• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني پولیسو په راولپنډۍ کې ۳۸ افغانان نیولي دي

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۳ GMT+۰

د پنجاب پولیسو خبر ورکړی، چې د راولپنډۍ په بېلابېلو سیمو کې د بې‌اسناده افغان کډوالو پر ضد د پلټنې عملیات دوام لري. د دوی له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه عملیاتو په لړ کې ۳۸ بې‌اسناده افغان کډوال نیول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دغه عملیات په پیرودهای، ګنجمنډي، وارث خان، باني، نیو ټاون، صادق اباد، رته امرال، صدروا، نصیر اباد، کېنټ، مورګاه، راوت، چونترا، جاټلي، ماندارا، ګوجر خان، دمیال او نورو سیمو کې ترسره شوي دي. د پلټنې یاد عملیات په ۱۲۷۱ کورونو، ۶۴۲ هټیو او ۶۳ هوټلونو کې شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د کور په کور پلټنو پرمهال یې بې‌اسناده افغان کډوالو ته په کرایه د کور ورکولو په تور هم ځینې قضیې ثبت کړې دي.

د پنجاب پولیسو تېره ورځ هم د یو لړ عملیاتو پرمهال د ۴۳ بې‌اسناده افغان کډوالو د نیول کېدو خبر ورکړی و.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

•
•
•

نور کیسې

بېکدلي: ایران ژمن دی چې د چابهار بندر له لارې د افغانستان وچې مېوې نړۍوال بازار ته ورسوي

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۳ GMT+۰
بېکدلي: ایران ژمن دی چې د چابهار بندر له لارې د افغانستان وچې مېوې نړۍوال بازار ته ورسوي
100%

په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي ویلي، هېواد یې ژمن دی چې د چابهار بندر له لارې د افغانستان وچې مېوې نړۍوالو بازارونو ته ورسوي. تازه د چابهار بندر له لارې د افغانستان د وچې مېوې د صادراتو ټولنې او ایراني شرکت ترمنځ د ۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یو تړون هم لاسلیک شو.

په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) ویلي، د ایران چابهار بندر د افغانستان د صادراتو لپاره اسانه لار ده.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون د نوموړي له قوله ویلي: «ایران ژمن دی، چې د چابهار بندر له لارې د افغانستان وچې مېوې تر نړۍوالو مارکېټونو ورسوي.»

بېکدلي د ایراني او افغان شرکتونو ترمنځ د ۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت تازه تړون هم یو مهم اقدام یاد کړی.

په همدې ورځ د ایران د چابهار بندر له لارې د افغانستان د وچې مېوې د صادراتو اړوند د افغانستان د وچې مېوې د صادراتو ټولنې او یوه ایراني شرکت ترمنځ د ۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک شو.

د همدې تړون له مخې به د افغانستان د وچې مېوې ۳۰ زره کانټینرونه د هند او چین مارکېټونو ته صادر شي.

د تړون تر لاسلیک وروسته دواړو ټولنو دا اقدام د کابل او تهران د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د چابهار بندر له لارې د افغانستان د وچو مېوو د صادراتو لپاره ښه فرصت ګڼلی.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر وروستۍ ترینګلتیا وروسته طالب مشرانو له افغان سوداګرو غوښتي، چې له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې بندې او دوی ورته بدیلي لارې ولټوي.

نن د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي نوي ډیلي ته رسېدلی او ویل کېږي، چې عزیزي به په دغه پنځه ورځني سفر کې له هندي چارواکو سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او هوايي دهلېز خبرې وکړي.

طالبانو په کاپیسا، پکتیا او پروان کې د دوو ښځو په ګډون پنځه کسان په دُرو وهلي دي

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۰ GMT+۰
طالبانو په کاپیسا، پکتیا او پروان کې د دوو ښځو په ګډون پنځه کسان په دُرو وهلي دي
100%

طالبانو په کاپیسا، پکتیا او پروان ولایتونو کې د دوو ښځو په ګډون پنځه کسان د «غلا، اخلاقي فساد او نامشروع اړیکو» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. طالبانو دغو کسانو ته له یوه تر دوو کلونو پورې د تنفيذي بند سزا هم ورکړې ده.

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) په بېلابېلو خبرپاڼو کې اعلان کړی، چې له یاد شمېر کسانو څخه یې په کاپیسا ولایت کې یو کس د «غلا» په تور په ۳۹ دُرو وهلو او دوه کلن بند محکوم کړی دی.

