طالبان وایي، ننګرهار کې د ستروسو او ګیلاسو تر ۱۵۰ جریبه ډېر بڼونه جوړ شوي

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رییس محمد ولي محسن وایي، چې د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې یې د مالټو، لیمو او ګیلاسو ۱۵۹ جریبه نوي بڼونه جوړ کړي دي. د هغه په وینا؛ دغه بڼونه د سره رود، چپرهار، مومند درې او خوږیاڼو ولسوالیو بڼوالو ته جوړ شوي دي.
