افغان لوبغاړو د مویتای سیالیو کې د سپینو او برونزو مډالونو ګټونکي شول

د اسلامي هېوادونو د پيوستون د شپږم پړاو سیالیو د مویتای په برخه کې محمد یوسف جهانګیر په پرلهپسې ډول اندونیزیايي او سعودي سيالانو ته ماتې ورکړې او د سپينو زرو مډال یې ګټلی دی.

د اسلامي هېوادونو د پيوستون د شپږم پړاو سیالیو د مویتای په برخه کې محمد یوسف جهانګیر په پرلهپسې ډول اندونیزیايي او سعودي سيالانو ته ماتې ورکړې او د سپينو زرو مډال یې ګټلی دی.
د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی رییس احمدالله وثیق د پنجشنبې په ورځ پر اېکسپاڼې لیکلي، چې جهانګیر به سبا د سرو زرو مډال ګټلو لپاره د خپل ترکي سیال پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
وثیق زیاته کړې، چې سيد حميد سادات خپل قزاقستاني سیال ته ماته ورکړه؛ خو د ايراني سيال پر وړاندې يې ماته وخوړه او د برونزو مډال ګټونکی شو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ وویل، چې پاکستان د اسلاماباد د مرګوني ځانمرګي برید له پېښې وروسته، چې د سریلانکا د کرېکټ لوبډلې د سفر پر مهال یې د امنیت په اړه اندېښنې راولاړې کړې، پوځ او نیمهنظامي ځواکونه د یادې لوبډلې د خوندیتوب لپاره ځای پر ځای کړي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل، چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د سریلانکا د دفاع وزیر پرامیتا باندارا ټېنکون ته د لوبډلې د امنیت ډاډ ورکړی دی.
هغه زیاته کړه: «زموږ پوځ او نیمهنظامي ځواکونه د سریلانکايي لوبډلې د امنیت لپاره ګومارل شوي دي».
د کرېکټ لوبغالی او هوټل چې د سریلانکا لوبډله پکې اوسیږي، دواړه د چاودنې له ځایه لږ تر لږه لس کیلومتره واټن لري.
د سریلانکا د کرېکټ بورډ د چارشنبې په ورځ وویل، چې د لوبډلې یو شمېر لوبغاړو له چاودنې وروسته کور ته د ستنېدو غوښتنه کړې ده.
بورډ لوبډلې ته لارښوونه کړې چې پاتې شي، ځکه د پاکستان چارواکو امنیتي تضمینونه ورکړي دي.
دغه بریدونه د ۲۰۰۹ کال د لاهور برید خاطرې تازه کوي، چې د سریلانکا د لوبډلې پر ضد وشو او نږدې یوه لسیزه یې په پاکستان کې نړیوال کرېکټ درولی و.
سریلانکا دا مهال د اسلاماباد ترڅنګ په راولپنډۍ کې د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کوي او ورپسې به له زیمبابوې سره شلاوریزې درې اړخیزې سیالۍ لوبوي.
د افغانستان د ښځینهو والیبال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د یووالي سیالیو په لړ کې په خپله درېیمه لوبه کې هم ماتې وخوړه. افغان لوبډلې دغه لوبه د ۲۵-۹، ۲۵-۱۰ او ۲۵-۸ نمرو په توپیر وبایلوده.
افغان لوبډلې د دغه سیالۍ دوه نورې لوبې هم د ترکیې او تاجکستان پر وړاندې بایللې وې.
افغان لوبډله د یادو سیالیو په لړ کې نن د اذربایجان پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي.
د افغانستان د ښځینهو والیبال ملي لوبډلې د المپیک نړۍوالې کمېټې او د والیبال نړۍوال فدراسیون په ملاتړ په دغه سیالیو کې برخه اخیستې ده.
د افغانستان دننه طالبانو د ښځو په ورزشي فعالیتونو بندیز لګولی دی.
د ایاوسي غړو، د افغانستان د ملي المپیک کمیټې رییس حفیظ الله وليرحیمي او د ښځینهو والیبال لوبډلې سره په یوه غونډه کې د اسیایي لوبو او د یادې کمیټې تر څار لاندې نورو سیالیو کې د افغان ښځینهو لوبغاړو پر حضور ټینګار کړی.
یوشمېر افغان ښځینهو لوبغاړو تر دې وړاندې د قونیه د اسلامي هېوادونو په سیالیو کې، د هانګزو اسیایي سیالیو او نورو نړۍوالو سیالیو کې د IOC په ملاتړ ګډون کړی و.
سره له دې چې طالبانو د ښځو په ورزشي فعالیتونو بندیز لګولی، د افغانستان د المپیک ملي کمیټه په نړۍوالو سیالیو کې د ښځو د ګډون ملاتړ ته دوام ورکوي.
ورته مهال د افغانستان د ملي المپیک کمېټې مشر حفیظ الله وليرحیمي د هېواد د ښځینهو والیبال لوبډلې سره د دوامداره همکارۍ اعلان وکړ او ویې ویل، کمیټه هڅه کوي چې په بهر کې د افغان ښځینهو ورزشي لوبډلو د ودې او پرمختګ زمینه برابره کړي.
هغه زیاته کړه، چې د المپیک ملي کمیټه به په دوامداره توګه د افغان ښځینهو والیبال ملي لوبډلې د روزنې، ودې او ملاتړ لپاره د غوره شرایطو برابرولو لپاره کار وکړي.
