• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیه وايي ځواکونو یې د اوکراین په ژاپوریژیا سیمه کې دوه کلي نیولي

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۸ GMT+۰

د روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې روسي ځواکونو د اوکراین د ژاپوریژیا په سویلي سیمو کې دوه کلي تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.

د روسیې د دفاع وزارت د یکشنې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د اوکراین په سویل کې د رونوپیلیا او ملا توکماچکا کلي یې تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.

په ورته مهال د اوکراین پوځ ویلي، چې د ژاپوریژیا په ځینو برخو کې جګړه تېره شوې او د لومړۍ کرښې د پوستو د ساتلو لپارره کافي سرتیري نه لري.

بل خوا د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې څارونکو ویلي، چې روسي ځواکونو له جون میاشتې راهیسې د دنیپروپیتروفسک سیمې کې تر پرمختګ وروسته د اوکراین په ژاپوریژیا سیمه کې د جګړې کرښه شاوخوا ۳۰ کیلومتره پراخه کړه ده.

روسیې د ژاپوریژیا د ۷۵ سلنې کنټرول ادعا کړې، خو د راپورونو له مخې، اوکراین د یاد ښار د مرکز په شمول شاوخوا ۷۰۰۰ کیلومتره مربع باندې کنټرول لري.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

•
•
•

نور کیسې

د ازبکستان ولسمشر د منځنۍ اسیا د هېوادونو د بلاک جوړولو وړاندیز کړی

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۰ GMT+۰
د ازبکستان ولسمشر د منځنۍ اسیا د هېوادونو د بلاک جوړولو وړاندیز کړی
100%

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف نن د یکشنبې په ورځ د سیمه ییزې همکارۍ د بلاک د جوړولو وړاندیز وکړ چې هغه یې "د منځنۍ اسیا ټولنه" بولي. نوموړي وویل د یاد بلاک وړاندیز له ۸۰ میلیونو د زیاتو خلکو د اقتصادي ادغام او ودې لپاره یوه هڅه ده.

د رویټرز خبري اژانس وویل، په تاشکند کې د شوروي اتحاد د پنځو پخوانیو جمهوریتونو او همدارنګه د اذربایجان د مشرانو په یوه غونډه کې د وینا پر مهال، میرضیایف وړاندیز وکړ، چې د مرکزي اسیا د پنځو جمهوریتونو د مشرانو ترمنځ منظمې غونډې په رسمي سیمه ییز بلاک بدلې شي.

هغه د اقتصادي، امنیتي او چاپیریالي همکارۍ د زیاتولو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

قرغیزستان او تاجکستان د روان کال په لومړیو کې د اوږدې مودې سرحدي شخړه حل کړه چې په سلګونو کسان یې ووژل.

د دې میاشتې په پیل کې ټولو پنځو مشرانو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د خبرو اترو لپاره په ګډه واشنګټن ته سفر وکړ.

اسراییلي ځواکونو په لبنان کې د ملګرو ملتونو پر سوله‌ساتو سرتېرو ډزې کړې

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۷ GMT+۰
اسراییلي ځواکونو په لبنان کې د ملګرو ملتونو پر سوله‌ساتو سرتېرو ډزې کړې
100%

د راپورونو له مخې د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ د لبنان په جنوبي برخه کې د ملګرو ملتونو پر سوله‌ساتو ځواکونو ډزې کړې دي. اسراییل ویلي، چې ددوی سرتېرو پر شکمنو کسانو ډزې کړې، خو وروسته څرګنده شوه، چې هغوی د ملګرو ملتونو سوله ساتي سرتېري وو.

د اسراییل پوځ وویل چې د خرابو موسمي حالاتو له امله سوله‌ساتي سرتېري سم نه دي تشخیص شوي او دوی یې په اړه پلټنې کوي.

د ملګرو ملتونو د لبنان موقتي ځواک (UNIFIL) وویل چې اسراییلي ځواکونو له یوه "مرکاوا" ټانک نه چې د لبنان دننه ځای پر ځای شوی و، د پلي روانو سوله‌ساتو پر لور ډزې وکړې.

په ډزو کې هغوی ته زیان نه دی اوښتی.

یاد ځواک دغه پېښه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۷۰۱ پرېکړه‌لیک له مخې جدي سرغړونه بللې ده.

د لبنان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اسراییل له خوا د لبنان د حاکمیت پرله‌پسې سرغړونې په دغه هېواد کې بې‌ثباتي رامنځته کوي او د دوی ځواکونه له دې راګرځوي، چې په جنوب کې په سمه توګه ځای پر ځای شي.

