• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له تېرو شپږو میاشتو راهیسې افغانستان کې د ایراني تېلو څه باندې ۷۰۰ ټانکرونه بند پاتې دي

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۹ GMT+۰

د ايران د خراسان رضوي ولايت سياسي او ټولنيز مرستيال محمدعلي نبي‌پور ويلي، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د ایران د تېلو ۷۳۶ټانکرونه ایسار کړای شوي او دوی په جدي توګه دغه مسله څېړي.

د خراسان رضوي د ولايتي ادارې د عامه اړيکو رياست د معلوماتو له مخې، دغه ټانکرونه د دوغارون پولې له لارې افغانستان ته ننوتي وو؛ خو د یو لړ ستونزو له کبله هلته ایسار کړای شوي دي. نبي‌پور وایي، د دغه ټانکرونو نږدې ۷۰سلنه د ايراني شرکتونو دي او پاتې ۳۰ سلنه د افغان موټرچلوونکو اړوند دي.

نوموړي زياته کړه، د دغه ستونزې د حل لپاره په ولايتي کچه څو ناستې ترسره شوې دي او د حل لارې لپاره یې مثبت پرمختګونه هم شوي دي. د ایران د خراسان رضوي ولايت د انرژۍ او تېلو اړوند ادارې هڅه کوي، چې د قانوني لارو له مخې د دغو ټانکرونو د بېرته ور وړل کېدو بهير بشپړ کړي.

دغه چارواکي ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د ایراني تېلو ټانکرونو درېدنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په بهیر کې خنډونه رامنځته کړي دي.

په همدې تړاو، د ایران د تايباد ولسوالۍ ولسوال حسين جمشيدي هم ويلي، د ټانکرچلوونکو او د مالو خاوندانو شکايتونه جدي دي؛ ځکه د اوږدې مودې بند پاتې کېدو له امله سوداګر اندېښمن شوي دي. د ده په وينا؛ د پرله‌پسې هڅو پر مټ د بند پاتې ټانکرونو شمېر له ۲زرو څخه ۷۳۶ ته راکم شوی، چې شاوخوا ۲۵ مېليونه ليټره پټرول یې لېږدولي وو.

هغه زياته کړه، د دوغارون د ازادې سوداګريزې صنعتي سيمې د تېلو د زېرمه کولو تاسيسات او زېربناوې د بند پاتې ټانکرونو په برخه کې مهم رول لري. د معلوماتو له مخې؛ ایران یوازې د دوغارون له لارې افغانستان ته ۲۰سلنه تېل صادروي.

د روان کال په لومړۍ نيمايي کې ۴۷۱زره او ۷۴۶ ټنه توکي د نږدې ۵۹۶ مېليونه ډالرو په ارزښت له دې لارې افغانستان ته صادر شوي، چې د تېر کال د ورته مودې پرتله په دې کچه کې ۳۰ او په ارزښت کې ۶۰ سلنه زياتوالی ښيي.

طالبانو څو، څو ځله ویلي چې د ایران څخه یې د بې‌کېفیته تېلو صادرولو په لړ کې د ځینو شرکتونو کانټینرونه ضبط کړي او همدا راز یې ځینې بېرته ایران ته واپس کړي دي.

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۳
د جولای ۸مه

له پوتین او نتنیاهو تر ملا هبت‌الله؛ کوم مشران د نیولو حکم لري او ولې نه دي نیول شوي؟

۴

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

۵

سرچینې: پر ډیورنډ کرښه یو وار بیا د طالبانو او پاکستاني‌ ځواکونو ترمنځ نښته شوې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو او پاکستان پر کړکېچ اندېښنه؛ عراقچي او لاوروف ټلېفوني خبرې کړې

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۴ GMT+۰
د طالبانو او پاکستان پر کړکېچ اندېښنه؛ عراقچي او لاوروف ټلېفوني خبرې کړې
100%

د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي د روسیې له بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف سره په یوه ټلېفوني اړیکه کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستي کړکېچ په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د سيمې د هېوادونو ترمنځ د سولې او ثبات لپاره یې د ګډو هڅو پر اړتیا ټینګار کړی.

