• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اصف علي زرداري د پاکستان د پوځ، سمندري او هوايي ځواکونو لایحې لاسلیک کړې

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۳ GMT+۰

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د شنبې په ورځ د وسله‌والو ځواکونو د درېیو برخو (پوځ، هوايي او بحري ځواک) اړوند مسودې لاسلیک کړې. د وسله‌والو ځواکونو اړوند لایحې یوه ورځ وړاندې د سنا له لارې تصویب شوې وې.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د پاکستان د پوځ، هوايي او سمندري ځواک د بدلون مسوده د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې تصویب کړه او اوس په قانون کې شامله شوه.

د پاکستان سنا د جمعې په ورځ د وسله‌والو ځواکونو د یادو درېیو څانګو اړوند مسودې د اکثریت رایو په منظورۍ تصویب کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې دا ټولې مسودې په یوه ورځ د فدرالې کابینې او وروسته د ملي اسمبلۍ له خوا تصویب شوې.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ؛ اسلام‌اباد وايي، له افغانستانه هر یرغل ته ځواب ورکوي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۵ GMT+۰
د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ؛ اسلام‌اباد وايي، له افغانستانه هر یرغل ته ځواب ورکوي
100%

د پاکستان او طالبانو تر منځ له مخامخ وسله‌والې جګړې وروسته د دواړو لوریو ترمنځ لفظي ناندریو زور اخیستی او یو بل په یوه ډول نه په یوه ډول ګواښي. تازه د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار ویلي، له افغانستان څخه هر ډول یرغل ته به مناسب ځواب ورکړي.

د پاکستان د لومړي وزیر ستر سلاکار رانا ثناالله د شنبې په ورځ (د لړم ۲۴مه) د پنجاب په فیصل‌اباد کې په یوې غونډې کې په دې اړه وضاحت ورنه‌کړ چې له افغانستان څخه یرغل به څوک کوي، ځکه د طالبانو په وینا، هر کله پاکستان د جګړې پیلوونکی وي.

رانا ثناالله تر دې مخکې هم ویلي و، چې د ډيورند کرښې په اوږدو کې د «ترهګرو» د نفوذ له امله له ترهګریزو بریدونو سره مخ دي.

دغه پاکستانی چارواکی په داسې حال کې افغان طالبان ګواښي، چې په دې وروستیو میاشتو کې د اسلام‌اباد او طالبانو اړیکې ډېرې خړې شوي او له وسله‌والې مخامخ جګړې وروسته په قطر او ترکیه کې د سولې په موخه ۳ ځلي کتنو له اوربند پرته بله څه پایله نه ده ورکړې.

پاکستان له افغانستان سره د هر ډول ستونزو له راولاړېدو سره سم، په لومړي ګام کې له افغانستان سره ټولې لارې بندوي او دا ځل هم له طالبانو سره تر مخامخ جګړې وروسته له څه باندې یوې میاشتې راهیسې یې لارې بندې کړي او یوازې د افغان ګډوالو د لېږدونې پر مخ خلاصې دي.

په دې سره، په دواړو خواوو کې د سوداګرو له زیانمنېدو سربېره د کرښې په دواړو خواوو کې د خوراکي توکو، مېوو او سبزیجاتو بیې لوړې شوي او ورسره طالبانو هم له پاکستان څخه د وارداتو د پرېکون اعلان وکړ او ملا عبدالغني برادر له افغان سوداګرو وغوښتل، چې له پاکستان سره په هره برخه کې خپل تړونونه تر درېیو میاشتو تصفیه کړي او په ډاګه کړې یې ده، چې د پاکستان د وارداتو د ټیټ کیفیت له امله باید صادرات او واردات له بدیلو لارو ترسره شي.

طالبانو هم له دغې پرېکړې وروسته د منځنۍ اسیا هېوادنو او ایران ته مخه کړې او نن (شنبه د لړم ۲۴) د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ایران ته په دې موخه تللی، چې د افغانستان وارداتو او صادراتو ته بدیلې سوداګریزې لارې ومومي.

د پاکستان دفاع وزیر بیا د ملا برادر د پرېکړې په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو کمول به اسلام‌اباد ته د تاوان پر ځای ګټه ورسوي، ځکه په دې سره به پاکستان ته د سوداګرو یا بل نوم د ترهګرو تګ راتګ کم شي او ورسره به د کرښې اداره کول اسانه شي.

له دې سره سم، د شنونکو په باور، په وچه کې بند هېواد ټرانزیټ د ګاونډي هېواد «امتیاز یا ډالۍ» نه، بلکې د نړۍوالو قوانینو او دوه اړخیزو سوداګریزو تړونونو له مخې مشروع حق دی.

