بنګلهدېش کې زوروره زلزله؛ ۳ کسان مړه او ګڼ نور ټپیان شوي دي

په بنګلهدېش کې د جمعې په ورځ (د لړم ۳۰مه) د رېښتر په کچه د ۵.۷ درجې زلزلې له امله لږ تر لږه درې کسان مړه او ګڼ نور ټپیان شوي دي. د بنګلهدېش په پلازمېنې ډاکه کې هم ګڼې ودانۍ زیانمنې شوې دي.
د هند په ختیځو ایالتونو کې چې له بنګلهدېش سره ګډه پوله لري، هم د زلزلې جټکې احساس شوې دي. د زلزلې مرکز د نارسېنګدي ښار ښودل شوی دی.