پنج‌شنبه د (لړم ۲۲مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «د سيمې د هېوادونو ترمنځ دوامداره خبرې او همغږي د تاوتريخوالي د خپرېدو د مخنيوي او د ګډ امنيت د تضمين کیلي ده». عباس عراقچي زياته کړه، چې ايران غواړي له مسکو او د سيمې له نورو هېوادونو سره منظمې سلا مشورې وشي؛ څو د افغانستان د ډیورنډ په اوږدو کې د لا زياتو شخړو د رامنځته کېدو مخه ونيول شي او د ثبات لپاره لارې چارې ولټول شي.

د ټليفوني خبرو پر مهال دواړو لوريو د خپلو دوه اړخيزو اړيکو جاج واخيست او پر دې يې ټينګار وکړ، چې تهران او مسکو د ټولو هغو برخو د پراختيا هوډ لري چې دواړو لورو ته د علاقې وړ دي.

عراقچي وويل، امريکا او يو شمېر اروپايي هېوادونه د فلسطين د مسلې په اړه په ملګرو ملتونو کې داسې نوې هڅې کوي، چې اندېښنې يې راپورته کړې دي. ده وويل، د امنيت شورا دغه طرحه به د غزې او فلسطين خلک د پرديو تر واک لاندې کړي.

له بلې خوا، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د سيمې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر اهميت ټينګار وکړ. خبرپاڼه کې د هغه په حواله لیکل شوي، چې مسکو چمتو دی له تهران او نورو سيمه‌ييزو لورو سره د ثبات او امنيت د ټينګښت لپاره خپلې سلامشورې او همغږي ته دوام ورکړي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ کړکېچ تازه پر سوداګریزې جګړې هم بدل شوی. همدا راز د قطر او ترکیې په منځګړتوب د دواړه خواوو له لوري درې پړاوه مذاکرات هم ناکام شوي او په نږدې وختونو کې دغه کړکېچ حل کېدونکی نه ښکاري.

پاکستان ادعا لري، چې پر کابل واکمنو طالبانو د دوی مخالفو ډلو «ټي‌ټي‌پي» یا د پاکستاني طالبانو غورځنګ په ګډون یو شمېر نورو ډلو ته پناه ځایونه ورکړي؛ خو طالبان بیا دغه ادعاوې ردوي. پر کابل واکمن دعوه لري، چې اسلام‌اباد د دوی خلاف داعش وسله‌وال روزي او خپله خاوره کې یې مرکزونه هم ورکړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د سلما بند د اوبو د خوشې کولو غوښتنه وکړه

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۴ GMT+۰
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د سلما بند د اوبو د خوشې کولو غوښتنه وکړه
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب‌ ابادي په تهران کې د طالبانو له سفیر سره د لیدنې پر مهال له سلما بند څخه مشهد ته د اوبو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده. هغه همدارنګه د هلمند د سیند د اوبو د حق په اړه هم خبرې کړي.

غریب‌ ابادي د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۱مه) پر اېکس پاڼې لیکلي، چې د طالبانو له سفیر سره یې په لیدنه کې د کابل د وروستي سفر پر مهال د شویو هوکړو د تعقیب او د هلمند د اوبو د حق په اړه بحث کړی دی.

هغه زیاته کړې: «په دې لیدنه کې مې په ځانګړې توګه ټینګار وکړ، چې د سلما بند اوبه باید خوشې شي، تر څو د مشهد ښار د څښاک د اوبو یوه برخه چې د ډېرو افغان کډوالو کوربه هم دی د دوستي بند له لارې تامېن شي.»

سلما بند د هرات په ولایت کې د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال د هند په مالي ملاتړ د شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت جوړ شوی و.

په تهران کې د طالبانو سفارت هم ویلي، چې دواړو خواوو د افغان بندیانو د وضعیت، د کونسلګریزو همکاریو د اسانه کولو او په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه بحث او نظرونه تبادله کړي‌ دي.

