• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

انتونیو ګوترېش پر اوکراین د روسیې وروستي بریدونه وغندل

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پر اوکراین د روسیې وروستي توغندیز او ډرون بریدونه غندلي او د سمدستي او له شرط پرته اوربند پر اړتیا یې ټینګار کړی.

ګوترېش د دغو بریدونو په غبرګون کې پر اېکس پاڼه لیکلي: «دا یو ځل بیا د بشپړ، سمدستي او له شرط پرته اوربند اړتیا په ګوته کوي، د یوې عادلانه، جامع او دوامداره سولې په لور د لومړي ګام په توګه چې د اوکراین حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په بشپړه توګه ساتي.»
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د روسیې له خوا د اوکراین په ترنوپیل ښار بریدونو کې د درېیو ماشومانو په ګډون ۲۵ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان شوي.
روسیې د سې شنبې شپې په بریدونو کې د اوکراین پر بېلابېلو سیمو له ۴۷۰ ډېر ډرونونه او ۴۸ توغندي کارولي دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۳

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۴
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۵
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

•
•
•

نور کیسې

په ایران کې په یوې ټرافیکي پېښه کې ۱۴ افغان کډوال ټپيان شوي دي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۷ GMT+۰
100%

د ایران په سیستان-بلوچستان کې د درېیو موټرو د ټکر له امله ۱۴ افغان کډوال سخت ټپيان شوي دي. دغه پېښه پرون (یکشنبه د لړم ۲۵مه) په سروان سیمه کې رامنځته شوې ده.

د حال وش په نوم د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، چې دغه پېښه پرون سهار هغه وخت رامنځته شوه کله چې د سون توکو وړونکی یو موټر د افغان کډوالو د لېږدولو له دوو موټرو سره ټکر وکړ.

حال ویش زیاتوي: «دغه پېښه پرون سهار شاوخوا ۷بجې رامنځته شوې ده او د ټکر زور دومره زیات و، چې درې واړه موټر سخت زیانمن شوي او ورسره له افغان کډوالو ۱۴ کسان هم سخت ټپيان شوي دي.»
دا لا روښانه نه ده، چې دغه افغانان له افغانستان څخه ایران ته تلل که له ایران څخه هېواد ته ستنول کېدل.

لا تر اوسه ایراني چارواکو او همداراز طالبانو په دې اړه په رسمي توګه څه نه‌دي ویلي.

طالبان وایي په ټول هېواد کې يې د جادو په تور څه باندې ۴ زره کسان نیولي دي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۰ GMT+۰
100%

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي، د کوډو او جادو د منع فرمان له صادرېدو وروسته د دوی د محتسبینو له لوري په ټول هېواد کې د سحر او جادو په تور تر څلور زرو ډېر کسان نیول شوي دي.

د دغه وزارت مسوولینو ویلي، یوازې سږ کال په څو ولایتونو کې ۲۵۰ کسان د جادو اړوند چارو په تړاو نیول شوي او همداراز عدلي او قضایي بنسټونو ته هم معرفي شوي دي.

دوی ټینګار کړی، چې په ټولنه کې به له منکراتو او فساد څخه مخنیوي ته دوام ورکړي او له هغو کسانو سره به جدي چلند وکړي چې د «فاسدو» اعمالو د پراخېدو لامل ګرځي.

طالبان: په هرات کې په کمپیوټري بڼه د نسخو لیکلو بهیر پیل شو

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۷ GMT+۰
100%

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند وايي، د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست تر پرېکړې وروسته به په روغتونونو او روغتیایي کلینیکونو کې د نسخې لیکل په کمپیوټري بڼه ترسره کېږي. تر دې مخکې هم په ځینو نورو ولایتونو کې ورته پرېکړه شوې ده.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د لړم ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «دغه اقدام د ناروغانو د معلوماتو په ثبت او مدیریت کې د دقت زیاتوالي په موخه ترسره کېږي او د کمپیوټري نسخو کارول به ددې سبب شي، چې نسخې لا روښانه، د تعقیب وړ او د خطا امکان په کې کم وي.»

د خبرپاڼې له‌مخې، له یادې پرېکړې سره سم په یو شمېر روغتونونو کې د کمپیوټري نسخو د لیکلو بهیر پیل شو او همداراز په دغه ولایت کې ټولو روغتونونو ته سپارښتنه شوې، چې دغه بهیر په خپلو روغتیایي مرکزونو کې عملي کړي.

