• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خبریالانو ملاتړ سازمان پاکستان کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب لپاره د همکارۍ غوښتنه کړې

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۵ GMT+۰

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان «امسو» وايي، د دوی معلومات ښيي چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې پولیسو څلور افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي دي. د امسو د مشر په وینا، د پاکستاني پولیسو له خوا دغه روان بهیر «پر بیان ازادۍ مستقیم ګوزار» دی.

یاد سازمان ټینګار کوي، چې خبریالي جرم نه، بلکې د خلکو غږ او د حقیقت‌رسونې یوه بنسټیزه وسیله ده او هر ډول فشار، ګواښ او ناقانونه نیونې د دغه مسلک پر حیثیت او خوندیتوب منفي اغېز لري.
امسو د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې نیول شوي خبریالان له ځنډ پرته خوشې کړي او د هغو افغان خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته درناوی وکړي، چې له سختو شرایطو یې دغه هېواد ته پناه وړې ده.
دغه سازمان همداراز له اسلام‌اباده غواړي، چې د افغان کډوالو لپاره د ویزو د تمدید لړۍ بېرته پرانیزي.د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان وای: «دا وضعیت چې له یوې خوا د ویزو تمدید ټولې لارې تړل شوي او له بلې خوا خلک نیول کېږي، ډېر د اندېښنې وړ دی.»
دغه بنسټ یو ځل بیا له نړۍوالو رسنیو، ملاتړو بنسټونو او مدني ټولنو غوښتي چې په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو د ناوړه وضعیت په برخه کې بېړني او عملي ګامونه پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې وخت ناوخته خبریالان د نیونې، ګواښ او ان د شکنجې له پېښو سره مخ کېږي، چې د بیان ازادۍ وضعیت یې له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
څه موده مخکې په پکتیا ولایت کې د طالبانو پخواني امنیه قوماندان ویلي و، چې دوی غوښتل خبریالان ووژني، خو په وینا یې هغوی بهر ته وتښتیدل.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۳
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۴

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۵
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

•
•
•

نور کیسې

په ډله‌ییزه توګه د افغانانو له اېستلو سره-سره دوی د تاجک چارواکو چلند درناوی لرونکی بولي

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۱۰ GMT+۰
100%

تاجکستان د روان کال په دوبي کې د افغان کډوالو ډله‌ییز اېستل پیل کړل، خو په وروستیو میاشتو کې یې د شړلو کچه راټیټه کړې ده، چې د ګڼ شمېر نویو کډوالو لپاره یې ژوره وېره رامنځته کړې ده. افغان کډوال وایي، چې له ستونزو سره-سره بیا هم د تاجکستان د چارواکو چلند ډېر درناوی لرونکی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، چې د همدې دوبي په اوږدو کې لږ تر لږه ۱،۲۸۸ افغانان له تاجکستان څخه شړل شوي، چې ۱،۱۵۲ یې د پناه غوښتنې او کډوالۍ قانوني اسناد لرل.

دا اداره ټینګار کوي، چې تاجکستان باید خپلې نړۍوالې ژمنې پوره کړي او کډوال یوازې په ارادي، خوندي او باعزت ډول بېرته واستوي.

تاجک چارواکي وايي، دوی هغه کسان شړي چې د نشه‌يي توکو کاروبار کوي، د افراطیت تبلیغ کوي، جعلي اسناد لري او د اقامت له قانون څخه سرغړونه کوي.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر رامازون رحیم‌زاده په یوه خبري غونډه کې ویلي: «که څه هم دوی قانوني مېشت وو، خو کله چې قانون مات شي، غېرقانوني کېږي.»

یو افغان کډوال وایي، د ده د تره‌زوی ټول قانوني اسناد لرل او هېڅ ناقانونه کار یې نه و کړی، خو دا خبره په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

یو بل افغان کډوال وایي، چې ډېری شړل شوي کسان هغه افغانان و، چې په وروستیو کلونو کې تاجکستان ته تللي و او د کار رسمي اجازې یې نه لرلې یا د ځايي چارواکو له چلند سره بلد نه و.

