طالبانو تېره اونۍ په ننګرهار کې ۱۴ کسان له نشهيي توکو سره نیولي

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د دوی امنیې قوماندانۍ د تېرې اونۍ په ترڅ کې ۱۴ کسان له نشهيي توکو سره یو ځای نیولي دي. دوی وایي، «۷۵ګرامه شیشه، یو کیلو چرس، ۹زره زیکپ نشهلرونکې ګولۍ، ۲۷۲۲ټابلېټ کا ګولۍ او یوه اندازه شراب» په دغه نشهيي توکو کې شامل دي.