دغې ادارې ویلي، چې په پکتیا کې یې یوې ښځې ته د «اخلاقي فساد» په تور د یو کال بند او ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده.

د طالبانو د سترې محکمې د معلوماتو له مخې، په همدې ورځ یې په پروان ولایت کې یوې ښځې او دوو نارینه‌وو ته د «نامشروع اړیکو» په تور هر یوه ته ۱۸ میاشتې بند او ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سلګونه کسان د بېلابېلو تورونو له امله په عام محضر کې په دُرو وهلي دي او په دې وروستیو کې بیا د طالبانو له لوري خلکو ته د بدنې سزاوو پېښې هم زياتې شوې دي.

دغې ډلې تېره ورځ هم په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۳ کسان د بېلابېلو تورونو په تړاو په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

طالبان: په کندهار کې غاصبین او زورواکي د غصب د مخنیوي کمېسیون پر هڅو فشار زیاتوي

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۹ GMT+۰
طالبان: په کندهار کې غاصبین او زورواکي د غصب د مخنیوي کمېسیون پر هڅو فشار زیاتوي
100%

په کندهار کې د طالبانو د غصب د مخنیوي کمېسیون غړي وايي، یو شمېر غاصبین او زورواکي هڅه کوي، چې د دوی د کارونو پر وړاندې ستونزې جوړې کړي او فشار زیات کړي. د دغه کمېسیون غړي وايي، چې یوازې د هبت‌الله فرمان عملي کوي او د هېڅ فشار پروا نه لري.

د یاد کمېسیون غړو دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په کندهار کې طالبانو د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) ویلي، چې په دامان ولسوالۍ کې یې ۱۹ زره او ۵۰۰ جریبه امارتي ځکمه له غصب څخه خلاصه کړې.

له غصب څخه د مخنیوي پلاوي غړي عبدالمتین سعید ویلي، خلاصه شوې ځمکه باید د هبت‌الله له لوري د ملي ګټو او عامه خدمتونو لپاره وکارول شي.

د نوموړي په خبره، د غصب شویو ځمکو د خلاصولو لړۍ پیل شوې او د کندهار په صنعتي پارک کې به هم غصب شوې ځمکه ژر خلاصه کړي.

د سعید په خبره، یو شمېر زورواکي او غاصبین هڅه کوي تاثیرات او فشارونه زیات کړي، خو دوی یې پروا نه ساتي.

هغه زیاته کړې: «غاصبین او زورواکي هڅه کوي چې فشارونه او اغېزې واچوي، خو موږ دا په پام کې نه نیسو. د خپل مشر د فرمانونو مطابق کار ته دوام ورکوو او د غصب مخنیوی کوو.»

دغه کمېسیون ویلي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې په دامان ولسوالۍ کې ۱۸ زره جریبه نوره ځمکه هم له غصب څخه خلاصه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د عدلیې وزارت تر دې وړاندې ویلي و چې تراوسه د هېواد په کچه له غاصبینو شاوخوا څلور مېلیونه جریبه دولتي ځمکه بېرته اخیستل شوې او د نورو زرګونو جریبو ځمکو د بېرته راګرځولو قضیې لا هم تر څېړنې او تعقیب لاندې دي.

دغه وزارت په وار-وار ټينګار کړی، چې د ځمکو د بېرته ترلاسه کولو بهیر د روڼتیا او د دوی د قانون پر بنسټ روان دی او د ملکیتونو د تثبیت دا هڅې به د عامه شتمنیو د ساتنې او د دغه ډلې د قانون حاکمیت د پیاوړتیا لامل وګرځي.

د نورستان قومي مشران: د طالبانو ۲۱ ولایتي چارواکي له دوی سره د دوی په ژبه نه پوهېږي

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۴ GMT+۰
د نورستان قومي مشران: د طالبانو ۲۱ ولایتي چارواکي له دوی سره د دوی په ژبه نه پوهېږي
100%

د نورستان یو شمېر قومي مشرانو نن د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په یوه لیک کې ویلي، چې په دغه ولایت کې د والي سربېره ۲۱ ولایتي چارواکي او رییسان له دوی سره په د دوی په ژبه نه پوهېږي او پخواني نورستاني چارواکي یې له دندو ګوښه کړي دي.

په دغه لیک کې د نورستان قومي مشرانو له دولتي ادارو څخه د نورستانیانو د ګوښه کولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په دولتي دندو کې د نورستانیانو حقوق له پامه غورځول شوي دي.