په دې ناندریز ماحول کې پاکستان تل پر افغان طالبانو تور پورې کړی، چې له ټي‌ټي‌پي ملاتړ کوي، خو طالبانو بیا د اسلام‌اباد دغه ادعاوې په وار وار رد کړي او د ټي‌ټي‌پي مساله یې د پاکستان کورنۍ مساله بللې ده.

د اردن پاچا دویم عبدالله په دوه ورځني سفر پاکستان ته ورسېد

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۹ GMT+۰
د اردن پاچا دویم عبدالله په دوه ورځني سفر پاکستان ته ورسېد
100%

د اردن پاچا دویم عبدالله د شنبې په ورځ د پاکستان پلازمینې اسلام ته ورسېد. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په نورخان هوايي ډګر کې د اردن د پاچا تود هرکلی کړی.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د اردن د پاچا د هرکلی پرمهال ویلي، د دواړو هېوادونو اړیکي تاریخي او ارښتناکي بللي او او وايي، چې دا سفر د دواړو هېوادونو په اړیکو کې نوی باب پرانیزي.

د پاکستاني دولتي راډیو ویلي، چې د اردن پاچا د پاکستان د لومړي وزیر او ولسمشر سره د لیدنې پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو د پراختیا او دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې، د اردن پاچا به د دوو ورځو لپاره په پاکستان کې تم شي.

محسن نقوي: په پاکستان کې بریدونه زموږ د خلکو کار نه‌دی، بلکې له ډیورنډ اخوا را استول کېږي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۴۴ GMT+۰
محسن نقوي: په پاکستان کې بریدونه زموږ د خلکو کار نه‌دی، بلکې له ډیورنډ اخوا را استول کېږي
100%

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د کیډیټ کالج له برید وروسته ویلي، چې د ترهګریزو بریدونو تر شا له ډيورنډ کرښې هغې غاړې ډلې ولاړې دي او ځایي خلک په دې پېښو کې ښکېل نه‌دي.

نوموړی له قبایلي مشرانو غوښتي چې له حکومته ملاتړ وکړي ځکه، د ده په خبره، دولت په ترهګرۍ کې هېڅ ډول معامله نه کوي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د جنوبي وزیرستان واڼا ته سفر کړی او هلته یې د څو ورځې وړاندې پر کیډیټ کالج د شوي ډله‌ییز برید تر پېښې وروسته له قومي مشرانو سره کتلي دي.

نقوي د غونډې پر مهال ویلي چې د پاکستان اقتصاد د سمېدو پر لور روان دی او له نړۍوالو شریکانو سره د هېواد اړیکې هم ښه روانې دي. هغه ټینګار کړی چې ټول وضعیت مثبت لوري ته روان دی، خو ستونزه یوازې «هغه خلک دي چې له ډېورنډ کرښې هغې خوا راځي».

د ده په وینا:«په اسلام‌اباد کې د ځانمرګي برید لپاره هم له ډيورنډ کرښې هغې غاړې کسان راغلي وو، زموږ ځایي خلک په دې بریدونو کې نه استعمالېږي، له هغه ځایه لېږل شوي کسان دلته بریدونه کوي».
نقوي زیاته کړې چې په سیمه کې هېڅ‌کله داسې نه‌دي شوي چې ځایي خلک دې دې په بریدونو کې ښکېل وي. هغه وايي، که څه هم د حکومت او خلکو ترمنځ ځینې وختونه ناخوالي وي، خو دا «مناسبه خبره نه ده چې خلک د حکومت پر ضد ودریږي».

نوموړي زیاته کړه چې پوځ او دولت د ترهګرۍ پر وړاندې ښکاره دریځ لري:«فیلډ مارشل په ښکاره ویلي چې د ترهګرۍ په اړه معامله نه کوو، نو موږ ستاسو ملاتړ غواړو».

محسن نقوي له قومي مشرانو غوښتنه کړې چې د امنیت په ټینګښت کې د حکومت تر څنګ ودرېږي، څو د سیمې امن بېرته ټينګ شي او د ورته بریدونو مخنیوی وشي.

پاکستان له افغان طالبانو د ټي ټي پي پر ضد د اقداماتو غوښتونکی دی

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۴ GMT+۰
پاکستان له افغان طالبانو د ټي ټي پي پر ضد د اقداماتو غوښتونکی دی
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې ترهګریز بریدونه په چټکۍ سره زیات شوي دي. طاهر اندرابي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې پاکستان تمه لري چې د «طالبانو رژیم» به د ټي ټي پي پر وړاندې اقدام وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي نن جمعه، د لړم ۲۳مه د یوه خبري ناستې پرمهال ویلي، چې طالبان ادعا کوي چې پر ټول افغانستان کنټرول لري مګر کله چې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرۍ خبره راځي نو بیا خپله بې وسي ښيي.

