ډونالډ ټرمپ او زهران ممداني په سپینه ماڼۍ کې سره ګوري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د نیویارک ښار منتخب ښاروال زهران ممداني له هغه سره د لیدنې غوښتنه کړې ده. د امریکا ولسمشر پر ټروت خواله رسنۍ کاږلي، چې له ښاغلي ممداني سره به د جمعې په ورځ د نومبر په ۲۱مه (د لړم په ۲۹مه) وګوري.
د ممداني ټیم د چهارشنبې په ورځ ومنله، چې هغه به په واشنګټن کې له ټرمپ سره وګوري.




