نصیر احمد اندېشه: هڅه کوم «د نړۍوال تړون ګډ مسوولیت» له شعار څخه عمل ته راشي

په جینوا کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندېشه د کډوالو د نړۍوال تړون د پرمختګونو د څارنې ناستې د پیل په درشل کې ویلي، چې د بشري حقونو له خپلواکو سازمانونو او په ټرانزیټي هېوادونو کې له فعاله حقوقي ملاتړو بنسټونو سره یې خبرې پیل کړې دي.
