د ۲۰۲۶ نړۍوال جام؛ د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې د لوبو مهالوېش اعلان شو

د افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۶کال د ۱۹ کلنو نړۍوال جام لوبو مهالوېش اعلان کړ. د دغه مهالوېش له مخې؛ د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه د راتلونکي ۲۰۲۶کال د جنورۍ په ۱۶مه نېټه د سویلي افریقا لوبډلې پر وړاندې ده.
افغان لوبډله په یادو سیالیو کې په «ډي» ګروپ کې د سویلي افریقا، وېسټ انډیز او تنزانیا لوبډلو پر وړاندې لوبې لري.