د ډاکټرانو له لوري د شفري، رمزي او یا د نه‌لوستلو وړ نسخو له امله ناروغ لرونکي سخت سرګردانه و، خو څه موده مخکې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له ټولو ډاکټرانو غوښتي و، چې په نسخو کې د نسخې لیکنې معیارونه پوره کړي او هره نسخه باید د ناروغ بشپړه پېژندنه، عمده ناروغۍ، نښې او تاریخچه، توصیه شوي معاینات او نتایج او تشخیص یا احتمالي تشخیص په واضیح ډول ولري.

په پکتیا کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بسم‌الله ځاځي په اتلولۍ پای ته ورسېدې

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۵ GMT+۰
100%

د والیبال فدراسیون له لوري د پکتیا ولایت په احمدخېلو ولسوالۍ کې د ۳۲لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ له شل ورځني دوام وروسته پای ته ورسېدې.

د سیالیو په پایلوبه کې د بسم‌الله ځاځي لوبډله وتوانېده، چې خپلې سیالې شفیق سکندرخېلو لوبډلې ته د ۲–۰ په توپیر ماتې ورکړي او د دغو سیالیو اتلولي خپله کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د بدني روزنې او ورزش ریاست وایي، د دې لړۍ هدف د سیمې د ځوانانو ترمنځ د یووالي او مثبتې ټولنیزې فضا پیاوړي کول وو.

د پای مراسمو کې غوره ورزشکارانو ته ډالۍ هم ورکړل شوې او اتلې لوبډلې ته د ظاهرشاه ځاځي له لوري ۲۰۰ډالره په تشویقي انعام کې ورکړل شول.

لنډي‌کوتل کې کاروباریانو او عامو وګړو د تورخم دروازې د خلاصون په موخه لاریون وکړ

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۷ GMT+۰
100%

تورخم ته نږدې د خېبر پښتونخوا په لنډي‌کوتل بازار کې سلګونه سوداګر، د ټرانسپورټ مسولین، مزدوران او عام خلک د تورخم د سوداګریزو لارې د دوامدار بندښت پر ضد سړکونو ته راوتلي دي. لاریوال وایي، د لارې تړلو د دواړو غاړو زرګونه کاروبارونه اغېزمن کړي او سلګونه زره کسان یې بې‌روزګاره کړي.

په دې لاریون کې د سوداګرو، ډریورانو، مزدورانو او عامو خلکو پراخ ګډون وکړ او ټولو له حکومته وغوښتل چې د پولې تجارتي لاره دې بې‌له ځنډه ژر تر ژره بېرته پرانیزي.

لاریونوالو وویل چې د تورخم د لارې بندېدل د دواړو هېوادونو اقتصاد سخت اغېزمن کړی او زرګونه کوچني او لوی کاروبارونه یې د تباهۍ پر لور بیولي دي. د دوی په وینا، په سلګونو زره کسان بې کاره شوي او د سیمې اقتصادي فعالیتونه نږدې په ټپه درېدلي دي.

لاریونوالو ټینګار وکړ چې د سوداګریزو لارو بندېدل د خېبر پښتونخوا صنعت ته درانه زیانونه اړولي او ګڼ شمېر فابریکې د بندېدو له ګواښ سره مخ دي. دوی زیاته کړه چې کرنیز سکټور، د مېوو باغونه او د ټرانسپورټ کاروبار هم سخت زیان لیدلی دی.

یو ویناوال وویل: «جګړو کې هم تجارت نه بندېږي، خو اوسنی وضعیت خلک د لوږې، فقر او اندېښنو کندې ته ټېل وهلي دي».

لاریونوالو خبرداری ورکړ چې که بې‌روزګاري او اقتصادي فشار دوام وکړي، د امنيتي وضعیت خرابېدو خطر به نور هم زیات شي. لاریون کوونکو له حکومتي مشرانو وغوښتل چې د خلکو د اقتصادي ستونزو د ختمولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

هغوی افغان طالبانو ته هم پیغام ورکړ چې د خبرو له لارې دې ستونزه حل کړي.

لاریونوالو ټینګار وکړ چې د سوداګرۍ بندېدل تر ټولو لوی زیان د پاکستان اقتصاد ته رسېږي او دواړه هېوادونه باید ټولې سوداګریزې لارې ژر تر ژره بېرته پرانیزي، «تر څو د خلکو اقتصادي وژنه بنده شي».