• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګرو ملتونو د بوديجې د کمښت له امله افغان راستنېدونکو ته د نغدو مرستو ورکول محدود کړي دي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۱ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی، چې د نړۍوالو مالي محدوديتونو له امله دوی نه شي کولای له ټولو افغان راستنېدونکو سره نغدي مرستې وکړي. د دې ادارې مرستې له دې وروسته يوازې هغو «زیان‌منو راستنېدونکو» ته ورکول کېږي، چې د «پي او‌ ار» کارټ لري.

ملګرو ملتونو د شنبې په ورځ (د لړم ۲۴مه) په يوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د نړۍوالو مالي ستونزو د بشري مرستو بهير اغېزمن کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د جمعې له ورځې راهيسې افغان راستنېدونکو ته د نغدو مرستو ورکول محدود شوي دي.

په اعلاميه کې راغلي: «اوسمهال ټول افغان راستنېدونکي د مرستې ترلاسه کولو وړ نه دي. دا ډول هدفمنده مرسته يوازې د هغو کسانو لپاره ده، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ کې ثبت شوي او يا د پي او‌ ار کارټ لري.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په پاکستان کې ټینګار کړی، چې د افغان کورنيو ستونزې د درک وړ دي او که مالي تمويل برابر شي، مرستې به بيا پيل شي.

د ملګرو ملتونو له خوا د افغان کډوالو مرستې په داسې حال کې محدودې شوي، چې پاکستان تازه د افغان کډوالو د شړلو نوې څپه پيل کړې او يوازې په يوه ورځ کې شاوخوا اووه زره افغانان له دې هېواده شړل شوي دي.

دې لړۍ د بشري حقونو د سازمانونو اندېښنه هم راپارولې ده. د ملګرو ملتونو کارپوهانو هم د افغان کډوالو د شړلو ناوړه پايلو په اړه خبرداری ورکړی او له اسلام‌اباد څخه يې غوښتي، چې خپلو نړۍوالو ژمنو ته وفادار پاتې شي.

ايران هم هره ورځ سلګونه افغان کډوال شړي. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ويلي، چې د افغانانو د دوامداره شړلو له امله په افغانستان کې د بشري مرستو رسونه لا نوره هم پېچلې شوې ده.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

•
•
•

نور کیسې

شهباز شریف له کابل او نوي ډيلي سره د تحولاتو په اړه د اردُن پاچا ته معلومات ورکړل

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۸ GMT+۰
شهباز شریف له کابل او نوي ډيلي سره د تحولاتو په اړه د اردُن پاچا ته معلومات ورکړل
100%

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اردُن له پاچا دویم عبدالله سره په کتنه کې د پاکستان په ګاونډ کې د وروستیو تحولاتو، په ځانګړي ډول د افغانستان او هند په اړه هغه ته معلومات ورکړل. د پاکستان حکومت د دغو معلوماتو د ورکړې په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي.

د اردُن پاچا دویم عبدالله د شنبې په ورځ (د لړم ۲۴مه) د پاکستان پلازمینې اسلام‌اباد ته په یوه دوه ورځني سفر ورسېد. هغه د پاکستان له ولسمشر سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو د پراختیا او دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

د اردُن پاچا د دغه هېواد له لومړي وزیر شهباز شریف سره په جلا کتنه کې د پاکستان او اردُن ترمنځ د ستراتېژیکو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا تر څنګ په سیمه‌ییزو او نړۍوالو پلیټفارمونو کې د متقابلو ګټو پر بنسټ د ګډو همکاریو د پراخېدو ژمنه وکړه.

د پاکستان حکومت د خبرپاڼې له‌مخې، شهباز شریف په دې کتنه کې «د پاکستان په ګاونډ کې د وروستیو تحولاتو، په ځانګړي ډول د افغانستان او هند په اړه پاچا دویم عبدالله ته معلومات ورکړل.»

