• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عمر زاخېلوال: د سیاسي ترینګلتیا له امله هېڅ هېواد د بل هېواد د ټرانزیټ حق نه شي اخېستی

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۳ GMT+۰

د پخواني جمهوري نظام د ماليې وزیر حضرت عمر زاخېلوال د طالبانو د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د وروستیو څرګندونو په تړاو ویلي، چې په وچه کې بند هېواد ټرانزیټ د ګاونډي هېواد «امتیاز یا ډالۍ» نه، بلکې د نړیوالو قوانینو او دوه اړخیزو سوداګریزو تړونونو له مخې مشروع حق دی.

هغه دا څرګندونې وروسته له هغه کړې چې ملا برادر د افغان سوداګرو او صنعتکارانو یوې غونډې ته وویل، له پاکستان سره د قرارداد لرونکي کسان دې خپل حسابونه په درېیو میاشتو کې تصفیه کړي، ځکه له دغه هېواده واردات د ټیټ کیفیت له امله باید محدود شي.

زاخېلوال پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، د سیاسي اختلافاتو یا ترینګلتیا له امله هېڅ هېواد نه‌شي کولای د بل هېواد د ترانزیت حق سلب کړي. هغه ټینګار کړی چې د افغانستان د حکومت اساسي دنده دا ده چې د خپلو سوداګرو او صادراتو د تېرېدو د حق ملاتړ وکړي، نه دا چې هغوی له خپلو نړیوالو حقونو «په یوطرفه او داوطلب ډول» تېر شي.

پخواني وزیر له طالبانو غوښتي چې د احساساتي پرېکړو پر ځای دې د افغانستان سوداګریزې او اقتصادي ګټې د نړیوالو اصولو او واقعي اړتیاوو پر بنسټ وساتي.

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

بې‌پولې ډاکټران: د ختیځ افغانستان زلزله‌ځپلي په ژور خپګان اخته شوي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۷ GMT+۰
بې‌پولې ډاکټران: د ختیځ افغانستان زلزله‌ځپلي په ژور خپګان اخته شوي
100%

د بې پولې ډاکټرانو نړیوالې ادارې ویلي، چې د ختیځ افغانستان وروستۍ زلزلې زرګونه کسان زیانمن کړي، چې اوس د زلزله‌ځپلو خلکو ترمنځ دناامیدۍ، ژور خپګان او رواني فشارونو کچه لوړه شوې ده.

یادې ادارې د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د زلزله‌ځپلو له وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دوی روغتیایي ټیمونو تر اوسه د بېځایه شویو په دوو کمپونو کې له اووه زرو ډېرو کسانو ته درملنې او رواني مشورې وړاندې کړې دي.

په اعلامیه کې راغلي چې دا زلزله د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې په افغانستان کې له تر ټولو وژونکو طبیعي پېښو څخه وه، چې له امله یې زرګونه کسان بې‌کوره او سخت اغېزمن شول.

د بې پولې ډاکټرانو د ادارې غړې ناهید نور، ویلي: «د زلزله‌ځپلو خلکو له ذهنه د زلزلې غږ او د کورونو د نړېدو صحنې نه دي وتلې. ډېری یې اوس له ژور خپګان او وېرې سره ژوند کوي.»

دغه اداره خبرداری ورکوي چې د ژمي له رارسېدو سره به په کمپونو کې د سړو، تنفسي ناروغیو، ټوخې او سرخکان په څېر موسمي ناروغۍ زیاتې شي.

د بې پولې ډاکټرانو نړېوالې ادارې له مرستندویو بنسټونو او حکومتونو غوښتي چې د بې‌ځایه شویو کورنیو د ملاتړ لپاره بېړنۍ بشري مرستې ورسوي.

راحله دوستم: د لوحې په لرې کولو ازبکي ژبه له افغانستان نه څوک نه شي محو کولای

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۳ GMT+۰
راحله دوستم: د لوحې په لرې کولو ازبکي ژبه له افغانستان نه څوک نه شي محو کولای
100%

پخوانۍ سناتورې او د عبدالرشید دوستم لور راحله دوستم، د طالبانو له خوا د جوزجان پوهنتون له لوحې څخه د ازبکي ژبې پر حذف کیدو غبرګون ښودلی او دا یې د ترک‌ توکمه افغانانو پر هویت د هدفمند فشار برخه بللې ده.

نوموړې پر خپل فیسبوک لیکلي، چې « د جوزجان پوهنتون د پخوانۍ لوحې لرې کول او د ازبکي ژبې حذف کول یوازې ظاهري بدلون نه دی، بلکې د ترک‌ توکمه افغانانو هویت په رسمي ډول د حذفولو یوه هدفمنده تګلاره ده.»

