تېره ورځ له ایران او پاکستان نه نږدې ۶زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، د پنجشنبې په ورځ له ایران او پاکستان نه ۱۱۱۸ کورنۍ چې ټول‌ټال ۵۹۹۳ کډوال کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د یاد کمېسیون د خبرپاڼې له مخې؛ له دې ډلې د سپین بولدک له لارې ۷۰۲ کورنۍ، د تورخم له لارې ۳۵۷ کورنۍ، د اسلام‌کلا له لارې ۳۲ کورنۍ او د ورېښمو پله له لارې۲۷ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.