په خبرپاڼه کې د دغه معلوماتو د ورکړې په تړاو نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي، خو د اردُن د پاچا له قوله ویل شوي، چې هغه د سیمې په ثبات او سوله کې د پاکستان مهم رول ستایلی دی.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان د روان کال په ترڅ کې لومړی له هند سره جګړه وکړه او بیا تر هغې وروسته له طالبانو سره ونښتل، خو د امریکا په وینا له هند سره اوربند وشو او د قطر او همداراز ترکیې په منځګړیتوب له طالبانو سره اوربند وشو، خو لا هم د دواړو هېوادونو د ستونزو د اساسي حل لپاره ۳ ځلي خبرو له اوربند پرته بله څه پایله نه ده ورکړې.

اریانا افغان هوايي شرکت له هند سره د کارګو لپاره ټیټې بیې عملي کوي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۴ GMT+۰
اریانا افغان هوايي شرکت له هند سره د کارګو لپاره ټیټې بیې عملي کوي
100%

د اریانا افغان هوايي شرکت د طالبانو د اقتصادي مرستیال د پرېکړې پر بنسټ له یکشنبې څخه د ډیلي سکټور لپاره د کارګو له لارې تر ټولو ټيټې بیې عملي کوي. دوی ویلي، یو کیلو سوداګریر صادراتي‌ توکي په یو امریکايي ډالره او یو کیلو وارداتي سوداګريز توکي په ۸۰ سنټه لېږدوي.

د اریانا افغان هوايي شرکت مشر بخت‌الرحمان د شنبې په ورځ (د لړم ۲۴مه) په یوه اعلامیه کې ویلي: «اریانا ویاړي چې په نړۍواله کچه د افغاني تولیداتو د لېږد په برخه کې خپل ملي مسوولیت ادا کوي او موخه یې دا ده، چې افغاني تولیدات په ټیټه بیه د نړۍ هر ګوټ ته ورسېږي.»

اوسمهال دغه شرکت د کارګو الوتنو له لارې د افغانستان وچه او تازه مېوه، زعفران، غالۍ او نور صادراتي توکي ګڼو هېوادونو ته انتقالوي.

اریانا افغان هوايي شرکت وروسته تر هغه دغه اقدام کړی، چې د طالبانو اقتصادي مرستیال ملا برادر له پاکستان سره د سوداګرۍ د بندېدو خبر ورکړ.

نوموړي ویلي، چې د افغان سوداګرو لپاره پر بدیلو لارو او اسانتیاوو کار کوي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ؛ اسلام‌اباد وايي، له افغانستانه هر یرغل ته ځواب ورکوي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۵ GMT+۰
د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ؛ اسلام‌اباد وايي، له افغانستانه هر یرغل ته ځواب ورکوي
100%

د پاکستان او طالبانو تر منځ له مخامخ وسله‌والې جګړې وروسته د دواړو لوریو ترمنځ لفظي ناندریو زور اخیستی او یو بل په یوه ډول نه په یوه ډول ګواښي. تازه د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار ویلي، له افغانستان څخه هر ډول یرغل ته به مناسب ځواب ورکړي.

د پاکستان د لومړي وزیر ستر سلاکار رانا ثناالله د شنبې په ورځ (د لړم ۲۴مه) د پنجاب په فیصل‌اباد کې په یوې غونډې کې په دې اړه وضاحت ورنه‌کړ چې له افغانستان څخه یرغل به څوک کوي، ځکه د طالبانو په وینا، هر کله پاکستان د جګړې پیلوونکی وي.

رانا ثناالله تر دې مخکې هم ویلي و، چې د ډيورند کرښې په اوږدو کې د «ترهګرو» د نفوذ له امله له ترهګریزو بریدونو سره مخ دي.

دغه پاکستانی چارواکی په داسې حال کې افغان طالبان ګواښي، چې په دې وروستیو میاشتو کې د اسلام‌اباد او طالبانو اړیکې ډېرې خړې شوي او له وسله‌والې مخامخ جګړې وروسته په قطر او ترکیه کې د سولې په موخه ۳ ځلي کتنو له اوربند پرته بله څه پایله نه ده ورکړې.

