لوبې

د افغانستان د کرېکټ ۱۹ کلنه لوبډله د هندۍ لوبډلې پر وړاندې توپ وهنه کوي

نن د افغانستان د کرېکټ ۱۹ کلنه ملي لوبډله د هندوستان ۱۹ کلنې بي لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي. د دغې لوبې پچه د هندوستان ۱۹ کلنې بي لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.