هغې ټینګار کړی چې ترک‌ توکمه افغانان به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې د دوی ژبه او کلتور د تبعیض په سیوري کې له منځه ولاړ شي، او دا اقدام یې د خلکو د حرمت او درناوي ماتولو په توګه بللی.

راحله دوستم دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د جوزجان پوهنتون له لوحې څخه اوزبکي ژبه حذف کړې او پر ځای یې یوه نوې لوحه نصب کړې چې یوازې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو لیکل شوې ده.

د طالبانو سفیر ګل حسن او د مسکو هوایي ډګر مشر د الوتنو د بیا پیلېدو په اړه خبرې کړي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۴ GMT+۰
د طالبانو سفیر ګل حسن او د مسکو هوایي ډګر مشر د الوتنو د بیا پیلېدو په اړه خبرې کړي
100%

په مسکو کې د طالبانو سفارت وایي چې طالب سفیر مولوي ګل حسن حسن د مسکو د نړیوال هوایي ډګر (دومودیدوو) له مشر اندرې ایوانوف سره کتلي او له افغانستان څخه مسکو ته د اوونیزو الوتنو د پیل په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

مولوي ګل حسن هیله څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ منظمې الوتنې به د سوداګریزو، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لامل شي.

د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي ایوانوف د یادو پروازونو د پیل لپاره د اړوندو هڅو ترڅنګ په تخنیکي او اداري برخو کې د طالب لوري سره ګډې همکارۍ ته هم چمتوالی وښود.

ویل کېږي چې دواړو لوریو د کام اېر هوایي شرکت له لوري مسکو ته د اوونیزو الوتنو د پیل په اړه هم خبرې اترې کړي دي.

دغه پرمختګ د افغانستان او روسیې ترمنځ د ترانسپورت او سوداګرۍ په برخو کې د اړیکو د پراختیا یو مهم ګام ګڼل کېږي.

اصف درانی: ملا برادر سوداګري ناقانونه بولي خو د ټي ټي پي تاوتریخوالی غیرقانوني نه اعلانوي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۰ GMT+۰
اصف درانی: ملا برادر سوداګري ناقانونه بولي خو د ټي ټي پي تاوتریخوالی غیرقانوني نه اعلانوي
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني د طالبانو پر دریځ نیوکه کړې او ویلي یې دي چې داعجیبه ده چې ملا برادر له پاکستان سره سوداګري «ناقانونه» بولي، خو د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) تاوتریخوالی غیر قانوني نه اعلانوي.

هغه پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي:« ایا دا ټوکه نه ده چې ملا برادر له پاکستان سره سوداګري ناقانونه بولي، خو د ټي ټي پي وحشت ته د ناقانونه عمل نوم نه ورکوي؟»

د هغه دا څرګندونې وروسته له هغې راځي چې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن افغان سوداګرو او صنعت‌کارانو ته په یو غونډه کې وویل، هغه کسان چې له پاکستان سره قراردادونه لري، درې میاشتې وخت لري، چې خپل حسابونه تصفیه کړي.

هغه ویلي، د پاکستان د وارداتو د ټیټ کیفیت له امله باید صادرات او واردات له بدیلو لارو ترسره شي.

تر اوسه د طالبانو چارواکود دراني د څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د پېښور له امن جرګې سره پرېکون کړی

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۶ GMT+۰
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د پېښور له امن جرګې سره پرېکون کړی
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو په پېښور کې د خیبرپښتونخوا له امن جرګې سره پرېکون کړی او وايي، چې دا جرګه دولتي او د ریاستي ادارو تر څار لاندې جوړه شوې. د غورځنګ یوه غړي نورالله ترین وویل، چې هر یو د امن خبره کوي، خو هیچا ونه ویل، چې ترهګري چا خپره کړې او قاتل څوک دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو نظیف خان اشنغر، حنیف پشتین او نورالله ترین د خیبر پښتونخوا د امن جرګې له تالار نه تر راوتلو وروسته خبریالانو ته وویل، چې دوی ته په دې جرګه کې د خبرو او وینا وخت نه دی ورکړل شوی او دوی له دې امله د اعتراض په ډول له جرګې سره پرېکون کوي.

نورالله ترین وايي، چې د جرګې مسوولانو ته یې څو ځله د وینا وړاندیز کړی، خو دوی ته تر ناوخته وخت نه دی ورکړل شوی.

هغه وویل، چې دا جرګه دولتي ده او د ریاست تر څار لاندې جوړه شوې ده.

نورالله ترین وویل، چې په دې جرګه کې هر کس د امن خبرې کولې، خو هیچا دا ونه ویل، چې ترهګري چا خپره کړې او څوک قاتل دی.

د هغه په وینا، د پي ټي اېم د غړو وړاندیز دا و، چې د خیبر قومي جرګې پرېکړې پلې شي.