پاکستان له افغانستان سره د هر ډول ستونزو له راولاړېدو سره سم، په لومړي ګام کې له افغانستان سره ټولې لارې بندوي او دا ځل هم له طالبانو سره تر مخامخ جګړې وروسته له څه باندې یوې میاشتې راهیسې یې لارې بندې کړي او یوازې د افغان ګډوالو د لېږدونې پر مخ خلاصې دي.

په دې سره، په دواړو خواوو کې د سوداګرو له زیانمنېدو سربېره د کرښې په دواړو خواوو کې د خوراکي توکو، مېوو او سبزیجاتو بیې لوړې شوي او ورسره طالبانو هم له پاکستان څخه د وارداتو د پرېکون اعلان وکړ او ملا عبدالغني برادر له افغان سوداګرو وغوښتل، چې له پاکستان سره په هره برخه کې خپل تړونونه تر درېیو میاشتو تصفیه کړي او په ډاګه کړې یې ده، چې د پاکستان د وارداتو د ټیټ کیفیت له امله باید صادرات او واردات له بدیلو لارو ترسره شي.

طالبانو هم له دغې پرېکړې وروسته د منځنۍ اسیا هېوادنو او ایران ته مخه کړې او نن (شنبه د لړم ۲۴) د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ایران ته په دې موخه تللی، چې د افغانستان وارداتو او صادراتو ته بدیلې سوداګریزې لارې ومومي.

د پاکستان دفاع وزیر بیا د ملا برادر د پرېکړې په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو کمول به اسلام‌اباد ته د تاوان پر ځای ګټه ورسوي، ځکه په دې سره به پاکستان ته د سوداګرو یا بل نوم د ترهګرو تګ راتګ کم شي او ورسره به د کرښې اداره کول اسانه شي.

له دې سره سم، د شنونکو په باور، په وچه کې بند هېواد ټرانزیټ د ګاونډي هېواد «امتیاز یا ډالۍ» نه، بلکې د نړۍوالو قوانینو او دوه اړخیزو سوداګریزو تړونونو له مخې مشروع حق دی.

په دې ناندریز ماحول کې پاکستان تل پر افغان طالبانو تور پورې کړی، چې له ټي‌ټي‌پي ملاتړ کوي، خو طالبانو بیا د اسلام‌اباد دغه ادعاوې په وار وار رد کړي او د ټي‌ټي‌پي مساله یې د پاکستان کورنۍ مساله بللې ده.

د بندي لیکوالانو نړۍواله ورځ؛ لیکل جرم نه دی

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۴ GMT+۰
د بندي لیکوالانو نړۍواله ورځ؛ لیکل جرم نه دی
100%

د بندي لیکوالانو نړۍواله ورځ هر کال د نومبر په ۱۵مه د پېن نړۍوالې ټولنې په نوښت نمانځل کېږي. دا ورځ د هغو لیکوالانو د درناوي لپاره ځانګړې شوې، چې د خپل نظر د څرګندولو او د خپلو عقایدو د خپرولو له امله بنديان شوي دي.

د دې ورځې د نمانځلو موخه د زنداني لیکوالانو نه هېرول دي، د هغو چپ شویو غږونو انعکاس او پر هغو حکومتونو فشار راوړل چې د مخالف نظر او عقایدو زغم نه لري.

همداراز دا ورځ د بیان او اندېښنې د ازادۍ د نقض په اړه یو جدي خبرداری ګڼل کېږي.

پېن نړۍواله ټولنه هر کال په همدې ورځ د بېلابېلو هېوادونو د ځینو زنداني لیکوالانو نومونه خپروي او د دوی د ژوند او اثارو لنډه پېژندنه په خپل رسمي وېب‌پاڼه کې وړاندې کوي.

