هندۍ ورځپاڼه: نوي ډیلي د افغانستان په کانونو او برېښنا بندونو کې د پانګونې ارزونه کوي

د هند له لوري د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د سفر له پیل سره هم‌مهاله هندو ورځپاڼې ته د دغه هېواد ډېپلوماټیکو سرچینو ویلي، چې نوی ډیلی د افغانستان په کانونو او د اوبو برېښنا بندونو پروژو کې د پانګونې احتمالي ارزونه کوي.