د پنجاب په فیصلاباد کې د یوې فابریکې دننه د اورلګېدنې له امله ۱۵ کسان مړه شوي دي

د پاکستان د پنجاب ایالت په فیصلاباد ښار کې د کیمیاوي موادو په یوې فابریکه کې د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۱۵ کسانو ته لوړ شو او ۷ نور ټپیان شوي دي. د ځایي چارواکو په وینا؛ د دغه اورلګېدنې له امله د فابریکې ترڅنګ د ځینو نږدې کورونو چتونه هم نړېدلي دي.
د پېښې په ځای کې د ژغورنې ډلې وایي، چې د ژغورنې عملیات لاهم دوام لري او ښایي د ویجاړیو لاندې ډېر کسان بندپاتې وي.