د بندي لیکوالانو د نړۍوالې ورځې اهمیت

د دویمې نړۍوالې جګړې له پای او د سړې جګړې له پیل وروسته، د ډېرو هېوادونو حکومتونو د لیکوالانو، شاعرانو او خبریالانو پر ضد د فشار او ځورونې لړۍ نوره هم زیاته کړه.

په ختیځ بلاک کې ګڼ شمېر لیکوالان یوازې د خپلو فکري او سیاسي نظرونو د څرګندولو له امله د «نظام پر ضد تبلیغ» په څېر پلمو نیول کېدل او زندان ته لېږل کېدل. په لاتینې امریکا، منځني ختیځ او افریقا کې هم ډیکتاتورانو او نظامي رژیمونو د خپلواکو او منتقدو لیکوالانو غږونه خاموشه کول.

په همدې فضا کې د پېن نړۍوالې ټولنې غړو چې له ۱۹۲۱ کال راهیسې د لیکوالانو نړۍواله اتحادیه په برېتانیا کې فعاله وه، دا درک کړه چې یوازې د اعلامیو خپرول د زنداني لیکوالانو د ملاتړ او د بیان د ازادۍ د دفاع لپاره کافي نه دي.

د همدې لپاره د ۱۹۶۰مې لسیزې په پیل کې د یوې داسې نړۍوالې ورځې د نمانځلو وړاندیز وشو، چې د لیکوالانو د زنداني کولو پر ضد یو سمبولیک اعتراض او یادونه وي. وروسته له هغې، د «بندي لیکوالانو کمېټه (Writers in Prison Committee) د پېن ټولنې تر چتر لاندې جوړه شوه.

د دې کمېټې موخه دا وه، چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د بندي لیکوالانو وضعیت وڅاري، د بیان د ازادۍ د نقض پېښې ثبت کړي او د لیکوالانو غږ نړۍوالې ټولنې ته ورسوي. دغې کمېټې به د نړۍ مشرانو ته لیکونه استول، نړۍوال فشارونه یې واردول او هڅه یې کوله، چې لیکوالان له زندان څخه خوشې شي یا له شکنجې او اعدام څخه وژغورل شي.

په ۱۹۸۱کال کې د پېن نړۍوالې ټولنې په کانګرس کې پرېکړه وشوه، چې دا فعالیتونه دې د یوې ځانګړې ورځې په بڼه تنظیم شي، څو د نړۍ پام د بندي لیکوالانو پر حال راواوړي.

له همدې امله د نومبر ۱۵مه (د لړم ۲۴مه) د «بندي لیکوالانو نړۍواله ورځ» وټاکل شوه. له هغه وخت راهیسې، دا ورځ هر کال له ۱۰۰څخه زیاتو هېوادونو کې نمانځل کېږي. د بندي لیکوالانو کمېټه هر کال د زنداني لیکوالانو څو مهمې څېرې معرفي کوي، څو خلک د ملاتړ لیکونه ولیکي، د همدردۍ لاسلیکونه راټول کړي او د فرهنګي فعالیتونو له لارې د هغوی ملاتړ وکړي.

په ۱۹۸۰مې او ۱۹۹۰مې لسیزو کې دا ورځ د شعرونو ماښامنۍ، د زنداني لیکوالانو د لیکونو د لوستلو او نړۍوالو کمپاینونو له لارې شهرت وموند.

په دې کلونو کې د نړۍ مشهورو لیکوالانو لکه ارتور مېلر، ماریو بارګاس یوسا، واتسلاو هاول او اورهان پاموک د دې ورځې په مناسبت د زنداني لیکوالانو د ملاتړ ویناوې وکړې او پیغامونه یې خپاره کړل.

په ډېرو مواردو کې، همدغه کمپاینونه د دې لامل شول چې یو شمېر لیکوالان له زندان څخه خوشې شي، د بېلګې په توګه واتسلاو هاول په چکسلواکیا کې چې وروسته د هېواد ولسمشر شو.

