رویټرز: امریکا له اوکراین څخه غوښتي چې د خپلې خاورې د ځینو برخو د پرېښودو طرحه ومني

رویټرز د دوو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې امریکا له کییف څخه غوښتنه کړې څو د سولې هغه طرحه ومني، چې واشنګټن چمتو کړې او په کې د خاورې د ځینو برخو او د ځینو وسلو سپارل شامل دي. دغه سرچینو ویلي، چې د امریکا طرحه د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو د شمېر کمول هم رانغاړي.
