• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې جاپان ته دې نه ځي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۱۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۰ GMT+۰

چین خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې په نږدې وخت کې جاپان ته سفر ونکړي. دا ګام وروسته له هغې اخیستل شوی چې د جاپان نوې لومړۍ وزیرې سنا ټاکایچي د تایوان په اړه څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډېپلوماټیکو اړیکو په کړکېچ بدلې شوې.

ټاکایچي ویلي چې که پر تایوان وسله‌وال برید وشو، جاپان به د «ګډې دفاع» له مخې پوځي اقدام وکړي. چین په جاپان کې د خپلو وګړو د امنیت د خوندي ساتنې لپاره خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د سفر لپاره خطرونه زیات دي.

دواړه هېوادونه مهم سوداګریز شریکان دي، خو تاریخي بې‌باوري او سرحدي شخړي یې وخت ناوخت ترمنځ اړیکې سره ترینګلي کوي.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۳

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۴
ستاسو روایت

یو طالب جنګیالی: د جګړې د ډګر جنګیالي اوس یا اوزګار دي او یا هم په کمو پیسو عسکري‌ کوي

۵

د پېښور سترې محکمې د «قايداعظم» د شړلو مخه ونیوله

•
•
•

نور کیسې

پخوانی ایرانی چارواکی: په تېرو لسو کلونو کې د پوهنتونونو تر «۱۲زرو ډېر استادان» له هېواده وتلي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۰ GMT+۰
100%

د ایران د لوړو زده کړو وزارت پخواني مرستیال ویلي چې په تېرو لسو کلونو کې له ۱۲ زرو زیات د بېلابېلو پوهنتونونو استادانو ایران پرېښی او له دې ډلې نږدې ۶۰ سلنه یوازې په تېرو څلورو کلونو کې کډوال شوي دي.

غلام‌ رضا ظریفیان وايي، د مدیریت اوسنی جوړښت د علمي نظام وړتیاوې کمزورې کړې او د اکاډمیک قشر د پراخې کډوالۍ لامل شوی دی. د تهران پوهنتون استاد کارن ابرینیا تېره ورځ ویلي و چې یوازې د همدې پوهنتون له انجینري او تخنیکي برخو څخه لږ تر لږه ۱۵۰۰ غړي د تېرو پنځو کلونو په ترڅ کې کډوال شوي دي.

ابرینیا زیاتوي، د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۳ کلونو تر منځ، د مخکښو پوهنتونونو د انجینري له شاوخوا ۶۰۰۰ استادانو څخه نږدې له څلور یوې برخې د بېلابېلو لاملونو له کبله هېواد پرېښی دی. تر دې وړاندې د ایران د علومو، تحقیقاتو او ټکنالوژۍ وزیر هم د علمي کدرونو د کډوالۍ له زیانونو سره په تړاو ویلي و چې د ۲۰۱۰ تر ۲۰۲۲ پورې له ۱۲ زرو ډېر ایراني څېړونکي له هېواده وتلي دي.

حسین سیمایي صراف وویل: «دا هغه کسان دي چې په ایران کې یې تحصیل کړی، د ماسټرۍ، دوکتورا فارغین او یا د پوهنتون استادان وو، خو هېواد یې پرېښی او خپلو څېړنو ته یې په نړۍوالو معتبره مجلو کې د بهرنيو څېړنیزو مرکزونو په نوم دوام ورکړی».

هغه زیاته کړه، که چیرې دغه څېړنیزې مقالې د ایران د پوهنتونونو په نوم خپرې شوې وای، د هېواد علمي درجه به ورسره لوړه شوې وای.

افغانستان کې د اوبو ناورین؛ طالبان وایي‌‌‌ د ځمکې لاندې اوبو له‌پاره چیک ډيمونه جوړوي

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۹ GMT+۰
100%

د طالبانو اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د هېواد د اوبو د خوندیتوب او اغېزمن مدیریت لپاره پراخې هڅې روانې دي. طالب چارواکي وایي چې د چیک ډیمونو پروژې به د سیلابي اوبو کنټرول، د ځمکې لاندې اوبو تغذیه او د ښاري او کرنیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهمه مرسته وکړي.