په وروستیو کلونو کې دا پروګرام د کتاب پلورنځیو، پوهنتونونو او فرهنګي مرکزونو په همکارۍ سره نمانځل کېږي او هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سلګونه لیکونه د بندي لیکوالانو ته استول کېږي، هغه لیکونه چې د زندان او انزوا ترمنځ د هېلو او انسانیت نښه ګرځي.

د ۲۰۲۵ کال د بندي لیکوالانو د نړۍوالې ورځې شعار

پېن نړۍوالې ټولنې په خپل سږني راپور کې چې «هویت په محکمه کې: ځورونه او مقاومت» نومېږي، د ۲۰۲۵ کال د قضیو لړلیک خپور کړی دی.

په دغه راپور کې ټینګار شوی، چې «لیکوالان د خپل هویت له مخې د زیاتېدونکو ځورونو او تعقیب سره مخ دي» او ښيي، چې په تېر یوه کال کې د هغو لیکوالانو د سانسور، بند او ګواښ پېښې په پراخه کچه ډېرې شوې دي، کوم چې د خپل جنسیت، جنسي تمایل، قوم، یا مذهبي باورونو له امله نښه ګرځي.

د دې راپور شواهد څرګندوي، چې دا یوه نړۍوال بهیر دی چې پکې هغه لیکوالان چې خپل هویت څرګندوي یا د حکومتونو رسمي روایتونه ننګوي، د عدلي فشارونو، سانسور او تاوتریخوالي سره مخ کېږي.

د سانسور تېغ د افغانستان د لیکوالانو پر ژبه

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان د لیکوالانو، خبریالانو او فرهنګي فعالانو وضعیت ډېر کړکېچن شوی دی.

ډېری لیکوالان، خبریالان او فرهنګي فعالان د سیاسي، مذهبي یا ټولنیزو دلایلو له امله نیول شوي یا د فشار او ګواښ لاندې ژوند کوي. هغه کسان چې د طالبانو د قوانینو یا د دوی د ایډیالوژیکو تعبیرونو انتقاد وکړي، د نیول کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د کتابونو، مقالو او فرهنګي مطالبو ازاد خپرول محدود شوي دي. د هغو کتابونو چې پرې بندیز لګول شوی، اوږد لېست جوړ شوی او رسنۍ د سختې څارنې او سانسور لاندې فعالیت کوي. د دې فشارونو له امله، ډېری لیکوالان او فرهنګي فعالان یا له هېواده وتلي دي یا خپله فرهنګي کړنه په پټه دوام ورکوي.

د ۱۴۴ کال د وږي میاشت کې د طالبانو مشر یو قانون د «مشاعرو د تنظیم قانون» په نوم توشیح کړ، چې له مخې یې د مینې او اعتراضي شعرونو لیکل په رسمي توګه منع اعلان شوي دي.

طالبانو یو شمېر خبریالان هم د خپلو راپورونو او تحلیلي لیکنو له امله محاکمه کړي او د هغوی د اعترافونو ویدیوګانې یې خپرې کړې دي.

د طالبانو محکمې پر یوه ښوونکي عبدالعلیم خاموش اسلام ته د سپکاوي په تور د اعدام حکم صادر کړی و؛ که څه هم په دویمه محکمه کې دغه حکم دوه کلن بند ته راکم شو، خو لا هم څرګنده نه ده، چې د درېیمې محاکمې په ترڅ کې به یې برخلیک څه وي.

همدارنګه د طالبانو محکمې یو بل پېژندل شوی خبریال حمید فرهادي د نجونو د زده‌کړې د حق په اړه د یوې لیکنې له امله په دوه کلن بند محکوم کړی دی. ښاغلی فرهادي دا مهال په بګرام زندان کې بندي دی.

له دې وړاندې طالبانو د یو شمېر خبریالانو د اجباري اعترافونو ویډیوګانې خپرې کړې وې، چې په هغو کې خبریالان له طالبانو سره د خپلې نیوکې په اړه د پښیمانۍ څرګندونه کوي.