هغه زیاتوي: «افغانان باید د بقا لپاره یو شمېر نا لیکلي قوانین مراعات کړي، لکه د ږیرې لنډ ساتل، د شرابو نه کارول، له تاجک ښځو لرې پاتې کېدل ځکه چې دا هغه څه دي چې د ځايي خلکو حساسیت پاروي.»

له دې سره- سره هغه د تاجک چارواکو چلند د ایران او پاکستان په پرتله ډېر درناوی لرونکی بولي او ژوند په تاجکستان کې ورته د «ازادۍ» مترادف ښکاري، په ځانګړي توګه د افغانستان د ملکي او ټولنیزو محدودیتونو په پرتله.

د اریانا سازمان مشر عبدالمصور بهادري هم وایي، چې تاجکستان د سیمې په کچه یوازینی هېواد دی چې له افغان کډوالو سره پرته له بدګمانۍ چلند کوي او د ځینو افغانانو «بې‌مسوولیته چلند» د شړلو لامل شوی دی.

یونسیار یادونه کوي، چې د نړۍوالو اصولو له مخې هېڅ کډوال باید هغه هېواد ته بېرته ونه لېږدول شي چې ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ وي. دغه اداره وایي، چې د افغانستان اوسنی وضعیت لا هم د ځورونې خطر لري او افغان کډوال لا هم نړۍوال محافظت ته اړتیا لري.

تاجکستان په خپل د ۲۰۲۴ کال رسمي راپور کې د افغان کډوالو د حقونو په برخه کې هم تر نیوکو لاندې راغلی، په ځانګړي ډول د پناه لیکونو، د استوګنې اسنادو او د کار اجازه‌لیکونو د ترلاسه کولو په برخه کې چې افغان کډوال یې له جدي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

طالبانو په ننګرهار او بلخ کې د یوې ښځې په ګډون ۳ کسان په دُرو ووهل

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۲ GMT+۰
100%

طالبانو په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۳ کسان د بېلابېلو تورونو په تړاو په عام محضر کې له ۲۰ تر ۳۹ دُرو وهلي دي. طالبانو ویلي، چې دوه نارینه یې د نشه یي توکو د قاچاق او یوه ښځه یې د «نامشروع اړیکو» په تور وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د سې شنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په ننګرهار کې دوه نارینه د نشه يي توکو د قاچاق په تور ۲۰- ۲۰ دُرې وهل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغو کسانو ته له ۷ میاشتو څخه تر یو کال پوري تنفیذي بند سزا هم ورکړل شوې ده.

د طالبانو دغه ادارې په یوې جلا خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې په بلخ کې یوه ښځه د «نامشروع اړیکو» په تور ۳۹ دُرې وهل شوې ده.

د طالبانو د بلخ ابتدایه محکمې یادې مېرمنې ته د دوه کاله تنفيذي بند سزا هم ورکړې.

طالبانو د دغه کسانو د هویت په اړه څه نه دي‌ ویلي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد کسان د طالب چارواکو او عامو خلکو په حضور کې وهل شوي دي.

د بلخ د طالبانو څارنوالۍ مسوول عین الدین روحاني ویلي: «د دغه حکم د شرعي قوانینو، د فساد، فتنې او د اسلامې ټولنې څخه د شرعي قانون خلاف کړنو د له منځه وړلو په موخه پلی کېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره ورځ هم په زابل او کابل ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۳۰ کسان په دُرو وهلي دي.

د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندنو له‌ مخې، طالبانو په تېرو درېیو (اګسټ، سپټمبر او اکټوبر) میاشتو کې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې ۳۳۱ کسان د «نامشروع اړیکو، له کورونو د تېښتې، بد اخلاقۍ، زنا، لواطت، غلا، رشوت، د شرابو په ګډون د نشه يي توکو کاروبار، جعل او فرېبکارۍ» په تورونو د خلکو په مخ کې لسګونه دُرې وهلي او یو شمېر یې پر څو کاله تنفیذي بندونو هم محکوم کړي دي.

حلیم فدايي: که طالبان د پاکستان ضد وي نو د نجونو پرمخ دې ښوونځي پرانیزي

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۵ GMT+۰
100%

د خوست پخوانی والي وايي چې که طالبان د پاکستان پرضد سياست تعقيبوي، نو باید د نجونو ښوونځي پرانیزي. هغه پاکستان او طالبان پر تعلیمي مرکزونو په بریدونو تورنوي او وايي، طالبانو پرون په ځانمرګو بریدونو سره پر دې مرکزونو برید کاوه او نن د فرمانونو له لارې دغه سياست عملي کوي.