د طالبانو اوبو او انرژۍ وزارت ویاند، قاري مطیع‌الله عابد وایي چې دا وزارت د نورو اړوندو بنسټونو په همکارۍ د اوبو د مهار او خوندي کولو لپاره پراخ پروګرامونه پلي کوي. د هغه په خبره، وزارت په پلان کې لرل چې ۱۴۰ چیک ډیمونه جوړ کړي چې تر دې دمه ۱۳۰ډیمونه بشپړ شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او د پاتې نورو د جوړولو چارې روانې دي.

عابد زیاتوي چې په ټول هېواد کې د بېلابېلو وزارتونو په مرسته۴۵۰نور چیک ډیمونه جوړ شوي چې هدف یې د ځمکې لاندې اوبو تغذیه او د باراني اوبو راټولول دي.

د ده په وینا، دغه ډیمونه کولی شي د سیلابي اوبو تګلاره کنټرول کړي او په هغو سیمو کې چې د ځمکې لاندې اوبو سطحه په وروستیو کلونو کې په خطرناک ډول راټیټه شوې، د اوبو کچه بېرته لوړه کړي.

یاده دې وي چې د افغانستان په لویو ښارونو لکه کابل، هرات، کندهار، مزار او جلال‌اباد کې د ځمکې لاندې اوبو کچه په تېرو کلونو کې په چټکۍ سره راټیټه شوې ده.

د وروستیو څېړنو له مخې، د کابل د اکوایفرونو کچه په تېره لسیزه کې په چټک ډول راټیټه شوې چې، په ځینو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبه ۲۵تر ۳۰ مترو پورې ښکته شوې دي، او د ښار د اوبو ورځني استخراج د طبیعي بیاچارج له اندازې کلنۍ۴۴ میلیونه مکعب متره زیات دی.

راپورونه ښيي چې د اوبو کمښت خلک د اقتصادي فشارونو سره مخ کړي دي. په ځینو سیمو کې کورنۍ د خپل عاید تر ۳۰٪پورې د اوبو پر اخیستو لګوي، ځکه شخصي شرکتونه د اوبو بیې لوړې ټاکي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې که بیړنۍ او پراخې هڅې ونشي، د افغانستان لوی ښارونه په تېره کابل به د اوبو د کمښت له تر ټولو سخت بشري او اقتصادي ناورین سره مخ شي.

اوکراین د نووروسیسک د تېلو‌ پر ستر روسي ټرمینل د ډرون برید کړی

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۵۶ GMT+۰
100%

اوکرایني امنیتي ځواکونه وايي چې د دې هېواد بې‌پیلوټه الوتکو نن شنبه د (لړم ۲۴مه) د روسیې د نووروسیسک په بندري ښار کې د تېلو پر ستر ټرمینل برید کړی چې له امله یې تاسیسات زیانمن شوي دي.

د روسي ټیلیګرام چینلونو او سیمه‌ییزو چارواکو په وينا، برید د «شېشخاریس» په نفتي کمپلکس شوی، چې د ترانس‌نفت دولتي شرکت د پایپ‌لاین شبکې مهمه برخه بلل کېږي او د روسیې د لویو صادراتي ټرمینلونو له ډلې دی.

د چارواکي په وینا، د ټرمینل ګڼ ساحلي تاسیسات زیانمن شوي.

رویټرز د صنعتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې له برید وروسته روسیې د ورځې په کچه شاوخوا ۲.۲میلیونه بېرله نفت صادرات لنډمهالي درولي، چې د نړۍ د نفتو نږدې دوه سلنه عرضه جوړوي.

بل پلو د روسیې دولتي خبري اژانس «ریا نووستي» هم راپور ورکړی چې په بندر کې یوه ملکي کښتۍ هم د ډرون پدې بریدونو کې لګېدلې او درې عمله پکې ټپیان شوي دي.

شیکاګو کې د مذهبي مشرانو د لاریون پر مهال شاوخوا ۲۱ کسان ونیول شول

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۱ GMT+۰
100%

رویټرز د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د جمعې په ورځ (د لړم ۲۳مه) شیکاګو ته نږدې د فدرالي کډوالۍ د ادارې د یوې ودانۍ مخې ته د مذهبي مشرانو د مظاهرې پر مهال شاوخوا ۲۱ کسان نیول شوي دي.دا پېښه د ټرمپ د حکومت د کډوالۍ د سختو تګلارو پر ضد د روانو مخالفتونو تازه بېلګه ده.