د بښنې نړۍوال سازمان په وینا، حمید فرهادي، مهدي انصاري، ابوذر صارم سرپلي، محمد بشیر هاتف او شکېب نظري د هغو خبریالانو له ډلې دي، چې د طالبانو پر ضد د تبلیغ په تور نیول شوي او بندیان دي. دغه بنسټ همدارنګه ویلي، چې درې نور خبریالان هم د طالبانو له‌خوا په خپله خوښه او بې محاکمې نیول شوي دي.

د ایران د لیکوالانو وضعیت

ایران د هغو هېوادونو له ډلې دی چې تر ټولو ډېر لیکوالان او شاعران په کې بنديان دي. لږ تر لږه ۴۳ لیکوالان چې ۱۳ یې ښځې دي په وروستیو کلونو کې نیول شوي یا لا هم په زندانونو کې دياو ډېری یې د «نظام پر ضد تبلیغ» یا «د ملي امنیت پر ضد د دسیسې» په څېر تورونو لاندې محاکمه شوي دي.

په تېرو لسیزو کې لسګونه لیکوالان او شاعران په زندانونو کې وژل شوي، اعدام شوي یا د سختو فشارونو لاندې ژوند کړی دی. د بېلګې په توګه، بکتاش ابتین د درملنې له محرومېدو وروسته په زندان کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د لیکوالانو، ژباړونکو او څېړونکو د نیونو او ګواښونو لړۍ د ۱۳۹۶، ۱۳۹۸ کلونو او د «ښځه، ژوند، ازادي» د خوځښت له اعتراضونو وروسته هم دوام لري.

یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې لږ تر لږه ۱۹ شاعران او لیکوالان نیول شوي او ځینو ته د اعدام حکم ورکړل شوی لکه پیمان فرح‌لور.

سانسور، شکنجه او د لیکوالانو ځپنه په ایران کې د حکومتي سیستم نه‌بېلېدونکې برخه ګرځېدلې ده او د بیان ازادي په ډېره شدیده توګه محدوده شوې ده.

ملا هبت‌الله اخوندزاده: امریکا او ناټو دې زور وهي او موږ دې د شریعت له نفاذه راوګرځوي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۹ GMT+۰
ملا هبت‌الله اخوندزاده: امریکا او ناټو دې زور وهي او موږ دې د شریعت له نفاذه راوګرځوي
100%

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په «بیعت» کتاب کې چې تر اوسه نه دی خپور شوی ویلي، که د دوی صف متحد وي بیا دې واشنګټن او ناټو زور وهي او دوی دې د شریعت له نفاذ څخه راوګرځوي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د شنبې په ورځ (د لړم ۲۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، له ملا هبت‌الله سره د ۲۶۰۰ علماوو او د پوهنتونونو استادانو د بیعت کتاب چې ۲۹۵ مخه دی، ډېر ژر به خپور شي.

د دغه کتاب د منځپانګې په یوې برخه کې ملا هبت‌الله اخوندزاده ویلي، «زه ستاسو لپاره هغه څه غواړم چې د ځان لپاره یې خوښ ګڼم، که تاسو هم زما لپاره هغه څه وغواړئ چې د ځان لپاره یې خوښوئ؛ نو ترمنځ به مو هېچا ته فرصت پیدا نه شي چې اختلاف راولاړ کړي، بیا دې واشنګټن هم زور ووهي او ناټو دې هم زور ووهي، بیا دې دوی موږ له خپل هدف څخه چې د شریعت نفاذ دی، راوګرځوي.»

په دغه کتاب کې له ملا هبت‌الله سره په کندهار پوهنتون کې د ننګرهار پوهنتون له لوري «په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت مضامينو د تدريس ارزښت او اغېز» تر سرلیک لاندې غونډه کې د ۲۶۰۰علماوو او د پوهنتونونو د استادانو د بیعت بشپړ جریان راوړل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې په دې کتاب کې په یاده غونډه کې د ملا هبت‌الله اخوندزاده ویناوې او همداراز د علماوو او د پوهنتونونو د استادانو بیعت پاڼې هم راغلي دي.