• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فقر اوج؛ طالبانو په جلال‌اباد ښار کې ۹۱ سوالګر راټول کړل

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۷ GMT+۰

په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت په جلال‌اباد ښار کې د نجونو ماشومانو په ګډون د۹۱ سوالګرو له راټولولو خبر ورکړ. دوی وايي، دغه ماشومان یې تر بایومتریک وروسته مرستندویه ادارو ته معرفي کړي دي.

یادې قومندانۍ د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «دغه سوالګر د سرې میاشتې، د کار او ټولنیزو چارو او د شهیدانو او معلولینو ریاستونو ته د مرستو د ترلاسه کولو او ټولنیز ملاتړ لپاره ور وپېژندل شول.»

په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنۍ سره بېکاري ډېره شوې او د نړۍوالو سازمانونو د راپورونو له‌مخې، ځينې کورنۍ خپل ماشومان دې اړه اړ کوي، چې سوالګري وکړي.

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۳

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۵

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د دې ډلې پر وړاندې د جګړې انګېزه نه‌شته

•
•
•

نور کیسې

د امریکا ولسمشر: محمد بن سلمان به د غزې د بیارغونې د سولې څارونکي پلاوي سره یوځای شي

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۱ GMT+۰
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، باور لري چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان به د غزې د بیارغونې د څارنې لپاره د سولې له کمېسیون سره یوځای شي.

د امریکا ولسمشر د سې شنبه په شپه (د لړم ۲۷مه) هیله څرګنده کړې وه، چې محمد بن سلمان به د نړۍ له ګڼ شمېر مشرانو سره یو ځای په دې نوي اقدام کې ګډون وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څو ورځې مخکې د امریکا په ملاتړ یو پرېکړه‌ لیک تصویب کړ، چې دې پلاوي ته له جګړې وروسته د غزې د دوو کلونو د مدیریت پراخ صلاحیت ورکوي.

محمد بن سلمان لا تر اوسه په دې هییت کې د ګډون پرېکړه نه ده تایید کړې. دا کمېسیون لا هم په بشپړ ډول نه دی جوړ شوی؛ خو د ډونالډ ټرمپ له خوا رهبري کېږي.

په ایران کې په یوې ټرافیکي پېښه کې ۱۴ افغان کډوال ټپيان شوي دي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۷ GMT+۰
100%

د ایران په سیستان-بلوچستان کې د درېیو موټرو د ټکر له امله ۱۴ افغان کډوال سخت ټپيان شوي دي. دغه پېښه پرون (یکشنبه د لړم ۲۵مه) په سروان سیمه کې رامنځته شوې ده.

د حال وش په نوم د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، چې دغه پېښه پرون سهار هغه وخت رامنځته شوه کله چې د سون توکو وړونکی یو موټر د افغان کډوالو د لېږدولو له دوو موټرو سره ټکر وکړ.

حال ویش زیاتوي: «دغه پېښه پرون سهار شاوخوا ۷بجې رامنځته شوې ده او د ټکر زور دومره زیات و، چې درې واړه موټر سخت زیانمن شوي او ورسره له افغان کډوالو ۱۴ کسان هم سخت ټپيان شوي دي.»
دا لا روښانه نه ده، چې دغه افغانان له افغانستان څخه ایران ته تلل که له ایران څخه هېواد ته ستنول کېدل.

لا تر اوسه ایراني چارواکو او همداراز طالبانو په دې اړه په رسمي توګه څه نه‌دي ویلي.

طالبان وایي په ټول هېواد کې يې د جادو په تور څه باندې ۴ زره کسان نیولي دي

۲۶ لړم ۱۴۰۴ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۰ GMT+۰
100%

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي، د کوډو او جادو د منع فرمان له صادرېدو وروسته د دوی د محتسبینو له لوري په ټول هېواد کې د سحر او جادو په تور تر څلور زرو ډېر کسان نیول شوي دي.

د دغه وزارت مسوولینو ویلي، یوازې سږ کال په څو ولایتونو کې ۲۵۰ کسان د جادو اړوند چارو په تړاو نیول شوي او همداراز عدلي او قضایي بنسټونو ته هم معرفي شوي دي.

دوی ټینګار کړی، چې په ټولنه کې به له منکراتو او فساد څخه مخنیوي ته دوام ورکړي او له هغو کسانو سره به جدي چلند وکړي چې د «فاسدو» اعمالو د پراخېدو لامل ګرځي.

طالبان: په هرات کې په کمپیوټري بڼه د نسخو لیکلو بهیر پیل شو

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۷ GMT+۰
100%

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند وايي، د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست تر پرېکړې وروسته به په روغتونونو او روغتیایي کلینیکونو کې د نسخې لیکل په کمپیوټري بڼه ترسره کېږي. تر دې مخکې هم په ځینو نورو ولایتونو کې ورته پرېکړه شوې ده.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د لړم ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «دغه اقدام د ناروغانو د معلوماتو په ثبت او مدیریت کې د دقت زیاتوالي په موخه ترسره کېږي او د کمپیوټري نسخو کارول به ددې سبب شي، چې نسخې لا روښانه، د تعقیب وړ او د خطا امکان په کې کم وي.»

د خبرپاڼې له‌مخې، له یادې پرېکړې سره سم په یو شمېر روغتونونو کې د کمپیوټري نسخو د لیکلو بهیر پیل شو او همداراز په دغه ولایت کې ټولو روغتونونو ته سپارښتنه شوې، چې دغه بهیر په خپلو روغتیایي مرکزونو کې عملي کړي.

د ډاکټرانو له لوري د شفري، رمزي او یا د نه‌لوستلو وړ نسخو له امله ناروغ لرونکي سخت سرګردانه و، خو څه موده مخکې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له ټولو ډاکټرانو غوښتي و، چې په نسخو کې د نسخې لیکنې معیارونه پوره کړي او هره نسخه باید د ناروغ بشپړه پېژندنه، عمده ناروغۍ، نښې او تاریخچه، توصیه شوي معاینات او نتایج او تشخیص یا احتمالي تشخیص په واضیح ډول ولري.

په پکتیا کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بسم‌الله ځاځي په اتلولۍ پای ته ورسېدې

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۵ GMT+۰
100%

د والیبال فدراسیون له لوري د پکتیا ولایت په احمدخېلو ولسوالۍ کې د ۳۲لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ له شل ورځني دوام وروسته پای ته ورسېدې.

د سیالیو په پایلوبه کې د بسم‌الله ځاځي لوبډله وتوانېده، چې خپلې سیالې شفیق سکندرخېلو لوبډلې ته د ۲–۰ په توپیر ماتې ورکړي او د دغو سیالیو اتلولي خپله کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د بدني روزنې او ورزش ریاست وایي، د دې لړۍ هدف د سیمې د ځوانانو ترمنځ د یووالي او مثبتې ټولنیزې فضا پیاوړي کول وو.

د پای مراسمو کې غوره ورزشکارانو ته ډالۍ هم ورکړل شوې او اتلې لوبډلې ته د ظاهرشاه ځاځي له لوري ۲۰۰ډالره په تشویقي انعام کې ورکړل شول.