د کوک کاونټي «شريف» دفتر په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې ۲۱کسان د امريکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارېد پروسس مرکز مخې ته، چې د ايلينويز د براډويو ښار په سيمه کې دی د لاریون پر مهال نيول شوي دي.

خو چارواکو د نيول شویو کسانو نومونه او د هغوی د تورونو جزیياتو په اړه څه نه دي ویلي. په نیول شویو کسانو کې د ایوانسټن د «لېک سټريټ» کلیسا وزیر مایکل وولف، هم شامل دی.

د امریکا د کډوالۍ ادارېد براډویو مرکز د ټرمپ د کډوالۍ د سختو پالیسیو د مخالفو فعالانو د اعتراضونو مهم ځای ګرځېدلی، په داسې حال کې چې شیکاګو ډیموکرات پلوه ښار، له فدرالي کډوالۍ ادارو سره خپله همکاري محدوده کړې ده.

له هغه وخت راهیسې چې ټرمپ په سپټمبر کې د شیکاګو په ښار کېد کډوالۍ ادارېعملیات سخت کړل، لاریونوال او ځايي مسوولین په وار وار سره نښتي او پولیسو هم پر وړاندې یې له اوښکې بهوونکو ګازو، له لږ زیان لرونکي مرمیو، صوتي بمونو او مرچ لرونکو ټوپکونوکار اخیستی دی.

په اکتوبر کې یوه فدرالي قاضي حکم وکړ، چې د امریکا د کډوالۍ ادارې باید د لاریونوالو پر ضد له زوره کار وانه‌خلي. قاضي په ټينګار سره ویلي و، چې پولیس له مخکیني خبرداري پرته نه‌شي کولای د خلکو پر وړاندې اوښکې بهوونکي ګاز وکاروي، ځکه دا کار د خلکو د حقونو خلاف دی.

دا شخړه هغه وخت رامنځته شوه، چې یوه قاضي د ۱۳ کسانو د خوشې کېدو امر وکړ.دا هغه کسان دي، چې د امریکا د کډوالۍ ادارې په شیکاګو کې د قانون د ماتولو په تور نیولي وو.

قاضي جېفري کمینګز وویل، دا نیونې د ۲۰۲۲ کال د قانوني تړون خلاف وې، ځکه په هغه تړون کې لیکل شوي، چې چارواکي نه‌شي کولای له قانوني سند پرته څوک ونیسي او یا هم د ټرافیکي تلاشۍ په پلمه خلک بندي کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې په ورځ امریکايي رسنیو خبر ورکړ، چې شاوخوا ۴۰ قاضیانو له کوم وضاحت پرته خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. ویل کیږي، چې د ټرمپ ادارې په دې اقدام سره د محکمو چارې ټکنۍ شوې دي.

د هندي کشمیر په سرینګر کې د نوګام پولیسو پر مرکز چاودنې ۳۴ کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اړولې

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۸ GMT+۰
100%

د هندي کشمیر (جمو-کشمیر) په سرینګر کې د نوګام پولیسو پر مرکز چاودنه شوې چې له امله یې ۷ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي. ډېری وژل شوي کسان پولیس او د عدلي څېړنو د ټیم غړي دي چې د پولیسو مرکز دننه یې د ترلاسه شویو چاودېدونکو توکو معاینه کوله.

د هندي رسنیو د معلوماتو له‌مخي، دغه چادونه د ترلاسه شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د رسنیو د لومړنیو راپورونو له‌مخي، چاودنې د پولیسو په مرکز کې پراخه ویجاړي رامنځته کړې، یو شمېر موټر په بشپړ ډول سوځېدلي او د ودانۍ زیاته برخه هم زیانمنه شوې ده.

یوه سیمه‌ییز پولیس چارواکي رویټرز ته ویلي، د دغې پېښې له امله ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېر تر دې هم زیات شي، ځکه د ټپیانو له ډلې د پنځو کسانو حالت نازک دی.

د یادونې وړ ده، چې له دغې پېښې څلور ورځې مخکې په ډیلي کې هم د یوې ‌چاودنې له امله لږ تر لږه اته کسان ووژل شول.