حلیم فدایي ټينګار کوي، چې دی د طالبانو له ټولو داخلي سياستونو سره مخالفت لري.

نوموړي ددې ادعا پر وړاندې چې ځینې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړې واقعیت تر پوښتنې لاندې راولي او یا وايي چې پاکستان د رژیم د بدلون سیاست خپل کړی، وايي، چې که طالبان رښتیا د پاکستان ضد سیاستونه د نجونو پر مخ دې زر ښوونځي پرانیزي، ځکه د ده په وینا، د ښوونځیو او پوهنتونونو سوځول او د روڼاندو وژل د پاکستان مخکینۍ ستراتیژي ده.

فدایي زیاته کړې، چې هغه څه چې طالبانو پرون د ځانمرګو، چاودنو او زېړو بوشکو په بریدونو کول، اوس هم د حکومتي فرمانونو او احکامو له لارې همغه سیاستونه عملي کوي.

دغه پخواني والي وویل چې که طالبان د نجونو ښوونځي پرانیزي، نو دا د یو حقیقي بدلون نښه ګڼل کېدای شي؛ کنه، نو د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړې «یوازې یو نمایش دی او د خلکو له احساساتو ناوړه ګټه اخیستنه ده او د طالبانو د سپینولو په معنا دي.»

فدايي همدراز زیاتوي، چې جګړه د پاکستان او د افغانستان د ملت ترمنځ واقعي ده، خو د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر جګړې لاهم شک لري.

هغه وايي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ اختلاف ډیر داسې ښکاري لکه د مولانا فضل‌الرحمن یا عمران خان د حکومت چې له پاکستان سره اختلاف دی.

نوموړی زیاتوي، چې د پاکستان او طالبانو سیاست دواړه د افغانستان دتباهي سیاست دی.

د تورخم دروازې تړل کېدو په دواړو غاړو کې سترې او وړې سوداګرۍ په ټپه درولې دي

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۳ GMT+۰
•
جواد شينواری
100%

۳۸ ورځې وشوې چې د ډیورنډ پر کرښه د تورخم دروازه د هر ډول عامه تګ راتګ او سوداګریزو چارو پرمخ تړلې پاتې ده. دروازې ته نږدې هوټلونه، چایخونې، کرايي کوټې، د اوبو خرڅوونکي، موټر، او لسګونه کوچني کاروبارونه په بشپړ ډول تړل شوي دي چې د سیمې د اقتصادي ژوند رګ یې پرې کړی دی.

په تورخم کې د موټرو تمځای او شاوخوا سیمې، چې د ورځې په اوږدو کې به په سلګونه کارګر او موټر چلوونکي پکې په کار بوخت وو، اوس یې د خاموشۍ څېره خپله کړې.

دلته اوس ګڼ شمېر موټرچلوونکي او کارګر د وخت تېرولو لپاره د فوټبال لوبه کوي، ځکه د دروازې له تړل کېدو سره یې کار نږدې په بشپړ ډول درېدلی دی.

کارګر، ټرانسپورټران، محلي کاروباریان او عادي خلک وايي چې د دې دروازې تړل کېدو یې اقتصاد ته ضربه رسولې ده. په دغه ځای کې راغونډ ډېری کسان وایي چې د کور لګښتونه نشي پوره کولای او د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو وس نه لري.

سلیم خان چې په تورخم کې د ناروغ لېږدوونکې ګاډۍ چلوونکی دی، اوس په بشپړ ډول بې‌روزګاره دی.

د لارې له تړل کېدو وروسته یې ورځنی عاید صفر شوی او په وینا یې که څه هم مخکې به یې په ډېره سختۍ څه پېسې ګټلې، خو اوس همغه کمې پیسې هم نه شته.

سلیم خان وايي، چې ګڼ کارګر اړ شوي چې پور واخلي او ځینې نور بیا ښارونو ته د کار موندلو په موخه تللي دي.

