تر اوربند وروسته؛ پر غزې د اسراییل په بریدونو کې تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي

د غزې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د اوربند پرمهال د اسراییل په بریدونو کې ۳۱۲ کسان وژل شوي دي. د یاد وزارت په وینا؛ یوازې د پنجشنبې په ورځ لږترلږه ۳۳ فلسطینیان وژل شوي دي.
له بل پلوه د غزې د ملکي دفاع ادارې ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې د اسراییل په بریدونو کې ۲۷ کسان وژل شوي دي.