دوی د طالبانو دغه کړنه «قومي تصفیه بللې» او ویلي یې دي، چې دا کار به په دغه ولایت کې قومي او ټولنیزې ناکرارۍ ته لاره هواره کړي، چي «د ناوړه پایلو مسوولیت» به یې د طالبانو پر غاړه وي.

د دوی په وینا، نورستان په افغانستان کې یوازینی قومي ولایت دی چې ۹۵ سلنه اوسېدونکي یې د نورستاني ژبو قبایلي اصلي اوسېدونکي او شاوخوا پنځه سلنه یې د پشه یي قبایلو اصلي اوسېدونکي دي.

دغو قومي مشرانو ادعا کړې، چې د دغه ولایت شاوخوا ۹۰ سلنه مهم دولتي پوسټونه د نورو ولایتونو اوسېدونکو، غېر مسلکی، د جهادي مدرسو فارغینو او هغو کسانو ته سپارل شوي، چې ټیټ تعلیم لري. دوی وایي، ځینې دغه کارکونکي د طالب چارواکو سره د ملګرتیا او شخصي اړیکو له مخې په دندو ګومارل شوي دي.

یادو قومي مشرانو ویلي، چې له والي، امنیه قومندان، د والي له مرستیال، د استخباراتو له رییس څخه نیولې تر دې چې د دې ولایت د نورو ریاستونو او مهمو دولتي پوستونو پورې د نورو قومونو کسان ګومارل شوي دي.

همداراز دوی دا ادعا هم کوي، چې د نورستان ولایت د کانونو او پټرولیم رییس سید رحیم عمیر چې د لغمان ولایت اصلي اوسېدونکی دی، د نورستان ولایت څخه هم ورته پېژندپاڼه اخیستل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې نړۍوالې ټولنې په وار-وار د طالبانو له خوا د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی او دغه مسله د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره یو له شرطونو څخه دی.

منظور پښتین: د بنو عدالت د ګیله‌من ورور او د هغه د تره زوی بنديان کړي دي

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۳ GMT+۰
منظور پښتین: د بنو عدالت د ګیله‌من ورور او د هغه د تره زوی بنديان کړي دي
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وایي، د بنو عدالت نن د ګیله‌من وزیر ورور عرفات او د هغه د تره زوی حاضرخان بنديان کړي دي.نوموړي زیاته کړې، د پاکستان عدالت او پولیس د دې پر ځای چې د ګیله‌من کورنۍ ته انصاف ورکړي، برعکس یې شکنجه کوي او ځوروي.

منظور احمد پښتین د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي: «پوځ له پښتنو سره په دوښمنۍ بوخت دی؛ پښتانه وژني، عدالت او پولیس پښتانه بندیانوي، ادارې یې لادرکه کوي، رسنۍ د پښتنو د ذهني او سیاسي ګډوډۍ لپاره پروپاګند خپروي، تعلیمي ادارې د پنجاب تر اغېز لاندې دي او پارلمان د دې ټولو انساني او اخلاقي ضد کړنو د جواز لپاره بیلونه پاسوي.»

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د ګیله‌من د ورور او د هغه د تره د زوی د بندي کېدو لامل تراوسه روښانه نه دی.

ګیله‌من وزیر د پاکستان پر پوځ د سختو نیوکو او له افغانستان سره د مینې او د افغان ملي بیرغ د ګرځولو او له هغه د جوړو جامو د اغوستلو له امله افغانانو کې ډېر محبوبیت درلود.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ګیله‌من وزیر د ۲۰۲۴ کال د جولای په اوومه نېټه په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د غړي له خوا پر سر ووهل شو او درې ورځې وروسته په روغتون کې مړ شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وایي، پاکستاني پوځ په تېراه نرهاو سیمه کې د یوه پښتون پر کور هاوان ویشتی، چې له امله یې یو کس له خپل اووه کلن زوی سره وژل شوی دی.

پښتین همداراز زیاته کړې، چې د پاکستان اداره هڅه کوي د پښتنو د غم او درد ویونکو ته ستونزې جوړې کړي.

نوموړي یو ځل بیا ګواښ کړی، چې د هر ډول ظلم پر وړاندې به چوپ او ټیټ پاتې نه شي.

هغه زیاته کړې: «بیا به هم د دوی د هر ډول چلند پر ضد زموږ مزاحمت روان وي. نه به ټیټ شو، نه به له خپل ملي دریځه پر شا شو، بلکې د تیارۍ له مخې به لا نور هم پیاوړي کېږو، څو خپله خاوره له بلواکۍ او زورواکۍ څخه خپلواکه کړو.»