاستي ادارو تر څار لاندې جوړه شوې. د غورځنګ یوه غړي نورالله ترین وویل، چې هر یو د امن خبره کوي، خو هیچا ونه ویل، چې ترهګري چا خپره کړې او قاتل څوک دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو نظیف خان اشنغر، حنیف پشتین او نورالله ترین د خیبر پښتونخوا د امن جرګې له تالار نه تر راوتلو وروسته خبریالانو ته وویل، چې دوی ته په دې جرګه کې د خبرو او وینا وخت نه دی ورکړل شوی او دوی له دې امله د اعتراض په ډول له جرګې سره پرېکون کوي.

نورالله ترین وايي، چې د جرګې مسوولانو ته یې څو ځله د وینا وړاندیز کړی، خو دوی ته تر ناوخته وخت نه دی ورکړل شوی.

هغه وویل، چې دا جرګه دولتي ده او د ریاست تر څار لاندې جوړه شوې ده.

نورالله ترین وویل، چې په دې جرګه کې هر کس د امن خبرې کولې، خو هیچا دا ونه ویل، چې ترهګري چا خپره کړې او څوک قاتل دی.

د هغه په وینا، د پي ټي اېم د غړو وړاندیز دا و، چې د خیبر قومي جرګې پرېکړې پلې شي.

د طالبانو د قبایلو چارو وزارت مرستیال: زموږ ګاونډیان ډېر «بد نیته او بې ایمانه» دي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۰ GMT+۰
د طالبانو د قبایلو چارو وزارت مرستیال: زموږ ګاونډیان ډېر «بد نیته او بې ایمانه» دي
100%

د طالبانو د قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو د همغږۍ معیین محمد علي جان احمد په ننګرهار کې د قومي مشرانو په یوه غونډه کې ویلي، چې د افغانستان ګاونډیان « ډېر بدنیته او بې ایمانه خلک دي».

نوموړي نن د چارشنبې په ورځ، د لړم ۲۱مه په ننګرهار کې د ولسوالیو له استازو او قومي مشرانو سره د یوې غونډې پرمهال په خپله وینا کې د کوم هېواد له نوم یادولو پرته وویل:«زموږ او ستاسو ګاونډیان ډېر بند نیته خلک دي، ډېر بې ایمانه خلک دي، ډېر بې وجدانه خلک دي او ډېر د کافرانو غلامان دي.»

نوموړي په افغانستان کې د روانو ستونزو پړه پر ګاونډيو هېوادونو واچوله او زیاته یې کړه:«هسي یې د اسلام په نوم ځانونه مسلمانان کړي دي، نور په دوی کې د اسلام بوی نه دی پاتې. دغه ټولې پدیدې په موږ کې له ګاونډیانو نه راپیدا کېږي، خو الحمدالله د دوی ځالې خرابې شوې دي او دوی دې هدف ته نه شي رسیدلی.»

نوموړي مشخص د پدیدې نوم نه دی یاد کړی، خو ظاهرا هدف یې دداعش وسله واله ډله ده.

یاد طالب چارواکي که څه هم په ظاهره د پاکستان نوم نه دی یاد کړی، خو له تیرې یوې میاشتې راهیسې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په خورا ترینګلي حالت کې دي او د دواړو لوریو چارواکي یو او بل د ناامنیو په پراخولو تورنوي.

امن جرګه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې دې ژر تر ژره د سوداګرۍ پر مخ پرانېستل شي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۶ GMT+۰
امن جرګه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې دې ژر تر ژره د سوداګرۍ پر مخ پرانېستل شي
100%

د خیبرپښتونخوا امن جرګې د ایالت د ټولو سیاسي ګوندونو په تایید سره په ۱۵ مادو کې د یادې جرګې اعلامیه خپره کړه. په یاده اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ژر تر ژره د لارو پر پرانېستلو او د افغانستان په اړه د پاکستان د حکومت پالیسۍ جوړولو کې د ایالتي حکومت پر مشورې ټینګار شوی.

د خېبر پښتونخوا د سیاسي ګوندونو ترمنځ نن د چار شنبې په ورځ په پېښور کې د خیبر امن جرګه وشوه، چې د یاد ایالت د روانو ناامنیو او افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړې په اړه اندیښنو او حل لارو باندې خبرې پکې وشي.

یاده جرګه د ټولو سیاسي ګوندونو په تایید د یوې ۱۵ مادیزې اعلامیې په خپرېدو سره پای ته ورسېده.

د جرګې په اعلامیه کې غوښتنه شوې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې دې د هر ډول سوداګرۍ پر مخ ژر تر ژره خلاصې شي.

همدارنګه د یادې اعلامیې په ۱۳ ماده کې راغلي، چې د پاکستان مرکزي حکومت دې د افغانستان په اړه د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ په جوړولو کې کې له ایالتي حکومت سره مشوره وکړي او ډیلوماسۍ ته دې لومړیتوب ورکړل شي.

د امن جرګې په اعلامیه کې د مرکزي او ایالتي حکومت ترمنځ د اړیکو د نرمښت، د ناامنیو په مهارولو کې پر ایالتي حکومت باور، کانونو او نورو مسایلو په اړه یادونه شوې ده.

په جرګه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو ته له بلنې سره سره، د وینا وخت نه دی ورکړل شوی او دغه غورځنګ له جرګې سره پرېکون اعلان کړی.

د خېبر پښتونخوا امن جرګه پر داسې مهاله ترسره شوه، چې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته د دواړو لوریو ترمنځ په قطر او استابنول کې درې ځلې مذاکرات پرته له کومې مطلوبې پایلې پای ته ورسیدل او له کابو یوې میاشتې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې د سوداګرۍ ترمنځ تړلې دي.