روسي ځواکونه ادعا کوي چې د اوکراین کوپیانسک ښار یې نیولی دی

د روسیې د پوځ مشر د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۹مه) ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وویل، چې روسي ځواکونو د اوکراین په شمال ختیځ کې د کوپیانسک ښار تر خپل کنټرول لاندې راوستی، خو د اوکراین پوځ دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې دغه ښار لا هم د اوکراین د دفاعي ځواکونو په کنټرول کې دی.




