• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د یو لړ عملیاتو پرمهال ۲۲وسله‌وال وژل شوي دي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۹:۳۴ GMT+۰

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د پنجشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د استخباراتي معلوماتو پربنسټ د پاکستاني ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې ۲۲ وسله‌وال وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

په راپور کې راغلي، چې دغه عملیات د باجوړ په ګدر کلي کې ترسره شوي دي. په راپور کې پاکستاني ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۳

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۴

د پېښور سترې محکمې د «قايداعظم» د شړلو مخه ونیوله

۵
ستاسو روایت

یو طالب جنګیالی: د جګړې د ډګر جنګیالي اوس یا اوزګار دي او یا هم په کمو پیسو عسکري‌ کوي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له ډنمارکۍ کمېټې سره د ۱ میلیون او۸۰۰زره ډالرو په ارزښت د همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۰ GMT+۰
100%

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي، چې د افغان کډوالو د مرستو لپاره له ډنمارک کمېټې سره یې د یو میلیون ۸ سوه ۱۰۹۴ ډالرو په ارزښت د کډو همکاریو هوکړه لاسلیک کړه. طالبانو ویلي، چې په دې سره به د ۵ ولایتونو په ۳۳ ولسوالیو کې خلکو ته اساسي او وقایوي پروژې تطبیق کړي.

د طالبانو دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۲مه) په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغې ادارې رييس نورالدین ترابي د ډنمارک کمېټې له سرپرست نور ګل نوري یاد تفاهم لاسلیک کړی دی.

ترابي ویلي: « خوښ یو چې نن یو داسې تفاهم لیک لاسلیک کوو، چې په هغه سره د ۵ ولایتونو ۳۳ ولسوالیو کېخلکو ته اساسي او وقایوي پروژې تطبیق کیږي.»

طالبان د ورته پروژې د تطبیق او خلکو ته د اسانتیاوو د برابرولو په پلمه له زياتو بنسټونو او مرستندویه ادارو مرستې اخیستي؛ خو دغې ډلې خلکو ته د شفافیت په برخه کې هېڅ ځواب نه دی ویلی.

پاکستاني سوداګر وایي چې له افغانستان سره تړلو لارو زیان وراړولی دی

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۴ GMT+۰
100%

د خیبرپښتونخوا یو شمېر سوداګر وايي چې له افغانستان سره د لارو تړل کېدو د هغوی د کاروبار او عادي خلکو پر ژوند سخت منفي اغېز کړی دی. هغوی له پاکستاني حکومت څخه غوښتي چې ژر تر ژره له افغانستان سره د سوداګرۍ لارې بېرته پرانیزي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان د بازارونو د اتحادیې مشر ملک سوهاني په پېښور کې په یوه خبري ناسته کې ویلي چې له تېرې میاشتې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې دروازې تړلې پاتې دي، چې له امله یې د دواړو هېوادونو د سوداګرو، کروندګرو او د ترانسپورټي سکتور اړوند خلکو اقتصادي زیانونه ډېر شوي دي.

ملک سوهاني ویلي: «له یوې میاشتې زیات وخت کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري بنده ده. د سبو، مېوو او نورو زراعتي توکو باروړونکي موټر دواړو غاړو ته ولاړ دي او توکي په خرابېدو دي. واردوونکي او صادروونکي له میلیاردونو روپیو تاوان سره مخ شوي دي.»

نوموړي زیاته کړې چې پاکستاني سوداګر د دغه هېواد له پوځ او امنیتي ادارو سره خپل ملاتړ څرګندوي، خو اقتصادي فشار دومره زیات شوی چې د زغملو وړ نه دی.

هغه وویل: «په داسې حال کې چې زرګونه کورنۍ هره ورځ د خوړو موندلو لپاره مبارزه کوي، ګڼ شمېر فابریکې او کاروبارونه بند پاتې دي. موږ له حکومته غواړو چې له افغان چارواکو سره خبرې وکړي او دا ستونزه په بیړني ډول هواره کړي.»