د ملي المپیک کمېټې مشر د افغان ښځینهو ورزشي لوبډلو د بیا جوړولو پروګرام خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې په دې اړه له IOC سره خبرې اترې شوې دي.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان د خلکو اندېښنې پای ته ورسولې. راشد خان د دوشنبې په شپه د لړم ۱۹مه پر انسټاګرام لیکلي، چې د خیریه بنسټ په غونډه کې ورسره ناسته مېرمن یې د ژوند ملګرې ده.
هغه لیکلي، چې د روان کال د اګسټ په دویمه یې له دې مېرمنې سره نکاح کړې او هغه یې د مینې او ملګرتیا انځور یاده کړې ده.
هغه تازه د «خان فاونډېشن» په نوم بنسټ پرانېست او په دې پرانېست غونډه کې له راشد خان سره د یوې مېرمنې حضور تر هغه وروسته په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ غبرګونونه راوپارول، چې د دوی انځور او ویډیو خپره شوه.
په دې انځور کې هغه د یوې مېرمنې ترڅنګ ښکاري، چې افغاني جامې یې اغوستي او جبري حجاب نه لري.
خان خپل انسټاګرام پوسټ کې زیاته کړې، چې خپله مېرمن یې د خیریه بنسټ غونډې ته بېولې وه، خو له بده مرغه ځینو خلکو ناسم اټکلونه کړي دي.
هغه ویلي: «حقیقت ډېر ساده دی، هغه زما مېرمن ده او موږ دواړه یو ځای ولاړ یو او د پټولو لپاره هېڅ نه لرو.»
راشد خان له ټولو هغو کسانو مننه کړې چې له ده سره یې د مهربانۍ، ملاتړ او درک احساس څرګند کړی دی.
خو اصلي خبره دا ده، چې راشد خان تېر کال د اکټوبر په درېیمه د کابل په یوه عصري هوټل کې په ښه شان او شوکت سره واده وکړ او اوس پوښتنه دا ده، چې ایا هغه واده چې راشد خان نن یې یادونه وکړه، د نوموړي دویم واده دی او که نه؟
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ټاکنې مشر اسدالله خان وايي، د اسټرالیا هغه پرېکړه چې د افغان ښځو د حقونو د وضعیت له امله له افغانستان سره لوبې نه کوي، د کرېکټ د پرمختګ لپاره ښه نښه نه ده.
اسټرالیا له ۲۰۲۱ کال راهیسې کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، له افغان لوبډلې سره هېڅ دوه اړخیزې لوبې نه دي ترسره کړي. د اسټرالیا کرېکټ بورډ لومړی د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې پلان شوې ازمایښتي لوبه لغوه کړه، وروسته یې د ۲۰۲۳ کال د مارچ په میاشت کې د یو ورځنیو لوبو لړۍ هم لغوه کړه او د ۲۰۲۴ کال د اګسټ لپاره پلان شوې شل اوریزه سیالۍ یې هم ترسره نه کړې.
اسدالله خان د دې پرېکړو پر وړاندې خپل غبرګون څرګند کړی او ویلي یې دي، چې د ښځو د کرېکټ د ټیم ستونزې د حل کېدو لپاره وخت ته اړتیا لري، خو له سیاست سره د کرېکټ تړل د لوبې د اصولو خلاف کار دی.
هغه ویلي: «موږ د ایسيسي غړیتوب د کوم خیرات له لارې نه دی ترلاسه کړی، بلکې د خپلو لاسته راوړنو او ښې کارکردګۍ له امله مو ترلاسه کړی دی. د اسټرالیا او نورو هېوادونو دا چلند د کرېکټ د پرمختګ پر ځای یو پیاوړی ټیم کمزوری کوي.»
هغه زیاته کړه، چې د افغانستان د کرېکټ ټیم د نړۍ له غوره لوبډلو څخه دی او د سپین توپ اچونې برخه یې بې سارې ده.
هغه په دې اړه ویلي: «زموږ د سپین توپ اچونه د نړۍ تر ټولو پیاوړې توپ اچونه ده، زموږ د بریا سلنه لوړه ده، خو که هېوادونه زموږ لوبې سیاستیزې کړي، دا به یوازې د کرېکټ زیان وي. له موږ سره د نه لوبې کولو پرېکړه د نارینه وو کرېکټ ته هم زیان رسوي.»
په ورته وخت کې د کرېکټ نړۍوالې شورا ویلي، چې د افغانستان د ښځو د کډوالو لوبډلې ته به د راتلونکو دوو نړۍوالو سیالیو د ۲۰۲۵کال د ښځو نړۍوال جام او د ۲۰۲۶کال د ښځو شل اوریز جام پر مهال د ګډون او ښکېلتیا مهم فرصتونه ورکړل شي.
افغان ښځینه لوبغاړې چې له طالبانو وروسته له هېواده وتلې دي، په کاناډا او اسټرالیا کې کډوالې شوې، دوی د ۲۰۲۵کال د ښځو د نړۍوال جام د پرانیستې لوبې نندارې ته بلل شوې وې او دغه لوبې یې له نږدې ولیدې چې دا اقدام د هغوی د نړۍوال کرېکټ سره د بیا یو ځای کېدو یو مثبت ګام بلل کېږي.