بغلان کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړ شو

په بغلان کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړ شو. په دغه ولایت کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست ویلي، دغه نندارتون د کورنیو تولیداتو د ودې، ملاتړ او بازارموندنې په موخه جوړ شوی او صنعتکاران به په ۷۰ غرفو کې خپل توکي نندارې ته وړاندې کړي.