ملک سوهاني همدارنګه وویل چې حتا هغه هېوادونه چې له یو بل سره یې اړیکې ترینګلې وي، بیا هم خپلې سوداګریزې لارې پرانستې پرېږدي، څو د اقتصادي بحران مخه ونیول شي.

د ده په وینا، د لارو تړل کېدو له امله د اړینو توکو کمبود رامنځته شوی، بیې لوړې شوې او په ټول ایالت کې د بیو کچه ورځ تر بلې لوړېږي.

دغه سوداګر وايي، که د پولو د تړل کېدو ستونزه ژر حل نه شي، نو د خوارې طبقې ژوند به لا نور هم ستونزمن شي او د بېکارۍ کچه به لوړه شي.

سهیل اپریدی وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو نیوونکي د پښتنو د امن دښمنان دي

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۳ GMT+۰
100%

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د خیبر پښتونخوا له امن جرګې وروسته د پښتون ژرغونې غورځنګ د غړو د نیول کېدو او تري تم کېدو په غبرګون کې ویلي، چې د جرګې د میلمنو نیوونکي کسان د پښتنو د امن دښمنان دي.

سهیل اپریدي نن د پنجشنبې په ورځ، د لړم ۲۲مه له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې د پېښور په امن جرګه کې ټول ګډون کوونکي د جرګې میلمانه وو او هر چا چې د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه غړي تښتولي هغه د پښتنو د امن دښمنان دي.

نوموړي زیاته کړه:«هر چا چې دا کار کړی وي، هغوی زموږ د پښتنو روایات مات کړي دي، چا چې دا کار کړی وي هغه زموږ د پښتون قوم د امن دښمن دی، چا چې دا کار کړی وي، هغوی نه غواړي چې په خیبر پښتونخوا کې امنیت راشي.»

نوموړي خبرداری ورکړی او وايي، چې که په دغه ډول د خیبر پښتونخوا د پښتنو او قبایلو روایات ماتول دوام وکړي، نو پر وړاندې به یې کلک غبرګون وښودل شي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې تېره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د خیبر پښتونخوا په امن جرګه کې د وینا لباره د وخت نه ورکولو له امله له جرګې سره پرېکون وکړ او د اعتراض په ډول یې جرګه پرېښوده.

بل خوا د پښتون ژرغونې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین ویلي، چې د یاد غورځنګ له هغو غړو سره، چې جرګه یې د اعتراض په ډول پریښې وه، هر ډول اړیکه قطع ده او تر اوسه خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي.

پخوانی پاکستانی جنرال: طالبانو د اسلامي ورورولۍ پر ځای له پاکستان سره دښمني شروع کړې

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۴ GMT+۰
100%

د پاکستان پوځ یو متقاعد جنرال انعام‌الحق په یوه تازه تحلیلي لیکنه کې چې «د افغانستان پوځي جغرافیه، د واک مرکزونه او زموږ سیاست» نومېږي، لیکلي چې افغان طالبانو د اسلام‌اباد د پخوانۍ دوستۍ او ملاتړ سره، سره اوس له پاکستان سره د دښمنۍ لاره نیولې ده.

جنرال انعام‌الحق په خپل تحلیل کې ویلي، طالبانو نه یوازې د اسلامي ورورولۍ او ښه ګاونډیتوب اصول نه‌دي مراعت کړي؛ بلکې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) غړو ته یې پناه ورکړې او د پاکستان ملي امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

هغه زیاته کړې، په اسلام‌اباد کې وروستی ځانمرګی برید او د وزیرستان په سویلي سیمه کې د پېښور د پوځي ښوونځي د ناورین د تکرار هڅه ده چې د «ټي‌ټي‌پي» اړونده ډلو له‌خوا طرحه شوې وه. د هغه په وینا، د طالبانو پر وړاندې د اسلام‌اباد اوږد زغم هېڅ پایله نه‌ده ورکړې او اوس په سیاسي او ډېپلوماتیکو کړیو کې د نوو انتخابونو په اړه خبرې روانې دي.