طاهر انداربي زیاته کړه، چې هیواد یې حتی افغانستان ته یو شمیر سوداګریز امتیازات ورکړي دي خو له افغانستان سره سوداګري او ټرانزیټ یوازې هغه وخت امکان لري چې طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې واضح او مشخص اقدامات وکړي.

طاهر اندرابي ویلي، چې پاکستان په تیرو کلونو کې هڅه کړې چې د افغان طالبانو رژیم سره په مثبت ډول ښکیل شي.

د هغه په ​​وینا، د ترهګرۍ پر وړاندې اقدام د طالبانو د ادارې مسؤلیت دی او پاکستان به د خپلو خلکو د ساتنې لپاره ټول اړین اقدامات وکړي.

په دې وروستیو اونیو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ درې پړاوه خبرې اترې ترسره شوې دي. په دوحه کې د خبرو اترو په لومړي پړاو کې، دواړو خواوو په لنډمهاله اوربند موافقه وکړه.

د خبرو اترو دوهم او دریم پړاو په استانبول کې ترسره شول، چې پرته له کومې پایلې پای ته ورسېدې.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف مخکې ویلي وو چې په استانبول کې د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ خبرې اترې په بشپړ ډول په ټپه ولاړې دي او اوس مهال د خبرو اترو د بل پړاو لپاره هیڅ پلان نشته.

هغه وویل:«زموږ تش لاس راستنیدل د دې نښه ده چې منځګړي نور افغان طالبانو څخه هیله نلري.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وروسته د استانبول د خبرو اترو ناکامېدل تایید کړل خو طالبان تل دا ردوي، چې افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کارول کېږي.

نبیل: پاکستان په ښکاره ډول له نیمه ملکي جوړښت څخه قانوني پوځي واکمنۍ ته واوښت

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۹ GMT+۰
نبیل: پاکستان په ښکاره ډول له نیمه ملکي جوړښت څخه قانوني پوځي واکمنۍ ته واوښت
100%

رحمت الله نبیل وايي، چې د پاکستان پارلمان د ۲۷م اساسي قانون د تعدیل د تصویب له مخې، جنرال عاصم منیر ته په لوړو واکونو ورکولو سره خاموشه قانوني او هدفمنده کودتا وکړه او یاد هېواد په رسمي ډول د پوځ د تر سیوري لاندې شو.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په پاکستان کې وروستیو پېښو ته په اشاره ویلي، چې پاکستاني سیاستوالو د پاکستانیانو د بوختیا لپاره شور جوړ کړی وو، خو د پردې تر شا د یاد هېواد پارلمان په چوپتیا سره د ۲۷م اساسي قانون په تعدیلولو سره کودتا وکړه.

د نوموړي په خبره د یاد قانون په تعدیل سره د پاکستان د پوځ مشر ته ډېر واکونه ورکړل شوي او اوس پاکستان په ښکاره ډول له نیمه ملکي جوړښت څخه یوې قانوني پوځي واکمنۍ ته واوښت.

رحمت الله نبیل ویلي:« د بهرنیو دښمنانو په اړه خبرې هېڅکله واقعي امنیتي موضوع نه وه. دا یوازې یوه پرده وه، څو د خلکو ذهنونه بوخت وساتي، په داسې حال کې چې اصلي کودتا د پارلمان دننه په چوپتیا سره بشپړیده. دا اعلان شوې کودتا نه وه؛ بلکې یوه چوپه، قانوني او هدفمنده کودتا وه.

نوموړي ویلي، چې سر له اوسه پاکستان د اقتصادي سقوط لور روان دی، د توکو بیې لوړې شوې، د ډالرو زیرمي ټیټي کچې ته رسېدلي او ملکي سیاستوال څوکۍ لري، خو واک نه لري.

د رحمت الله نبیل د اټکل له مخې، په پاکستان کې پوځي واکمني به د حکومت نوی معمول شي، د ټي ټي پي او نورو ډلو فعالیتونو د پراخېدو له امله به ناامني زیاته شي، اقتصادي فشار به ډېر شي، د پوځي حاکمیت له وجې به نړیوال باور کم شي او پاکستاني ملکي مشران به د تصمیم نیولو پرځای یوازې د عملي کوونکو رول ولري.

د پاکستان د پارلمان له خوا د ۲۷م اساسي قانون په تصویب سره د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر ته د دفاعي ځواکونو د مشر لقب ورکړل شوی، چې له مخې به یې منیر د پاکستان په ملي پرېکړو کې پراخ نفوذ ولري.