100%

محلي کاروباریان زیاتوي چې د تورخم دروازې بندېدو نه یوازې سوداګري زیانمنه کړی، بلکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ورځنی تګ راتګ یې هم په بشپړ ډول متوقف کړی دی.

لاجبر شینواری چې د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ اوسېدونکې دی افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وایي چې کار نشته نو اړ و چې تورخم کې په یو هوټل کې کار وکړي او خپلې کورنۍ ته حلال رزق پېدا کړي، خو له تېرې څه باندې یوې میاشتې راهیسي پرې دا لاره هم بنده شوه.

د لنډي کوتل اوسېدونکی رحمت الله وایي: « موږ اوس د یو وخت ډوډۍ برابرولو توان هم نه لرو، پاتې لا د ماشومانو لپاره شیدې، دارو درمل او د ورځنیو توکو اخیستل، دا بېخې ناشونې ده.»

بل خوا د سلګونو موټرو چلوونکي چې د تورخم - جلال اباد او یا هم د تورخم – پېښور ترمنځ یې مسافر لېږدول، اوس یې موټر په تمځایونو کې ګردجن ولاړ دي. د تېلو لوړې بیې، د موټرو قسطونه او د ترمیم لګښتونو هغوی له سخت مالي فشار سره مخ کړي دي.

دروازې ته نږدې هوټلونه، چایخونې، کرايي کوټې، د اوبو خرڅوونکي او لسګونه نور کوچني کاروبارونه په بشپړ ډول تړل شوي دي چې د سیمې د اقتصادي ژوند رګ یې پرې کړی دی.

د سیمې خلک له دواړو لوریو څخه غواړي چې د ستونزې د حل لپاره د خبرو لاره غوره کړي، څو د لارې د بندېدو له امله د رامنځته شوي او رامنځته کېدونکي اقتصادي ناورین مخه ونیول شي.

د ډیورنډ پر کرښه د تورخم، سپین بولدک او نورې د تګ راتګ ټولې لارې وروسته له هغه د هر ډول تګ راتګ او سوداګریزو چارو پر مخ وتړل شوې چې د اکتوبر پر نهمه ماښام د پاکستان هوايي ځواکونو په کابل او نورو ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل او طالبانو یې په غبرګون کې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر سبا هند ته په رسمی سفر ځي

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۱ GMT+۰
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي سبا د چارشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ هند ته ځي. د طالبانو اړوند سرچینې وايي، چې نورالدین عزیزي به په دغه سفر کې له هندي چارواکو سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ او د توکو پر انتقال خبرې وکړي.

د طالبانو اړوند امید راډیو خبر ورکړی، چې ددې ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سبا د چارشنبې په ورځ، د لړم پر۲۸مه هند ته په یوه رسمي سفر ځي.

یادې رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې « د صنعت او سوداګرۍ وزیر به له هندي چارواکو سره د سوداګریزو اړیکو او د توکو د لېږد رالېږد په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي».

دا به نوي ډیلي ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له سفر وروسته د دې ډلې د جګپوړو چارواکو دویم سفر وي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته ددې ډلې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د تورخم، چمن، خرلاچي، غلام خان او انګور اډې لویو لارو له بندېدو وروسته اعلان وکړ، چې له پاکستان سره له تضمین ورکولو پرته نوره سوداګریزه راکړه ورکړه نه کوي.

د برادر له اعلان وروسته د طالبانو چارواکو د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ د متبادلو لارو پر پرانېستلو او پیاوړتیا خبرې اترې پیل کړې دي.

له دې وړاندې د طالبانو یو شمېر چارواکو ایران، تاجکستان او د منځنۍ اسیا ځینو نورو هېوادونو ته هم سفرونه کړي دي.

د چارو شنونکي په دې باور دي، چې له سوداګرۍ سره د پاکستان سیاسی چلند طالبان دې ته اړ اېستي، چې پر اسلام اباد خپله اتکاء کمه کړي او نورې متبادلې لارې چارې وګوري، خو د اقتصادي چارو شنونکي وايي، په وچه د ایسارو هېوادونو لپاره د نورو هېوادونو له لارو او بندرو ګټه اخېستل امتیاز نه دی بلکې دا حق دی او طالبان باید افغان سوداګر له دې حق نه بې برخې نه کړي.