انعام‌الحق د مقالې په یوې برخه کې د طالبانو دننه د پوځي جغرافیې او قومي درزونو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې د هندوکش غرونه افغانستان په دوو برخو وېشي: «سوېل چې زیاتره پښتانه په‌کې مېشت دي او شمال چې نور قومونه په‌کې اوسېږي. د هغه په باور؛ دغه تاریخي درزونه د افغانستان د اوږدمهاله بې‌ثباتۍ یو اساسي لامل دی».

هغه لیکلي، د اوسني افغانستان د قدرت څلور اصلي مرکزونه کندهار، لويه پکتیا، شمال او هرات دي او پاکستان تر دې مخکې هڅه کړې وه چې د پښتنو سیمو په تمرکز سره د ثبات ساتنه وکړي. خو نوموړي خبرداری ورکړی، چې قومي اختلافات، د اقتصادي فرصتونو نشتوالی او د خلکو نارضایتي کولای شي د نوي تاوتریخوالي او نا کراریو لامل شي.

جنرال انعام‌الحق د طالبانو هغه روایت ناسم بللی، چې ګواکې دوی د شوروي او امریکا پر وړاندې په خپله بریالي شوي دي. د هغه په وینا؛ طالبان بې د پاکستان له پوځي او سیاسي مرستو به هېڅ‌کله نه وای توانېدلي له دغو دوو زبرځواکونو سره مقابله وکړي.

هغه لیکلي، د افغانستان په تړاو د پاکستان سیاست په جدي توګه بیا کتنې ته اړتیا لري. د نوموړي په باور؛ اسلام‌اباد باید د افغانستان د راتلونکي لپاره د سوېلي پښتنو او شمالي قومونو له ګډ ترکیب څخه د یو ټول‌ګډونه او پراخې حکومتدارۍ ملاتړ وکړي، خو له بلې خوا باید د فشار وسایل هم له لاسه ورنه کړي.

هغه ټینګار کړی، د افغانستان دوامداره سوله یوازې هغه وخت شونې ده چې دغه هېواد له خپلو ګاونډیانو، په ځانګړي ډول له پاکستان سره، متوازنه او دوستانه اړیکه ولري.

انعام‌الحق په پای کې لیکلي: «ارام افغانستان د سیمې د سولې لپاره ګټور دی او د افغانستان ثبات د پاکستان د ثبات معنا لري».

اېمل ولي خان: طالبان د افغانانو او ټي‌ټي‌پي او پي‌ټي‌ای د پښتونخوا د خلکو استازي نه دي

۲۱ لړم ۱۴۰۴ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۸ GMT+۰
100%

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وايي، دا د منلو نه ده چې افغان طالبان دې د افغانستان د ولس اصلي استازیتوب وکړي او نه هم ټي‌ټي‌پي او پي‌ټي‌ای د پښتونخوا د خلکو نمایندګي کوي. نوموړی زیاتوي، چې دغه ډلې او تحریکونه د لوېدیځ جوړې شوې پروژې دي.

اېمل ولي خان د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۱مه) پر اېکس پاڼې لیکلي، چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو کې پراته ملتونه له یو بل سره توپير لري.

هغه زیاته کړې، چې لوېدیځ هڅه کوي دا ټوله سیمه په یوه «ژوندي دوزخ بدل کړي.»

نوموړي زیاته کړې: «د کرښې دواړو غاړو ته پراته ملتونه له یو بل‌ څخه ډېر توپير لري، دا یو حقیقت دی که یې څوک مني او که نه، دا ټول د لوېديځ پروژې دي تر څو دا ټوله سیمه په یوه ژوندي دوزخ بدل کړي.»