په اندونیزیا کې د ځمکې ښویېدو له امله د مړو شمېر ۳۰ ته لوړ شو

د اندونیزیا د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې د دغه هېواد په جاوا ټاپو کې د ځمکې ښویېدو له امله د مړو شمېر ۳۰ ته لوړ شو او ۱۸ نور لاهم تري تم دي. ځایي چارواکو ویلي، چې ژغورونکې ډلې لاهم د لادرکه شویو کسانو په لټه کې دي.
د یادې ادارې په وینا؛ په دغه پېښه کې لسګونه کورونه زیانمن شوي او تر ۹۰۰ زیات اوسېدونکي له سیمې اېستل شوي دي.