ایران دا مهال له یوې بې‌ سارې وچکالۍ سره مخ دی. د ایران چارواکي وخت ناوخت د هلمند د سیند د اوبو په اړه له طالبانو سره خبرې کوي. ایراني چارواکي وايي، طالبان د اوبو حق په برخه کې په خپلو ژمنو عمل نه‌ دی کړی؛ خو طالبان وایي، چې افغانستان د سختې وچکالۍ له امله د اوبو له کمي سره مخ دی.

خالد حنفي‌ د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره د اسلامي‌ ارزښتونو پر ترویج خبرې وکړې

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۷ GMT+۰
خالد حنفي‌ د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره د اسلامي‌ ارزښتونو پر ترویج خبرې وکړې
100%

د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي د اسلامي‌ همکاریو سازمان له ځانګړو استازو سره د اسلامي‌ ارزښتونو پر ترویج خبرې وکړې. د طالبانو یاد وزیر د تخنیکي ملاتړ، ظرفیت لوړونې او روزنیزو سیمینارونو غوښتنه کړې.

د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي د چهارشنبې په ورځ د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي‌ استازي طارق علي بخیت او د کابل لپاره د دغه سازمان سفیر سعید علیاش سره په لیدنه کې د خپلو فعالیتونو او ترسره شویو اقداماتو په اړه معلومات شریک کړي.

د طالبانو دغه وزارت دا نه دي‌ ویلي، چې طالب وزیر کوم اقدامات ځانګړو استازو ته وړاندې کړي.

حفني ویلي، د دوی موخه د «اسلامي اصولو له مخې د یوې سالمې ټولنې رامنځته کول دي.»

طالبانو ویلي، چې د دغه سازمان استازو هم د همغږۍ، دوامداره تعامل او همکاریو پر پیاوړتیا ټينګار کړی.

شهباز شریف د پاکستان پارلمان کې طالبان او هند په وروستیو بریدونو کې پر لاس لرلو تورن کړل

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۵ GMT+۰
شهباز شریف د پاکستان پارلمان کې طالبان او هند په وروستیو بریدونو کې پر لاس لرلو تورن کړل
100%

په اسلام‌اباد کې د تېرې ورځې له ځانمرګي برید یوه ورځ وروسته، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دې هېواد په پارلمان کې هند او افغان طالبان د پاکستان په ترهګریز برید کې پر لاس لرلو تورن کړل.

هغه هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر سفر له دغه هېواد سره د طالبانو د همکارۍ نښه وبلله او ویې ویل، چې ډیلي ته د امیرخان متقي سفر پاکستان ته یو څرګند پیغام ورکوي.

نوموړي دغه څرګندونې وروسته تر هغه وکړې، چې د سې شنبې په ورځ (د لړم ۲۱مه) یوه ځانمرګي بریدګر په اسلام‌اباد کې د محکمې مخې ته ځان ته چاودنه ورکړه، چې له امله یې شاوخوا ۴۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل، چې بریدګر غوښتل محکمې ته ننوځي، خو بریالی نه شو او د پولیسو موټر ته څېرمه یې ځان ته چاودنه ورکړه.

له دې سره، وسله‌والو د سې شنبې په ورځ په سوېلي وزیرستان کې د واڼې پوځي کالج پر وړاندې برید وکړ، چې له ساتونکو سره له څو ساعتونو نښتې وروسته په برید کې درې کسان ووژل شول.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل، چې بریدګر په افغانستان کې له خپلو تنظیموونکو سره په اړیکه کې وو. نن د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم اعلان وکړ، چې د بریدګرو په منځ کې افغانان هم شامل دي.

