د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، دا هغه کسان دي چې د جرمني محاکمو ته یې د ویزو د رد کېدو پر ضد حقوقي دعوه وړاندې کړې او بریالي شوي دي.
اوس مهال شاوخوا ۱۹۰۰ افغانان په پاکستان کې انتظار باسي چې د جرمني حکومت بن ته د هغوی د داخلېدو ژمنه عملي کړي. ډېری یې هغه پخواني سیمهییز کارکوونکي دي چې د جرمني له پوځ یا ادارو سره یې په افغانستان کې کار کړی و، یا هغه کسان دي چې د خپل مدني او سیاسي فعالیت له امله د طالبانو له ګواښ سره مخ دي.
د دغه ماموريت پر مهال، دسي اې ای الوتکو د شپې له خوا د افغانستان د هلمند او ننګرهار ولایتونو د کوکنار پر پراخو کروندو میلیاردونه ځانګړې اصلاح شوې د کوکنارو دانې(خشخاش) شیندلې وې.
واشنګټن پوسټ لیکي، دا په افغانستان کې د امریکا د جګړې له هغو پټو څپرکو دی چې تر اوسه یې عامو خلکو ته معلومات نه وو رسېدلي.
د دغې پروژې موخه دا وه چې د اصلاح شويو کوکنارو دانو له لارې داسې نباتات وکري چې د هېرويين جوړوونکو کیمیاوي موادو اندازه پکې ډېره کمه وي. تمه کېده چې دغه دانې به د طبیعي کوکنارو له نباتاتو سره ګډې شي او د وخت په تېرېدو د کمزهرجنو نباتاتو نسل پیاوړی او کوکنار له منځه یوسي.
د راپور له مخې، دغو تخمونو جینیټیکي بدلونونه نه لرل (لکه د عصري ژناډیټنګ ټکنالوژۍ له لارې)، بلکې د اوږدې مودې د کرنې او ګذار پروسې په لړ کې منځته راغلي وو.
د جګړې تر سیوري لاندې “پټ تخمونه”
د دغې پروژې لپاره په لومړیو کې د انګلستان د پوځ له (سي – ۱۳۰) الوتکو څخه کار اخیستل کېده، څو د شپې له خوا، له خلکو او د طالبانو له سترګو پټ، دا اصلاح شوې دانې وغورځوي.
واشنګټن پوسټ وایي چې د دغه ماموريت د مالي بودجې، د پروازونو شمېر او د پایلو د ارزونې جزییات لا هم محرم پاتې دي. ان د امريکا د دفاع وزارت (پينتاګون) او د بهرنيو چارو وزارت ځینې لوړپوړي چارواکي هم وايي چې له دې ماموريت څخه بېخبر پاتې شوي وو او يا هم يوازې اوازې يې اورېدلې وې.
په دې راپور کې واشنګټن پوسټ د امریکا د پخوانيو چارواکو له قوله ویلي، چې ولسمشر جورج بوش په رسمي ډول سي اې ای ته د دې عملياتو د ترسره کولو اجازه ورکړې وه.
په راپور کې راغلي چې د هغه وخت افغان حکومت، چې مشري یې حامد کرزی کوله، هم د سي ای اې له دې پلان څخه خبر نه و، او لا معلومه نه ده چې وروسته یې خبر ترلاسه کړی و او که نه، خو دا پټه پروژه داسې مهال روانه وه چې امریکا د طالبانو پر ضد جګړه او د نشهيي توکوپر ضد نړیواله مبارزه پر مخ وړله.
واشنګټن پوسټ لیکي چې د دې عملیاتو د بریالیتوب، اغېزو او پایلو په اړه کره شمېرې نشته او همدارنګه سي ای اې او د بوش او اوباما د حکومت پخوانیو ویاندویانو له تبصرې ډډه کړې ده.