د جرمني صدراعظم: له سیاسي یا مذهبي ځورونو راتښتېدلي کسان به نه شړل کېږي

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۵ GMT+۰
د جرمني صدراعظم: له سیاسي یا مذهبي ځورونو راتښتېدلي کسان به نه شړل کېږي
100%

د جرمني صدراعظم فریدریښ مرڅ وايي، هغه کډوال چې په خپلو هېوادونو کې په سیاسي یا مذهبي لاملونو ځورول کېږي، په جرمني کې د پاتې کېدو حق لري، خو زیاته یې کړه، چې له جګړو را تښتېدلي کډوال باید د جګړې له پای وروسته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

مرڅ د واکمنو متحدو ګوندونو د ټولنیزو سیاستوالو د ټولنې په یو غونډه کې وویل، چې نوموړي وویل، چې د سوریې له حکومت سره باید لارې وموندل شي څو مهاجر د هېواد د بیا رغونې لپاره بېرته تللو ته وهڅول شي.

هغه اعلان وکړ چې د سوریې له ولسمشر سره به خبرې وکړي څو وګوري څه ډول کولی شي سوریایان، چې په جرمني کې اوسي، د جګړې له ختمېدو وروسته د بیا رغونې لپاره بېرته تللو ته وهڅوي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، « هغوی چې د سیاسي ـ مذهبي دلیلونو له امله ځورول کېږي، موږ به یې هېڅکله اېستلو ته اړ نه کړو. دا خبره بالکل روښانه ده»، خو هغه زیاته کړه، « هغه کسان چې د کورنیو جګړو له امله دلته په لنډ مهاله پناه راغلي، هغوی باید هغه وخت چې جګړه پای ته ورسېږي، بېرته خپل هېواد ته ستانه شي».

مرڅ د هغو کډوالو په اړه هم خبرې وکړې چې په جرمني کې ښه ادغام شوي دي: « ډېرو کسانو دلته ځای نیولی، دلته ورته اړتیا ده، ځینې یې ډاکټران شوي او نور په بېلابېلو مسلکونو کې کار کوي. موږ غواړو هغو کډوالو ته د پاتې کېدو اجازه ورکړو، چې ادغام شوي وي او د خپلې کورنۍ ژوند پرې کولای شي».

اوکراین له روسیې سره د ۱۲۰۰ اسیرانو د تبادلې هڅه کوي

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۹ GMT+۰
اوکراین له روسیې سره د ۱۲۰۰ اسیرانو د تبادلې هڅه کوي
100%

اوکراین هڅه کوي له روسیې سره د بندیانو تبادله بیا پيل کړي او هیله لري ۱۲۰۰ اوکراینيان خوشې شي. دا خبره د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي او د هغه د امنیت شورا مشر کړې ده.

زېلېنسکي د یکشنبې په ورځ وویل، « موږ د تبادلو د بیا پیل تمه لرو. اوس ډېرې ناستې، خبرې اترې او تلیفوني اړیکې همدې موضوع ته ځانګړې شوې دي».

د هغه د امنیت شورا مشر رستم عمروف وویل چې د شنبې په ورځ یې په ترکیه او متحده عربي اماراتو کې د اوکراین د شریکانو په ملاتړ سلا مشورې کړې دي، څو د تبادلو بهیر بیا متحرک شي.

هغه وویل، «د دغو خبرو اترو په پایله کې، اړخونو هوکړه وکړه چې د استانبول موافقو ته ستانه شي».

عمروف په ټیلیګرام کې په خپره شوې اعلامیه کې زیاته کړه چې دا د ۱۲۰۰ اوکراینیانو د خوشې کولو موضوع ده.

د اوکراین د څرګندونو په اړه له مسکو څخه سملاسي غبرګون نه دی راغلی.

چینایي ساتندوی کښتۍ د جاپان تر ادارې لاندې د سنکاکو ټاپوګانو شاوخوا اوبو ته ننوتلې

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۶ GMT+۰
چینایي ساتندوی کښتۍ د جاپان تر ادارې لاندې د سنکاکو ټاپوګانو شاوخوا اوبو ته ننوتلې
100%

د چین ساحلي ساتندوی ځواک وایي چې د دوی کښتۍ د یکشنبې په ورځ د جاپان تر ادارې لاندې سنکاکو ټاپوګانو په سیمه ییزو اوبو ته ننوتلې دي. دا ګام له هغه وروسته اخیستل کېږي چې د جاپان لومړۍ وزیرې سانای تاکایچي ویلي وو، که چین پر تایوان برید وکړي، کېدای شي ټوکیو پوځي غبرګون وښيي.

بیجینګ د دې څرګندونو پر ضد سخت غبرګون ښودلی او غوښتنه یې کړې چې جاپاني چارواکي دې خپل دریځ روښانه کړي.

چین تایوان د خپل قلمرو برخه بولي، خو تایوان د بیجینګ ادعاوې ردوي.

په همدې حال کې تایوان وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د چین ۳۰ پوځي الوتکې او اووه بېړۍ د ټاپو شاوخوا لیدلي چې د چین له لوري د دوامدارو پوځي فشارونو یوه برخه ده.