هغه دا برید په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان د پوځ له خوا اداره کېدونکي ښوونځي کې د قتل عام سره پرتله کړ او ټینګار یې وکړ: «د افغانستان د پلونو نښې هم لیدل کېږي. »

هند په یوې رسمي اعلامیه کې په دې بریدونو کې لاس لرل رد کړل. طالبانو هم په پوځي اکاډمۍ او د اسلام اباد په محکمې برید وغانده. طالبانو په وار وار ویلي، چې د پاکستاني طالبانو د تحریک ډلې او بلوڅ وسله والو بریدونه د پاکستان داخلي ستونزه ده او د دغه هېواد حکومت دې دغه پړه پر طالبانو نه اچوي.
د هند له خوا د تورونو د ردولو په اړه د پاکستان لومړي وزیر وویل: «موږ په بلوچستان کې د جعفر اېکسپرېس د اورګاډي تښتولو شواهد نړۍ ته وړاندې کړل. «ټي‌ټي‌پي» او بلوڅ بېلتون غوښتونکو د افغانستان له خاورې فعالیت کاوه او هلته د ترهګرو او په هند کې د هغوی له ملاتړو سره په اړیکه کې وو. موږ خپل شواهد نړۍ ته وړاندې کړل او هېچا یې رد یا ننګونه ونه کړه.»

هغه زیاته کړه: «دا ګومان کول چې د پاکستان ترهګر دوښمنان په دې بریدونو کې ښکېل نه دي، په دې معنا ده چې شپه، ورځ وګڼو.»

د پاکستان لومړي وزیر وسله والو ته خبرداری ورکړ: «موږ ستاسو د کړنو څخه په بشپړه توګه خبر یو، موږ دمخه مناسب ځواب ورکړی، بیا به هم دا کار وکړو.»

شریف په ترکیه کې له طالبانو سره خبرو اترو ته په اشارې سره وویل، چې پاکستان یوازې یوه غوښتنه لري: هغه دا چې طالبان دې ترهګرې ډلې چې د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان برید کوي، کنټرول کړي.

هغه ټینګار وکړ: «موږ سوله غواړو او افغانستان یو مساوي شریک ګڼو؛ هغه څه چې د پاکستان لپاره ښه دي، د افغانستان لپاره هم ښه دي، خو غلطې ژمنې او د ترهګرو په مخنیوي کې پاتې راتلل د منلو وړ نه دي.»

شهباز شریف دا هم وویل: «هند ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر سفر او ورپسې سفرونه موږ ته روښانه پیغامونه راکوي. موږ به ترهګرو ته اجازه ورنکړو چې د پاکستان د پرمختګ او سوکالۍ مخه ونیسي.»

هغه پر طالبانو غږ وکړ، چې له پاکستان سره د سولې په ټینګښت کې همکاري وکړي.

اېمل ولي‌ خان ته د لطف‌الله خیرخواه مشوره: په غور سره فکر او تحلیل وکړئ

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۶ GMT+۰
اېمل ولي‌ خان ته د لطف‌الله خیرخواه مشوره: په غور سره فکر او تحلیل وکړئ
100%

د طالبانو د افغانستان بانک د نظارت او مالي خدمتونو عمومي امر لطف‌الله خیرخواه اېمل ولي‌ خان ته په خطاب کې ویلي: «زه تاسو ته مشوره درکوم چې په پوره غور سره فکر او تحلیل وکړئ.» اېمل ولي خان تر دې وړاندې ویلي و، چې افغان طالبان د افغانانو اصلي‌ څېره نه دي.

لطف‌الله خیرخوا د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۱مه) پر خپلې اېکس پاڼې د اېمل ولي خان وروستی پوسټ شریک کړی او ورته یې لیکلي: «له مخکې جوړو شویو اندېښنو او قضاوتونو څخه ځان وساتئ.»

د خیرخوا په خبره، د اېمل ولي خان خبرې مناسبې نه دي او ټولې خبرې یې د مخکېنیو قضاوتونو او جدي فکري پایلو پایله ده.

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وايي، دا د منلو نه ده چې افغان طالبان دې د افغانستان د ولس اصلي استازیتوب وکړي او نه هم ټي‌ټي‌پي او پي‌ټي‌ای د پښتونخوا د خلکو نمایندګي کوي. نوموړی زیاتوي، چې دغه ډلې او تحریکونه د لوېدیځ جوړې شوې پروژې دي.