د طالبانو د ننګرهار والي رسنیز دفتر نن سې شنبه، د لړم ۲۷مه ، ددغه ولایت د طالبانو د کرنې رییس محمد ولي محسن له قوله لیکلي، چې هغه سوداګرو ته ویلي د افغانستان او پاکستان ترمنځ صادرات او واردات بند شوي او هيچا ته اجازه نه ورکول کيږی هېواد ته حيواني او نباتي محصولات وارد کړي.
تېره ورځ د لړم ۲۶مه د طالبانو د سرحدي پولیسو لوی ریاست وویل، چې د تورخم ځمکني بندر منسوبانو له پاکستان نه افغانستان ته قاچاق کېدونکي درمل او تازه میوې نیولې دي. له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل رپوټ ورکړی و چې د کډوالو په موټرو کې درمل او مېوې افغانستان ته راوړل کیږي.
د طالبانو د سرحدي پولیسو لوی ریاست ویاند عابدالله عقاب فاروقي د افغانستان انټرنشنل له رپوټ وروسته، د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته وویل، چې د هغو درملو او پاکستاني مېوو د لېږد مخنیوی یې کړی، چې د کډوالو په نوم لاریو کې په غېر قانوني توګه افغانستان ته راوړل کېدل.
نوموړي وویل، چې تېره شپه او نن یې د کډوالو په لاریو کې درمل او پاکستانۍ میوې نیولي دي او د انتقال هڅې یې شنډې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه ټولې لارې د هر ډول سوداګرۍ پر مخ تړل شوې دي چې له امله یې دواړو غاړو د تازه مېوو کاروباریانو او کروندګرو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر افغان سوداګرو ته خبرداری ورکړی چې له پاکستان سره هر ډول سوداګریزه راکړه ورکړه بنده کړي.
نوموړي افغان سوداګرو ته سپارښتنه کړې چې د پاکستان پر ځای په نورو سوداګریزو لارو غور وکړي او ژر تر ژره دې په یاد هېواد کې خپلې معاملې حل کړي.